د افغانستان مظلوم او مېړني ولس د هر یرغلګر په وړاندې يې سترې قربانۍ ورکړې دي، او د خپل ننګ، ناموس او ټولو عنعناتو څخه یې په ډېره مېړانه ساتنه کړې ده، اما له بده مرغه دغه ملت د تاریخ په اوږدو کې ناوړه او دروغجنو اشخاصو ددې مېړني ملت په سرنوشت باندې لوبې کړې دي.

ګرانو هیوادوالو؛

لکه څرنګه چې تاسې ته بهتره معلومه ده، په تیرو ولسمشریزو ټولټاکنو کې د افغانستان ویاړلي ولس په میړانې سره ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ارګ ته د ننه او د افغانستان د راتلونکي لپاره يې د منتخب ولسمشر په توګه ونوماوه. دا ځکه چې ولسمشر د ټاکنیزو کمپاينونو پر مهال ددې هېواد د راتلونکې لپاره د يوې منظمې برنامې درلودل عنوانول. او په دې نامه چې د ارګ دروازه به د افغانستان د مېړني ولس پر مخ خلاصه وي، د رشوت مخه به نیسي، اختلاص به له کنځه وړي، نوې او پاکې څېرې به د لیاقت په اساس په نوی حکومت کې په دنده ګماري، د افغانستان روڼ اندو ته به د کار زمينه برابروي، کار به اهل د کار ته سپاري، سوله به په ټول هېواد کې تامینوي او تر هر څه مهم حق به حقدار ته سپارل کېږي. چې د افغانستان مېړني ولس ته تر دې څخه لوی زیری بل نه ؤ، او هیوادوالو په ډېرې لېوالتیا سره د داکتر صاحب محمد اشرف غني ته کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د ملي پاڅون ګوند چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۱۴نور ټولنيز سازمانونه، علما، روحانیون او د لرې پرتو سیمو قومي مشران له ځانه سره لري، د ولسمشرۍ په تاکنیزو کمپاینونو کې يې د ډاکټر صاحب محمد اشرف غني له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړ. ستړې يې و زغملې، خپل خوږ ژوند يې د مرګ له خطر سره مخامخ کړ، او دا هېلې او آرمانونه يې په حقیقت بدل کړ، چې د ډاکټر صاحب اشرف غني ټېم په ولسمشریزو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، او دا ځکه چې د ډاکټر صاحب محمد اشرف غني په پروګرامونو کې د ولس غږ انعکاس پيدا کاوه او د مظلوم چېغه اورېدل کېده.

اما کله چې ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ولسمشر شو، نو په دې سره د هیواد والو دنده سرته ورسیده، ولس خپله وجیبه ترسره او د نوي ولسمشر په توګه يې ډاکټر محمد اشرف غني د خپلې رايې په اساس ارګ ته دننه کړ.

په پايله کې چې ټاکنې پای ته ورسیدې او له ټولو امنيتي تهدودنو سره، سره ولس خپلې د رايې ورکولو په موخه د رايې ورکولو مرکزونو ته راووتل، او خپل ملي رسالت يې سرته ورساوه. ولسمشر غني له همدې ملت سره خپلې اړيکي پرېښودې، یوازې څو تنه چې د ولسمشر شخصي اندیوالان ؤ، هغوي ارګ ته ورسره ننوتل او هغه څوک چې يې په زړه برابر وه، د واک په څوکۍ کيناستل او ولسمشر يې محاصره کړ.

نن چې ولسمشر غني د ارګ واکمن دی، او دده سياسي ملاتړ کوونکي له ده سره د لیدو او تیرو شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه د لیدو تکل کوي، نو هماغه د څلور خواوو ملګري يې وايي چې ولسمشر مصروف دی، ولسمشر په غصه دی، نه غواړي څوک وويني، ولسمشر نور او نور پروګرامونه لري، د لیدو زمينه نه برابرېږي.

ولسمشر د ټاکنیزو کمپاينونو پر مهال يو شعار درلود، چې (هېڅ افغان له بل افغان نه کم نه دی او هېڅ افغان له بل افغان نه زیات نه دی) نن ولسمشر د ولس دا هېله ناهيلۍ ته رسولې، نابرابرۍ نور هم اوج اخيستی، ځينې سیاسي احزاب له وړتیا زیاته ونډه او ځېنې نور يې سخت له ځانه نا راضه کړي دي.

په نتیجه کې د افغانستان د ملي پاڅون ګوند او ورسره مله ۱۴نور ټولنيز سازمانونه، مدني فعالین، دیني علماء کرامو د نورو په استازیتوب او د افغانستان مېړنی ولس د خپلو رایو پوښتنه کوي او ولسمشر به د هغوي په رایه د منتخب ولسمشر په توګه د هغوي د رايو بدیل ځواب وايې.

په افغانستان کې د ډېموکراسۍ په رڼا کې سیاسي احزاب فعالیت کوي او نن هغه وخت هم نه دی چې خلک بې ګناه به صحرايي محکمه کېدل. نن په افغانستان کې همدې ډېموکراسۍ تاسې جلالتمآب په افغانستان کې ولسمشرۍ ته رسولي یاست.

تاسې له سیاسي ګوندونو سره د ملاتړ په بدیل تړونونه لاسلیک کړي دي. چې په دې ډله احزابو کې د افغانستان د ملي پاڅون ګوند هم شامل دی. کوم چې نن سبا تاسې له پامه غورځولی او په میاشتو، میاشتو ستاسو عالي جناب د لیدو ویاړ نه شي پيدا کوای.

موږ په ډېر درنښت سره خپله هيله بیا ځل تکراروو، چې د ژمنې سره سم د ارګ دروازې د ملت پر مخ خلاصې پرېږده؛ کنه امکان لري د ولس صبر پای ته ورسيږي او د ارګ مخې ته به پاڅون و کړي او په سولیز ډول خپل لاریونونه پيل کړي. او دا به هغه وخت وي چې موږ به هم خپل ولس ته د ویلو لپاره څه و نه لرو.

د ملت زور د خدای زور دی، ملت نه مخ مه اړوه. دا ملت فقیر دی، ولې حقیر نه دی. دا مېړنی ملت دی، چا چې ددې ملت په حق کې ظلم کړی دی، هغوي په حقیقت کې له خپل ځان سره ظلم کړی دی.

د سرلوړي، آباد او هوسا افغانستان په هيله

دکتور حمید الکوزی

د افغانستان د ملي پاڅون ګوند امیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *