د روسیې په پلازمینه ماسکو کې د بې سرنوشتۍ او بې اسنادۍ په یو عجیب چاپیریال کې یو ځل داسې هم وشول چې د ماسکو ښار په زړه کې، د افغانانو په تجارتي مرکز «سیواستوپل» کې، له نن نه نولس کاله پخوا د ۱۹۹۷ ام کال په اکتوبر میاشت کې د یو شمیر افغانانو له خوا د ملنګ جان د څلویښتم تلن له پاره هلې ځلې پیل شوې، مقالې او شعرونه برابر کړای شول او د ۱۹۹۷ کال په نومبر میاشت کې محفل جوړ او په ډیر درناوي سره د امین ملنګ د څلویښتم تلین یاد تازه کړای شو.
ما (آصف بهاند) د امین ملنګ د څلویښتم تلین له پاره د «دا غم دې تل په ما وي» تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله چې د تلین په محفل کې ولوستل شوه او په هماغه وخت کې له ماسکو نه په خپریدونکې ادبي فرهنګي مجله «لیمه» کې خپره شوه. دا یې بشپړه پته ده:
«لیمه، په ماسکو کې خپره شوې درې میاشتنۍ ادبي ــ فرهنګي خپرونه، پر له پسې پنځمه ګڼه، د ۱۳۷۶ کال قوس، د ۱۹۹۷ کال دسمبر، ۲۸ ــ ۲۹ مخونه.»
اوس چې د ۲۰۱۶ ام کال د اکتوبر میاشت وروستۍ ورځې دي او د امین ملنګ د نهه پنځوسم تلین له پاره ځینې قلموال او مینه وال مقالې او شعرونه خپروي، ما هم لازمه وګڼله چې په د ملنګ جان د ملي شخصیت د درناوي په پار، خپله یاده مقاله په بریښنايي رسنیو کې له درنو لوستونکو سره شریکه کړم:
«دا غم دې تل په ما وي…»
د څلویښتم ځل له پاره بیا هغه ورځ راغله، چې د پښتو شعر له بڼ نه د فلک خوني منګلولو، یو ګل شکولی و. نن هغه ورځ ده چې څلویښت کاله پخوا زموږ فرهنګیانو، زموږ په آبادو کوڅو کې د پښتو شعر د ملنګ جنازه پر اوږو وړله او نن په هماغې نیټې د پښتو شعر او ادب نور ملنګان، په ورانو کوڅو کې د هماغه ملنګ قدمونه پیدا کوي او پل ور باندې ږدي او همغه ترخه، د حقیقت د موندلو له پاره غوړپ کوي.
د مرګ استازی له یوې خوا موږ سره دښمني کوي او هره شیبه یو ګل را نه رژوي، له بلې خوا یې داسې کلکه خپلوي را سره نښلولې ده، چې دا ډیره موده کیږي زموږ په انګړ کې، زموږ په کوڅه او زموږ په بڼ کې، له خپلې ناولې څیرې سره ولاړ دی او زموږ د فرهنګ بوټی له سټې وباسي او خپله تنده زموږ د هیوادوالو په وینه ماتوي.
لا څلویښت کاله مخکې، د مرګ همدې نا بلل شوي استازي، زموږ د شعر بڼ بې باغوانه او زموږ د شعر کوڅې یې بې ملنګه کړې، د همدې له امله خو زموږ ویجاړې کوڅې، بې ملنګه ښې نه ایسیدې؛ چې د ملنګ جان خوږو نغمو زموږ د فرهنګ په کوڅو کې د شعر نور ملنګان و روزل. د ملنګ جان شعر دومره ملنګ و، چې په هره کوڅه کې یې د پل ایښودلو ځای و موند؛ خو د افغانستان په موسیقي کې یې ځان ته تر ټولو ښکل تخت جوړ کړ. په افغانستان کې به داسې لږ سندرغاړی وي، چې د ملنګ جان شعر یې نه وي زمزمه کړی، داسې لږ سندرغاړی به وي چې یو وار یې نه وي زمزمه کړي چې:
دا زموږ زیبا وطن دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی دا افغانستان دی
ژوندون د ملنګ جان دی
دا افغانستان دی
د شاعرانو درک او پیژندنه معمولاً د ټولنې په لوستي قشر کې کیږي، خو د ملنګ جان او د ده له شعرونو سره دومره چې زموږ د ټولنې لوستی قشر بلدیت لري، له هغه نه یې زیات نا لوستي او عام خلک ښه پیژني او مینه ور سره کوي.
که د بهايي جان شعر ته د لوګري موسیقي سر تاج و وایو، نو ښايي چې د ملنګ جان شعرونه د ټول افغانستان د ملي موسیقۍ او په ځانګړي ډول د مشرقي موسیقۍ سرتاج وي. د ملنګ جان لږ داسې شعرونه به وي چې د موسیقۍ په قالب کې نه وي راغلي. د ده ملنګ شعر و چې ډیر سندرغاړي یې د شهرت لوړو پلازونو باندې کینول او هغو ملنګو سندر غاړو، له همدې شعر سره ځانونه داسې ملنګان کړي وو، چې باجه په غاړه په سپیرو ډاګونو یا لوڅو پوزیانو باندې ولاړ او د سپوږمۍ د پروجکتور تر رڼا لاندې یې د خلکو غوږونو ته د ملنګ خوږ کلام رساوه. لکه استاد اولمیر، استاد منور، استاد غیاث، طلا محمد، نعمت الله او نور.
له ملنګ جان سره د شعر آلهې داسې ملګرتیا نښلولې وه، چې یوه شیبه به نه ور نه لرې کیده، دی به یې هره شیبه تخناوه او داسې یې ملنګ کړی و، چې ټول عمر یې دلبر، دلبر ویل:
ای عشـقــه نـــا مــراده، تـا څــه پـه غـمو ســر کــړم
عـالـم زیست او روزګـار کـا، زه تـل خون جګر کړم
څوک زُهد او زاهدي کا، څوک مال او عزت غواړي
د عشق چـلـه خــانــه کـې، زه نــاست دلبر، دلبر کړم
ملنګ جان د خپلو شعرونو له لارې، خپل ژوند د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند او فرهنګ سره غوټه کړی و. د ملنګ جان د ژوند او آثارو په باب ډیر څه باید و ویل شي، خو…
سره له دې چې د ملنګ جان شعرونه زموږ د هرې حجرې لومړی کلام او لومړۍ خبره ده، خو اوس چې د جګړې تورو او اوسپنیزو بوټانو، زموږ د شاعرانو او سازیانو پر ستونو او ژبو باندې درانه پلونه ایښي دي او د سندرغاړو پر خولو او حنجرو باندې د چوپتیا تور مُهرونه لګول شوي دي؛ د هغې ورځې په هیله یو چې د ملنګ جان ټول لارویان، سر را پورته کړي.
او دا دی د ملنګ جان د لمریز ژوند یو لمر څرک:
ــ دی د پښتو شعر د کوڅو پښې لوڅی ملنګ و،
ــ دی د آزادۍ د ښایسته بڼ سر سپارلی بورا و،
ــ دی په رښتیا ویلو کې په رښتیا سره امین و،
ــ دی د پښتو د اوسني شعر د شعار تر ټولو قوي نماینده دی، چې خپل دغه شعارونه کله، کله د شعریت له پولو هم ور اړوي او دغه شعري شعارونه داسې لګیدلي دي، لکه د کاري تورې ګوزار،
ــ د ده د زړه ګل د آزادۍ په شمال ښوریده،
ــ دی د آزاد وطن د پښتني غیږې خوشال ماشوم و،
ــ ده موږ ته د غم دولت را ډالۍ کړی دی،
ــ ده د ټولو افغانانو په زړونو کې پټ شاعرانه او عاشقانه لیکونه لیکلي دي،
ــ دی د هر لوستونکي په زړه کې د مینې زړی کري،
ــ د ده په زړه کې په زرګونو نور شعرونه او نورې ترانې پاتې شوې،
ــ له ده سره زمانې هغه وکړل، چې د ویلو وړ نه دي،
ــ دی خو ځکه ملامت و، چې شاعر و،
ــ د ده د بخت د ناوې پښې په نکریزو وې، ځکه ور ته راتلای نه شوه،
ــ د ده زړه د شعرونو زیارت و، ځکه خو اوس ډیر زیارت کونکي ور روان دي،
ــ ده د شعر آلهه لیدلې وه، ځکه خو یې هر څه هیر وو،
ــ ده به چې په خاورو کې هم ګوتې وهلې، شعر به ور نه جوړیده،
ــ دی د اوسني پښتو شعر د ګلانو د مخ پرخه ده،
ــ د ده اورمیږ د غالامۍ جغ، ټیټ نه شو کړای،
ــ د ملنګ جان د ژوند د قاموس تر ټولو ښکلی او با مانا لغت استقلال و،
… ځکه خو د هیرولو نه دی؛
خو زمانې را نه ورژاوه
«چا وې چې د مینې ګل رژیږي نه
داسـې ګــل هډو، زمـا یادیـږي نـه»