راپور: مجید ژړاند-
 روان کال  غبرګولي د میاشتې په  پنځلسمه نېټه د ملنګ شاعر او ځيرک ليکوال اسماعيل لاروي په وياړ د غزل شپه جوړه شوه، چې په لسګونو شاعرانو، ليکوالانو  تر سهاره شپه روڼه کړه.
 د کليوال ملګري ټولنې په استازيتوب د پيل خبرې  انجنير شهزاده عصيم وکړلې، هغه ټولو فرهنګيانو، اعرانو او د غزل مينه والو ته ښه راغلاست ووايه.
انجنير شهزاده عصيم په خپلو خبرو کې وويل  دا لومړی ځل دی، چې په غزني کې فرهنګي ملګري راټوليږي او د يوه  مستعد شاعر او ليکوال په درنښت د غزل شپه جوړوي، له ډېر وخت راهيسې مو دا هيلې درلودې، چې کله به په غزني ښارکې د شعر او ادب مينه وال راټول او د غزل په پسته ژبه خلک  امن اوسولې ته راوبولي.
  د پکتيا د فرهنګيانو په استازيتوب داود تپان دريځ ته وبلل شو، هغه د خپلو خبرو په  دوام د کليوال ملګري ټولنې نه مننه وکړه، چې د ملنګ شاعر او ځيرک ليکوال په درنښت يې د غزل شپه جوړه کړې ده.
د تپان په خبره اسماعيل لاروی د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد دی،  د پوهنتون په يو کلنه تنخوا يې ياد پوهنځي لپاره لابراتوار فعاله کړی دی، نو داسې  خواخوږو او مينه ناکو فرهنګيانو په ياد غونډې او غزل شپې جوړول اړين دي.
اسماعيل لاروی ښه شاعر دی، په ملګرتيا کې ساری نه لري، خو څوک چې د لاس پر ځای لستوڼی ورکوي، نو له داسې ملګرو سره  ملګرتيا پرې کوي او خپله لاره ترې بيلوي.
مشاعره پيل شوه، چې په پيل کې د پکتيا ولايت څخه راغلي شاعرمراد خپل غزل د رباب له ترنګ سره تر اورېدونکو ورساوه.
ورپسې د طنز په ژبه شعر عبدالهاشم ناصري وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه  کړل،  بشير باران  خپل ښکلی غزل  وړاندې کړل او د لوستونکو توجه يې جلب کړه.
غلام رحمن همدرد خپل غزل او نظم  پر اورېدونکو ولوراوه، د ستړيا د لرې کولو لپاره رحمت الله مبين د خپل کلي کیسې  د غزل پر ژبه او ښکلي ترنم سره د غونډې له برخه والو سره شريکې کړلې.
 محمد یاسين ياسين هم  د غزل په  ژبه خپل احساسات څرګند کړل، عبدالسلام افغان  خپل غزل وړاندې کړل، شير محمد مهد هم خپل ښکلی غزل  مينه والو ته وړاندې کړل.
نبي الله امېل هم  ځينې غزلې  په خپل ښکلي ترنم کې وویلې، چې د  اورېدونکو له لوري يې تود هرکلی وشو.
عصمت الله سلام  خپل راوړی نظم د مشاعرې له ګدونوالو سره شريک کړل.  صديق ذهن غزل تر ګډونوالو ورساوه، اکبر راحل، نقيب الله يون، مصطفی صفا، حبیب الرحمن تاثير  او يو شمېر نورو شاعرانو خپلو شعرونو کې د سولې او امن  هيلې درلودلې.
د شپې په وروستۍ برخه کې د غزل شپې شاه اسماعيل لاروی دريځ ته پورته شو، خپلې خبرې يې  د کليوال ملګري ټولنې نه په مننې سره لنډې کړې.
خپل زیات شمېر غزلې او نظمونه يې  د مشاعرې برخه والو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له خوا په احساسانو بدرګه شول.
د پای ويناوال عبدالباري نعيمي  وويل ډېر د خوښۍ ځای دی، چې  له ننګرهار، کابل، پکتيا او پکتيکا شاعران او ليکوالان غزني ته راغلي دي، د خپلې مينې احساسات د غزل پر ژبه څرګندوي، چې  همدازموږ ټولو فرهنګيانو لپاره ستره لاسته راوړنه ده.
هېره دې نه وي،   غزل شپه د افغانی سرې میاشتې  انګړ کې جوړه شوې وه، چې  دهر شاعر له غزل سره د ربابي نغمې هم د خلکو احساسات  او ولولې راپارولې. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *