(دوی زمونږ د وطن بچیان دي ، زمونږ وروڼه دي خو غولېدلي دي ، که پاکستان غولولي یا ایران هرچا چې تېرویستي خو تېروتي دي ولې زمونږ وروڼه دي او همیش برای شان ګفتیم که بیا همین وطن خود را خراب نکو ، انتحار نکو ملت هم میبخشند ترا از کوه پایین شو ) .

دا د ولسمشر د خبرو یوه برخه ده چې هره وینا کې به یې طالب نه غوښتل چې راځه د دې وطن په پراخه غېږ کې دنورو عامو وګړو په څېر واوسېږه ، ټاکنو کې نوماند شه ویې ګټه او تمدني ژوند وکړه .

مونږ هم د سولې سوالي کچکول پورته کړ ، سیمه په سیمه ، هېواد په هېواد آن په اسلام برباد او اسلامي هېوادونو وګرځېدو که خدای یې وسیله کړي او په دې ډول مومروره سوله مېلمنه شي.

دسولې عالي شورا مو جوړه کړه ، غړو ته مو ډالري معاشونه وټاکل خو بیا یې هم د سولې څرک دې جګړې ځپلې هېواد ته رانه ووړ نور نو ولس هم ناهیلی شوی شخصیتونه ، پوی کسان ، او هغه څوک چې یوه لار پېژني ددې وطن نه په منډه دي ، په کډوالۍ کې لا هم په اول نمبر یو ، چې په بحر کې بېړۍ غرقېږي نو د ایرانۍ ، عراقۍ او یو بل هېواد دیوې یوې مور سره زما دوطن څو څو میندې بورې شوې وي .

دا ځکه چې هغوی ددې هېواد راتلونکې په جګړه کې ګوري او فکر کوي نه وي چې سبا حالت نور هم ترېنګلی شي او په ټوک ډوډۍ پسې بیا ړانده شو ، نو غوره ګڼي چې په یوه لار ولو که ډېر ګړنګونه لري ځان دیوه نوي او سوله ییز ژوند په تمه پرمختللیو هېوادونو ته وباسي . دا ځکه چې په خپله سیمه کې په امن ندی ، غل یې هم دطالب په نامه تښتوي او طالب خو هسې هم چاړه تېره ساتلې .

خو نن سبا یو شور ګډ دی او اورېدل کېږي چې دسولې تابیا نېول شوې ده ، طالبانو په قطر کې سیاسي دفتر پرانست او امریکې هم خبرو ته تیاری ښودلی ، ډېر ژر به سره جرګه شي ، دوطن دیو بچي په توګه سوله کې یو ګام پرمختګ هم ددې ولس او هېواد په خیر ګڼم ، که مونږ په دې تېرو څو کلونو کې لږ لږ پرمختګ هم کړی وای اوس به زمونږ سیمې داسې خپسې نه وې نېولې داسې بې شوره به نه وې ، داچې طالب امریکایی تولید دی که پاکستانی دا خبره به راتلونکې ته پرېږدو بحث به په دې وکړو چې دا دسولې له هڅو سره د شورای نظار او دې نورو ولې ورانه ده ؟

دوی آخر دې ملک کې څه غواړي؟
هېواد کوم خواته بوتلل غواړي ؟
اوغرونو ته ولې پورته کېږي ؟

لومړی خو داچې نظاریانو دیوه ډېر پراخ پلان له مخې کار پیل کړی ، هغه څه چې ددې وطن او ملت په خیر وي خوکه ددوی شخصي ګټه پکې نه وي د رد لپاره به یې سل دلیلونه راوباسي ، خو که یوشي کې ددوی شخصي ګټه وه ولو که ټول ملت یې ردوي خو لکه ملایان دوی به حاشیو نه دلیلونه ورته راکاږي او په خلکو به یې په یو ډول نه په یو ډول تحمیلوي .
کله چې دوی په سیاسي بحثونو کې ناست وي نو همغه یوه خبره به په بېل بېل قالب کې بیانوي ، نچوړ به یې یو وي خو هغه د ویلو طرز به یې لږ توپیر سره کوي ، آن که لکه هغه ورځ چې فهیم لالا وویل چې غرونو ته روان دي نو دوستم او عطا یې همدا کار ته مخه کړې خپلو پلویانو ته وسلې ویشي او همدغه خبره په یو بل انداز کې کوي ، چې افغانستان دتزلزل خواته راون دی ، آن که دوی اساسي قانون که هم درته تفسیر کوي نو په یو ډول به یې کوي چې ددوی ګټې پکې خوندي وي.

اوس چې دسولې خبرې تودې شوي نو ښکاره ده چې ددوی ګټه خو په جګړه او بحراني حالت کې ده ځکه یې د پښو تانګې سستې شوي په هر تلوېزیون او انټرنټ پاڼه کې دروغې جوړې په ضد خپل پوچ نظرونه بیانوي او هڅه کوي ، چې ولس په یو ډول د ذهني بېلارۍ لوري ته بوځي .

امرالله صالح د یوه خصوصي تلوېزیون سره دنظار شورا په استازيتوب په مرکه کې وویل چې : ولسمشر ولې طالب خپل ورور ګڼي ، او که دا دجوړ جاړي هڅې داسې دوام وکړي نو افغانستان به د ټیکاو پرځای د تزلزل او ماتې خواته لاړ شي ، خی نو چې نه سوله غواړئ ، نه هم خبرې اترې او جرګې منئ ، نو تاسې دافغانستان دمعضلې دحل لپاره کومه لاره چاره وړاندیزکوئ ؟.
دولس په مرۍ هم داسې خپسه ناسته ده چې هېڅ غږ وېستلو ته یې نه پرېږدي او که دا ولس د سولې په ارزښت نه پوهېږي ، ځکه دوی کله هم دې جلادانو ته ونه ویل چې نور بس دی ، زمونږ په برخلیک لوبې مه کوئ ، مونږ سوله غواړو او غواړو چې د عادي انسانانو په څېر بې دترهې او ویرې په آرامه فضا کې ژوند وکړو.

دې ملامت او بې څوکه ولس ونه ویل چې نور بس دی زمونږ وینه مه تویوئ ، مونږ غواړو ژوند وکړو او ترژونده هېڅ شی راته ډېر ارزښت نلري ، دانسان وینه قیمتي وګڼئ او نور دمرګ بلا په دې خاوره کې بچیو زېږولو ته مه پرېږدئ.
نو چې زما ملت داسې نه وايي په سرنوشت به یې لوبې هم کېږي ، وژل کېږي به هم ، یتیم به هم وي ، میرات به هم وي او همداسې د ملامتۍ ژوند به تېروي
هره ساه چې په توبهو اسفغار وړی
دا ملت آخر د چا دګناه بار وړي
[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *