زموږ په ټولنه کې د احساس او وطندوستۍ خبرې ډېرې کېږي خو داسې خلک به کم پيدا شي چې په رښتيني مانا د دې ټولنې پر وګړيو يې زړه ودردېږي.

  زموږ لويه ستونزه دا ده چې تر عمل مو شعارونه ډېر دي او شعارونه مو هم داسې وي چې له امکاناتو ډېر لوړ وي او له هېلو مو ډېر تفاوت لري، يا دا کار قصداً کوو ترڅو د ټولنې نور خلک پرې تېرباسو او يا راڅخه کېږي.

د لومړۍ خبرې په تايد سره الفت صيب وايي:

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ

واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

  وروستيو فاجعو، چې د هېواد په لر او بر کې خونړي بريدونه وشول، بې ګناه خلک پر وينو ولړل شو، پښتنو خوځښتونه پيل کړل، لکه چې وايي: «چې تنګ شي نو په جنګ شي» خو د پښتنو په تاريخ کې دا داسې زرين پاڅونونه دي چې دوی له تنګسيا په جنګ شوي نه دي بلکې د سولې لمن يې وغوړوله.

  د نورو سيمو ترڅنګ هلمند کې د وين لړلي بريد پر ځای چې د ماشومانو ژبې او زامې پکې وموندل شوې يو شمېر ځوانانو خېمه ووهله او پرلت يې وکړ، دوی ټولو ښکېلو غاړو ته د سولې وړانديز وکړ، په دې پرلت کې داسې ميندې هم وې چې څلور اولادونه يې په بريد کې قرباني شول خو د جګړې تودوونکو ته يې خپل خيرن ټيکری وغوړاوه او د سولې خيرات يې ترې وغوښت.

  د هلمند پرلت چې ورځ تر بلې پراخيږي، مهمه نقطه يې دا ده چې دوی په داسې ټکي راټول دي چې د ټول ولس غوښتنه ده. دا به په اوسني عصر کې چې د ځوانانو ترمنځ تفرقې ډېرې دي لومړی ځل وي چې په يوه ټغر راټوليږي او له دې پليتې جګړې اوښکې تويوي.

  پرلت کې د ځينو مېرمنو په اوښکو کې کتابونه کتابونه خبرې وې، د شونډو رپيدو يې بېواکه هغو ته د ښېرا کولو مانا لرله چې دا جګړه يې جوړه کړې ده؛ د دوی خيرنو ټيکرو ته په کتو سره د کلک زړي انسان په زړه کې لارې کېدې او بې اختياره يې د خولې د يه مورجانې وه مورجانې چغې ختلې.

  با احساسه ځوانانو وروسته له هغه د نه خوړلو اعتصاب وکړ چې د دوی غوښتنې ونه منل شوې، د ډېرو ځوانانو روغتيايي وضعيت خراب شو، خو هغوی لا هم مزې او چرچې کوي چې دا جګړه يې توده کړې ده.

  دا ځوانان هغه څه غواړي چې د دې هېواد هره مخالفه ډله، هر وګړی او هر سياستوال يې نارې وهي، پرلت کې ګډون کوونکي ځوانان وايي، وژل کېږو، که په بمبار وي، که په چاودنه وي، که په ټوپک وي او که له لوږې.

  دوی د هغو ميندو اوښکو مجبوره کړي دي چې اوس لا هم د هغو اولادونو لارې څاري چې په وروستي بريد کې يې ژبه او زامې وموندل شوې.

  که څوک په رښتيني ډول د ملي احساس ننداره کوي نو د هلمند پرلت کوونکو خېمې ته دې سر ورښکاره کړي. دا خېمه او د ځوانانو دا قرباني د هلمند په زرين پېر کې وليکل شي.

موږ به يا د نړۍ تر ټولو سخت زړي انسانان يو او يا به تر ټولو نرم زړي، خو د سولې لپاره د ځوانانو ځولۍ نيول او د بورو ميندو د خيرن ټکري پيڅکه د مرګ په بيه هم سوله غواړي.

ارواښاد ګران بابا وايي:

چا ګل نه ويني وڅښلې چا ګل ته وينې ورکړې

انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښايسته دی

په ټوله نړۍ کې د انساني ژوند په هېله!

بصيرالحق عادل

۱۳۹۷/۱/۱۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *