ټولو ته یاد ده چې د ولسمشرۍ لومړیو ټاکنو کې خلکو په خورا ولوله او تلوسه د ټاکنو کارتونه اخیستل، د رایو مرکزونو کې یې اوږده کتارونه لګولي ول، ویاړ یې کاوه چې د انتخاب او غوراوي حق یې موندلی، اراده او رایه یې د خلکو او هېواد برخلیک کې رول لرلی شي.

په هغو ټاکنو کې زموږ د سیمې او کلي ښځمنو له ویرې او ګواښ پرته رایې ورکړې، د رایو مرکزونو کې ښځینه کارکوونکې بوختې وې، یواځې زموږ سیمه او کلی نه ټول هېواد کې ښځمنو خپلې رایې وکارولې، مانا نارینه وو خپلې میرمنې، لوڼې او خویندې له کارت اخیستو او رایې ورکولو ونه ګرځولې او رایه یې د دوی حق باله.

اوس چې څوک هغه وخت یادوي، لکه خوب ګوري، د ښځمنو پرېږده د نارینه وو لپاره د کارت اخیستنې تصور هم سړي ته لړزوونکی ښکاري.

د ټاکنو کمېسیون هغو سیمو ته هم د انتخاباتي توکیو د وړلو خبره کوي چې د ولسوالۍ په نامه نیم کیلو متر مربع ساحې ته، نه پولیس ورتلی شي نه عسکر ـ انتخاباتي توکي پیریانو ورسول که شیشکو…؟

ډېری ولسوالۍ چې د رایو مرکزونه یې ورته پام کې نیولي ـ انتخاباتي مواد ښایي د هوا له لارې ورلېږدېدلي وي، چې د پوستو او پوځي قرارګاوو بڼه یې خپله کړې، ولسي وګړي څرنګه کولای شي پوستو او پوځي قرارګاوو ته د ننوتو مخه ومومي…؟

د ټاکنو کمېسیون د ګرځنده ټیمونو خبره تبلیغاتي او نمایشي هڅه کېدای شي، خو عملي هغه نشي بلل کېدای. کله چې څوک د کارت اخیستو مخه ونشي لیدای، ګرځنده ټیمونه به څرنګه وکړای شي، د هغو سیمو کلیو، کورونو ته لاره ومومي ـ چېرې چې چورلکې په ګرانه کوزېدای شي، سیار ټیمونه تللی شي…؟

زما موخه د ټاکنو کمېسیون او امنیتي ارګانو ننګول یا درواغو سپینول نه دي، بلکې ددې خبرې روڼاوی دی، چې زموږ خلکو همېشه د ولسواکۍ هرکلی کړی، له استبداد سره یې کور او کلی نه دی شوی خو ولسواکي ورسره رښتینې نه ده چلېدلې، قلابي دموکراسي او د ولسواکۍ په نامه یې ګډوډي، درغلي او شخصي حکومتونه غاړې ته لوېدلي دي.

دلته ده چې چېرته د طالبانو ډار او چېرې د خلکو نا باوري خلک له ټاکنو زړه توري کړي دي، د لومړنیو ټاکنو پرمهال چې چا په کومه مینه او تلوسه ټاکنو کې برخه اخیستې وه، هغوی اوس ټوپک اخیستی او پر ځان یې د طالب پوستکی غوړولی، ځکه خو زما په اند د امنیتي ګواښ په پرتله د ټاکنو په روڼوالي او د حکومت په رښتینتوب نا باوري خلک له ټاکنیز بهیر لیرې کړي دي ـ که نه هغو سیمو کې چې د طالب وېره او ګواښ نشته او ټاکنیز توکي او پرسونل په رښتیا هورې رسېدلي، مامورین پخپلو موبایلونو له چېنجو ماران جوړوي، چې ټاکنو کې همدغه ماران نېښونه باسي، چکونه لګوي.

تاسې ګورﺉ ایتلافونه او ډلبندیو څه محشر جوړ کړی، نه د اصولي سیاست درک شته او د اصولي دریځونو درواغ په درواغو ـ ولسمشر وایي، نا پېیلی دی، خو له عطا محمد نور سره د خپلې خوښې کاندید ملاتړ ته په چنو لګیا دی…

ډلبندۍ د سلو یو نیم سلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د ملتیا دعوا لري، خو د مانیفست او کاري پروګرام درک یې نه لګېږي، هر یو د معاملو لار څاري، پلور او پېرته ولاړ دي…

هغوی چې د مدني او بشري حقونو په شعارونو یې له خولې ځګونه بادېدل او د جنګسالارۍ، او جګړه مارۍ د غندنې په اکټ خولې، خولې ګرځېدل، د اصولي سیاست پر ادعا داسې ټینګې پښې کېښوې، چې د څو رایو په تمه یې تر ټولو ستر جنګسالار او جنایتکار ته لاس اوږد کړ، د جنګسالارانو د وفاداریو بدلولو وړتیا له چا پټه نه ده، چې په څومره اسانۍ او بې توپیرۍ خپل لوری بدلولی شي، ځکه خو د دوی په ژمنو باور نشي کېدای ـ د جنګسالارانو او سیاسي اماتورانو د یارۍ دغه نوې تجربه به ډېر ژر هر څه په ډاګه کړي.

د کاندیدانو او مرستیالانو له اعلان سره د نا باورۍ څپه نوره هم وغوړېده، چې د ارزښتونو د لیلام یوه بله رسوایي راپورته کړه، خلک ګوري چې جنګسالاران یې یو ځل بیا د برخلیک هایې جیک کولو ته درېدلي، ځکه خو د رښتیني بدلانه هیلې دغو ټاکنو پورې نشي تړلی.

ددې خبرې مانا دانشي کېدای چې موږ له ټاکنو مخ واړوو، موخه داده چې ټاکنیز بهیر خپل اصلي او دموکراتیک مسیر ته راګرځول شوی وای، چې خوراکي کابلبانک حقیقت کې د تېرو ټاکنو کمپاینونو کې له پیسو ښندلو ډوب او دیوالیه شو.

د دموکراسۍ لسیزه کې چې کومې پارلماني ټاکنې ترسره شوې هغو کې د درغلیو کچه بیخي ټیټه ګورو، کېدای شي په ځایي سطحه کومه پېښه رامنځته شوې وي، خو حکومت تر ډېره ټاکنو کې له لاسوهنې خپله لمن پاکه ساتلې وه، چې له امله یې پارلمان هم خپل وقار خوندي ساتي، وکیل چا نشوای پېرودلی، د وکیلانو د پلور او پېر بازار نه و لګېدلی، د باور رایه لکه متاع نه پلورل کېده…

داسې نه چې هغه وخت حکومتونه د باور له رایې نشوای بې برخې کېدای، خو دا په پیسو او معاملو نه، بلکې د حکومتونو د بریاوو، ناکامیو د ارزونې په مټ رامنځته کېدای شوای.

دا چې زموږ پارلماني ښاغلیو خپل وقار ونشوای ساتلی، په بېلابېلو سکنډلونو او دوسیو کې تورن او پړه وختل، یو لامل یې له همدغو درغلیو څخه ګڼلای شو، ځکه خو خلک د خپلو اسنادو د نه پېژندلو خبره کوي، چې د دوو دورو په تېرېدو یې تر اوسه نه دي لیدلي، نشي ورسره کتلی… چې نه وکیلان سیمې ته د تلو مخه ویني، نه یې کابل کې څوک پر دیدن تنده ماتولی شي، چې دوی پخپلو سوداګریو او سیاسي معاملو بوخت دي.

له خلکو سره د لیدو کتو وخت او سترګې نشي لرلی، ځکه خو د طالبانو او امنیتي ننګونو په پرتله پر ټاکنو د خلکو نا باوري ولس د کارتونو له اخیستو او ټاکنو کې له ګډون لیرې کړی دی.

ولسمشرۍ ته ۲۷ کاندیدانو هر یوه یې یو لک کارتونو په وړاندې کولو ۲۷ لکه کارتونه د ټاکنو کمېسیون ته سپارلي وو ـ د ۲۷ لکو کارتونو شمېرې او ګوتې یې لګولې دي، د نوې ټکنالوژۍ په مټ ګرانه نه ده چې کارتونه او د ګوتې نښې چېک کړای شي ـ که د کوم کاندید د کارتونو جعل ثابت او یوه تن څو ګوتې لګولې وي، نه دا چې ټاکنو کې باید له ګډون بې برخې کړای شي، بلکې د جعل او تزویر په جرم تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *