تاند- افغان دفاعي ځواکونو په سعودي عربستان کې د عربي خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو په مانوره کې ګډون کړی دی.
سره له دې چې افغانستان د یمن لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف غړی نه دی، په دې مانوره کې د افغانستان ګډون له سعودي عربستان سره د افغانستان د اړیکو او همکاریو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو په سعودي عربستان کې د خلیج ډال په نوم په پوځي مانوره کې د عربي خلیج او څو نورو هیوادونو له پوځیانو سره ګډ تمرینونه وکړل.
دې وزارت د مانوره د نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په دې مانوره کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د چمتووالي پر زیاتوالي کار وشو.
له سعودي عربستان او د خلیج د سیمې له نورو عربي هیوادونو سره د افغانستان اړیکې په وروستیو کې پراخې شوي دي.
روانه میاشت د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او امریکا چارواکو په واشنګټن کې غونډه وکړه او ویې پتېیله چې څلور هیوادونه به په ګډه کار کوي چې وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي.