په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د ملي اردو ۷۵۰ تنو پخوانیو افسرانو،بریدملانو او سرتېرو څخه ریزرف او اوپراتیفي کنډک جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې خپله دنده پیل کړه .
دغه مراسم په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې نن د مرغومې په ۱۶مه جوړه شوي وو،چې په کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او منسوبینو، د ننګرهار او لغمان ولایتونو والیانو،امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت منسوبینو، د یادو ولایتونو د ولایتي شورا،سولې ولایتي کمیټې او علماؤ شورا رئیسانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع وزارت د ریزرف قطعاتو مرستیال افضل امان وویل په یاد کنډک کې ۷۵۰ تنه هغه بریدملان، افسران او سرتېرې شتون لري،چې د ۳ څخه تر شپږ کلونو پورې یې د ملي اردو په لیکو کې دندې ترسره کړي دي .
نوموړی زیاته کړه، یاد کنډک کې جذب شوي کسان د لوی ننګرهار اوسیدونکي دي،چې په دندو ترسره کېدو کې پوره مهارت لري .
د ملی فاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د ننګرهار د ولسونو څخه مننه وکړه،چې خپل ځوانان یې یو ځل بیا د ملي اردو په لیکو کې دندو ترسره کولو ته چمتو کړل .
نوموړی زیاته کړه، وسله وال مخالفین هڅه کوي،چې د ملي یوالي حکومت کمزوری کړي،ترڅو په دغه هېواد کې د بیارغونې لویې پروژې پلي نشي خو ډاډ یې څرګند کړ،چې د ملي امنیتي قواو په شتون سره به هیڅکله هم دوی خپلو شومو کړنو ته ونه رسیږي .
هغه وایي دوی په حقیقت کې سوله غواړي خو مخالفین جګړه کوي او له همدې امله د دوی ځواکونه هم د دغه مخالفینو د ځپلو په موخه جګړې ته مخه کړې ده او داعش او وسله وال طالبان یې له ماتې سره مخامخ کړي دي .
غونډې ته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل زموږ سرتېرې تر هغې قربانیو ته چمتو دي،ترڅو په لوی ننګرهار کې خوندي امنیت رامنځته شي او په دغه برخه کې ډاډ ورکړ،چې دیني عالمان،قومي مشران او نور له دوی سره په بشپړ ډول همکاره دي .
هغه زیاته کړه، په نظام کې ستونزې شتون لري خو چارواکې د دغه ستونزو د حل کولو جدي هڅي کوي او په دغه برخه کې د ټولو په ځانګړي ډول د رسنیو څخه غوښتنه وکړه،چې همکاري وکړي .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ملي دفاع سرپرست وزیر څخه مننه وکړه، چې په لنډه موده کې یې لوی ننګرهار ته درې خله سفرونه ترسره کړل.
نوموړی زیاته کړه، د ننګرهار په ولسونو د مخالفینو له لورې بېلابېل ظلمونه ترسره شول او په ترڅ کې بې ګناه دیني عالمان،قومي مشران او ګڼ شمیر نور شهیدان او ټپیان کړل .
هغه زیاته کړه، خو د همدغه ننګرهار اوسیدونکو یو ځل بیا خپل اولادونه چمتو کړل،ترڅو د ملي اردو په لیکو کې ځآنونه جذب او د خپلې خاورې څخه په کلکه او مېړانه دفاع وکړي
د ننګرهار والي وویل له دغه سرتېرو سره د هغوی زرګونه کورنۍ هم د دوی ملاتړي دي او زیاته یې کړه، وسله وال مخالفین هڅه کوي، ترڅو د دوی په منځ کې بې اتفاقي رامنځته کړي خو د ملي اردو په لیکو کې د سلګونو کسانو په جذب سره یو ځل بیا دوی وښودله،چې هیڅوک نشي کولای دوی پخپل منځ کې بې اتفاقه کړي .
ښاغلي کندوزی د ملی دفاع وزرات له لورې د تېرو اونیو په ترڅ کې د ترسره شوو عملیاتو ستاینه وکړه او همدا راز یې زیاته کړه، د دغه عملیاتو په ترڅ کې سلګونه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .
ده د دغه کنډک په جوړېدو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه،چې دغه سرتېرې به وکولای شي، د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې وسله وال مخالفین په ښه توګه وځپي .
د یني عالم مولوی عبدالظاهر حقاني سرتېرو ته د وینا پر مهال وویل ستاسې ژوند او مرګ دواړه د افتخار دي،که په سنګرونو کې شهیدان شوی نو هم ستاسې او ستاسې د کورنیو لپاره د ویاړ ځای دی او که د جګړې په ډګر کې مو دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ،نو خپله ملي دنده به مو په ایماندارۍ سره ادا کړي وي .
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري د دغه غونډې په پای کې ټولو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې د سرتېرو روحیې لوړي دي او ډېر ژر به په لوی ننګرهار کې د مخالفینو ځالې لمنځه یوسي او دغه سیمه به په بشپړ ډول د دوی څخه پاکه کړي .
د دغه کنډک د منسوبینو په استازۍ بریدمل محمد سالم هم ژمنه وکړه،چې خپله دنده به په ایماندارۍ ترسره کړي او د پخوانیو ترسره شوو دندو تجربو څخه به په ګټې اخیستنې دښمن ته هر مهال ماتې ورکړي .
د یو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت له لورې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ۲۱ تنو لوړ پوړو منسوبینو ته د ملامشک عالم،ملالۍ،میربچه خان،میرمسجدي، ښه پوځي خدمت،دویمه درجه بریالي،میړانې په موخه او یو شمېر نورو نومونو مډالونه ورکړل شول .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر