تاند- په ننګرهار کې د ملي اردو دوه افسران د پاکستان آی ایس آی ته د جاسوسۍ په تور هر یو په ۲۰ کاله بند محکوم شول.
په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د دې قول اردو د دوهمې پلې لوا د درېم کنډک پخوانی قوماندان ډګروال شاه محمود او د دې کنډک د سقیله کنډک ټولی مشر تورن ندیرالله ته په یوه علني محاکمه کې سزا اعلان شوه.
که څه هم د محکومانو د جرم د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ویل شول خو کله چې د دوی مدافع وکیل ادعا وکړه چې له موکیلانو څخه یې په زور اعتراف اخیستل شوی، محکومانو د خپل مدافع وکیل د ادعا په اړه څه ونه ویل.
د دوی مدافع وکیل وویل چې د ملي امنیت ریاست ورڅخه په زوره اعتراف اخیستی دی، قاضي له تورنو وغوښتل چې د دې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند لري؟ هغوی چوپ پاتې شول.
قاضي وویل چې محکومان د استیناف غوښتنه کولی شي.
له دې جلا پرون په جلال اباد کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان د قتلونو، غلاوو او ځورونو په تور په ۶ کاله حبس محکوم شو. همداراز څو ورځې وړاندې د سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د یوه ټولي قوماندان د وسلو د غلا په تور په ۱۰ کاله تنفیذي حبس محکوم شو.
Thanks for sharing your thoughts on د ملي اردو دوه افسران پاکستان
ته د جاسوسۍ په جرم محکوم شول. Regards