تاند – په امریکا کې د افغانستان د ملي اردو درې بې درکه شوي پوځیان د دوشنبې په ورځ د امریکا او کاناډا په پوله کې ونیول شول.
دوی له یو شمېر نورو افغان ځواکونو سره د روزنې لپاره امریکا ته لېږل شوي ول خو د ماساچوسیت ایالت امنیتي ځواکونو په داسي حال کې ونیول چې غوښتل یې کاناډا ته واوړي.
د ګڼو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ماساچوسیټ پولیسو وویل چې له درې واړو څخه د فدرالي چارواکو له لوري پوښتنې – ګروېږنې روانې دي.
د پولیسو یوه چارواکي دیوید پروکوپیو وویل چې دا درې افغان پوځیان له رینبوبرج (شنه زرغونه پله) څخه د اوښتو په مهال ونیول شول. دا پُل امریکا له نیاګارا اوبځړ سره نښلوي چې د نړۍ تر ټولو ستر ابشار یا اوبځړ دی.
په نیاګارا اوبځړ کې د امریکا د ګمرک او پوله ساتو ځواکونو چارواکو وویل چې افغان پوځیان ورسره په توقیف کې نه دي. کاناډايي سرحدي ځواکونو هم تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ښه راتلونکې او بهتره اقتصاد لپاره د درېمې نړۍ اکثره ځوانان هڅه کوي چې ځانونه لوېدیځو هیوادونو ته ورسوي ځکه چې په لوېدیځ کې د خلیج د عربي هیوادونو خلاف هم ورته د انسان په سترګه کتل کېږي او هم د لا ښه اقتصادي ژوند ترڅنګ په څو کلونو کې تابعیت اخیستلی شي او د دغو هیوادونو د عادي وګړو په شان له امتیازونو برخمن کېدای شي.
همدا علت دی چې د درېمې نړۍ اکثره لوېدیځ ضد سیاسي مشران هم په لوېدیځو هیوادونو کې پناه اخلي.
په افغانستان کې د خلق د دیموکراتیک رژیم اکثره مشران په لوېدیځو هیوادونو کې مهاجر دي.