محمد عارف رسولي

په دې ورځو کې چې په هیواد کې پر ملي حکومت توافق شوئ او بحثونه ورباندې کیږي لیدل کیږي چې په دې اړوند ځینې شنونکي او خلک لومړۍ درجه ملي روښانه ګټې او ځینې د دویمې او دریمې کچې مسئلې یا په قصدي او یا په تیروتنې سره ګډوي او توپیر یې نکوي. اړینه ده هغه مسئلې چې د ملې ګټو څخه د نه تیري سره کرښه ورته ویلئ شو له دوهمې او دریمې کچې شیانو څخه بیل کړو. ملت روښانه کړې چې په ملک کې د سیاسي او اداري فساد د زغملو نور توان نلري اودهغه لپاره یوه سالمه اداره غواړي. د سږکال د ټاکنو د ټولو کاندیدانو د فساد سره د مبارزې، د بدلون او اصلاحاتو راوستو وعدې ټول ښيي چې ملت نور له فساده ستړئ دئ، تغیر غواړي او د فاسدې ادارې بیا جوړول یې د زغم سره کرښه ده چې ورڅخه تیریدل نه مني.  د ملت او رهبرانو په ګټه ده چې ملت ته غوږ ونیسي او غوښتنې یې په علمي توګه مدیریت کړي. خو موږ پخواشینۍ سره ګورو چې زموږ په ملک کې ځینې سیاستوال نه پوهیږي او یا ځان تیروي. به لمړي دور ټاکنو کې هغه چا چې دنظام اکثره اراکین او امکانات ورسره ول ډېر څه یې ترلاسه نکړل. ددې مطلب داو چې خلک په نظام کې دسیاسی ارادې له نشتوالي، له سهامی شرکت او په نتیجه کې له ټوکیدلي اداري او سیاسي فساد څخه پزې ته راغلی دي. دا یو درس وو او باید د ډیرو خلکو لپاره د ویښیدویوه چیغه شوې وئ خو داسې ونشول او اوس هم ډېرئ خلک هڅې کوي چې همداسې او یا ورڅخه  نوره هم یوه ناکاره او نا موثره اداره په ملک کې بیا جوړه کړي.

ډېره روښانه ده چې په نن زمانه کې د ولسواکۍ او ولسواکه نظامونو منځنئ ټکئ او بنیاد دادئ  چې یو مشخص کاندید د ملت په رایو وټاکل شي، مشروع نظام جوړ او دټول ملت با صلاحیته ملي رهبر او زعیم شي. د صلاحیت سره نو بیا دا کس او ټیم یې ملت ته مسؤلیت لري ترڅو د ملک د اساسي قانون او د خپل منشور په بنا خپل ورکړل شوي ټولې ملي دندې او دټاکنو وعدې بیله تبعیضه د ټول ملت لپاره د بایلونکي کمپ په شمول ترسره کړي. همدا زعیم او ولسمشر/یا په ځینو ملکونو کې صدراعظم د یوې ټاکلې دورې په جریان او پای کې ولس ته حساب ورکړي او دملت او عوامو د ارزونې په اساس یا بریالۍ او یا ناکام وبلل شي. دا پروسه، تجربه او تمرین نو سیاستوال ، احزاب، ائتلافونه او ټول ملت ته یوه ښه تجربه او ملي درسونه برابروي اوکولای شي چې دهغې په رڼا کې راتلونکې ښې پریکړې وکړي. دهمدې اصولو په بنیاد نن دنړۍ ډېر ملکونه ګورو چې خپل ځانونه یې کوم ځای ته رسولي دي او باثباته نظامونه لري.

دپورته اصولو نه مراعات زموږ ملت ته هم ښه معلوم دئ. د ډیرو زیاتونړیوالو مرستو سره سره او د یو څه لاسته راوړنو سره بیاهم په وروستیو کلونو کې زموږ په ملک کې دیوه باصلاحیته حکومت پرځای یو سهامي شرکت چلیده، سیاسي اراده په کې نه وه، نه د چا حکم سیي چلیده، نه پکې کوم سیي اطاعت و او د هیچا خبره نه اوردیدل کیده. فساد ورځ تربلې زیاتیده او زیاتیږي. د غریب او بې واسطې خلکو حالت ورځ تربلې بد تره کیده او کیږي. په ملیاردو ډالره مرستې په سیي توګه مصرف نشوې او کمه ګټه یې لرله.

اوس بیرته راګرځو دمل وحدت حکومت ته چې ورباندې پریکړه شوې، باید ومنل شي او دا سيي نده چې اوس څوک ووایي نه یې منو او په حکومت کې د بایلونکي کاندید او پلویانو ته یې کوم ځای نشته. زموږ په حالت کې باید هر افغان ته د وړتیا په اساس ځای وي. همدارنګه زموږ دهیواد په اوسنۍ تاریخي مرحله کې د ملی وحدت د حکومت په چوکاټ کې  دوزارتونو ویش، د ټولو وروڼو قومونو ونډه او نور ټول خورا مهمې مګر آسانه او حلیدونکې مسئلې دي. له بلې خوا، داهم سیي نده چې ووایو د ولسمشر د اساسي قانون په بنسټ واک او صلاحیت د شریک شی. که د ولسمشر واک شریک شي، بیا به فساد څوک او په کوم واک او صلاحیت له منځه یوسي. که مو د ولسمشر قانوني واک وویشه د قوی ګوندونو په نشتون کې به د قدرت لویه خلا رامنځته، د ملي ګټول پرځای به  د ډلو او ټپلو لپاره به د سیاسي چنو وهلو لاره اواره شي، اساسی  قانون به مات او د نظام مشروعیت به پیکه شي. په داسې کړکیچن حالت کې که ولسمشر او نژدې ملګري یې هرڅومره هلې ځلې هم وکړي او په دنیا کې ترټولو د لوړ رهبریت وړتیا هم ولري ډېر څه نشي کولای او یوه سیي اداره نشي جوړولئ. همدارنګه به د فساد او غیر موثرې حکومتولۍ په هکله د ملت د چیغو او د نه تیریدو سرې کرښې او هم به مو خدای مکړه ملي ګټو ته په سبکه سترګه کتلي وي او ملت به داټول سپکاوي ونه زغمي. البته باید روښانه کړو چې د پورته ملي ګټو او ملي موخو دتر لاسه کولو لپاره نورو ګڼو فکتورونو ته هم اړتیا شته لکه د ولسمشر قوي سیاسي اراده، د قوي رهبرۍ او مدیریت وړتیا، غوره ټیم، د ملت د ټولو پرګنو سیي ونډه اونورو ډېرو اړینو شرطونو ته. خو ځینې شیان ټاکونکې او په لمړي کتار کې فکتورونه وي او ځینې نور بیا وروسته راځي.

له بلې خوا، دملي وحدت د حکومت جوړول زموږ د ملک لپاره په اوس شرایطو کې یوه نوې موضوع او یوه نوې پروسه ده او باید زموږ د ملک د تاریخي، سیاسي او قانوني شرایطو سره سم تعریف شي ترڅو له نورو بنسټیزو مسئلو سره په ټکر کې نشي. که  دا ټکر راشي نو ترګټو به یې زیانونه خورا زیات وي. د ټول ملت او هم په اصل کې د ټاکنو د دواړو اوسنیو سیاسي او ټاکنیزو کمپونو په ګټه ده چې احساساتي پریکړې ونکړي ترڅو خدای مکړه دنظام مشروعیت او موثریت ته نور هم تاوان پیښ نشي. که داسې وشي نو هغه د چا خبره بیا لکه چې یو (ا) مربع کوې همغه یو به لاسته راځي، همغه خرک او همغه درک به وی او ان چې خدای مکړه لکه چې وایي له باران به پاڅو او ترناوې لاندې په کینو او شته ناخوالې او فساد به حتې نورهم زوراخلی. نړیوالې مرستې به کمیږي، د نظام مشروعیت به نور هم ترسوال لاندې راشي.

نتیجه او پایله دا شوه چې د ملی وحدت په حکومت کې داساسی قاونون په اساس ولسمشر باید خپل صلاحیتونه ولري، د ټاکنو په وخت د خپل منشور په اساس د چارو د سمون مسؤلیت واخلي او نور ورته  درناوئ ولري. د بایلونکي ټیم د لایقو او وړ کسانو او نورو ملي شخصیتونو په ملي او دولتي لوړو پوستونوکې ګومارل، دوړتیا په اساس ټولو وروڼو قومونو ته ونډه ورکول ښه خبره  او یوه حل کیدونکې او آسانه مسئله ده. خو هر هغه څه چې د قانون په اساس د رئیس جمهور قانوني صلاحیت  ترسوال لاندې راولی، سهامي شرکت جوړولو ته لاره پرانیزي او د سالمې ادارې او شفافه حکومتولۍ مخه نیسي د پورته ملي ګټو په ضد کار دئ او هیڅوک د هغو د غوښتنو حق نلري. که یې څوک غواړي نو باید د رد ځواب ورته ورکړل شي او دا باید د ملت له خوا د نه تیریدوټاکل شوې سرې کرښې په معنی وپیژنو او هیڅ ډول جوړجاړئ ورباندې ونشي. ترڅو ملت مو دیوې سیي، پاکې او موثرې ادارې د جوړولو لپاره یوباصلاحیته ولسمشر ولري اویوازې هغه باید ملت ځواب ورکوونکئ وی. دا دملت له خوا د نه تیریدو ټاکل شوې سره کرښه هم ده.

2 thoughts on “د ملت له ټاکل شوې سرې کرښې مه تیریږئ/ محمد عارف رسولي”
  1. ملی حکومت يعنی دملی کدرونو او متخصيصينواووطن ته وفادارو حکومت، نه دغلو ،رشوت خورو، ملی خاينينو اوظالمانو حکومت.اکبری

  2. د هیواد په ودانولو کی باید له ټولو ملی کدرونو نه که هغه دهیواد په داخل کی دی او یا له هیواده د باندی وی ، ګټه واخیستل شی. د هیواد د مشرتابه لپاره یو باصلاحیته او با مسوولیته ولسمشر باید ولرو او د هغه صلاحیتونه او واک باید ونه ویشل شی. د افغانستان ملت باید پوه شی چی د چا امر ومنی او د دندی یا د مسولیت په پای کی پوه شی چی ټولنی ته یی څومره خدمت کړی او د بل ځل لپاره چاته رایه ورکړی.
    که صلاحیتونه وویشل شی او هرکار په ګذاری سره وشی نو د کرزی فاسده اداره به تری جوړه شی چی زمونږ د معاصر تاریخ تر ټولو بدنامه او فاسده واکمنی وه. ممکن ښاغلی حامدکرزی د هیواد د مشرتابه لپاره وړ شخصیت و خو د ده د واک د ویش له امله هغه کارونه وشول چی نن زمونږ هیوادوال یی پریادولو شرمیږی.
    بل داچی هرهغه څوک چی په دولتی ندی کی برخه اخلی او له دولت نه معاش اخلی هغه ته نور د اپوزیسیون ویل غلط کار دی. هغه به د ملی وحدت د حکومت جزوی او اساسی قانون او نور ټول مدنی او اجراییوی قوانین به سل په سلو کی منی. دا څنګه کیدای شی چی یو څوک د وزیر ، سفیر، رییس یا مدیر وی خو د خلکو کار د نه حل کوی او دعوه به کوی چی زه خو اپوزیسیون یم او یواځی د خپلو ملګرو کارونو ته ناست یم نه دملت د مشکلاتو حل کولوته. اپوزیسیون به هغه ډلی یا ګروپونه وی چی له برحاله واکمنی سره مخالفت ولری .
    ښه به داوی چی زمونږ راتلونکی مشران د ملی وحدت تر شعار لاندی په ګډه یو منشور یا د خپل کاری پلان یوه مسوده جوړه کړی او هغه د افغانستان ولسی جرګی یا پارلمان ته د خپل کار په لومړی ورځ وړاندی کړی چی دوی به په راتلونکو پنځو کلونو کی کوم کارونه کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *