تاند- په کندهار کې چارواکي وايي چې د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه په دې ولایت کې لوېدلې ده.
د کندهار د والي ویندوی نن/دوشنبه/ وویل چې د ملي اردو دا هیلي کوپتر پرون /یکشنبه/ وغورځېده.
د کندهار د والي ویندوی او د دې ولایت نورو چارواکو د پېښې ځای ونه ښود خو ویې ویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
له بلې خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو سرچینې وايي چې د ملي اردو څرخکه د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې ده.
د دې قول اردو د سرچینو په وینا دا پېښه د کندهار په هوايي ډګر کې شوې او په نتیجه کې یې لږترلږه ۵ سرتېري ژوبل شوي دي.
په وروستي یو کال کې د افغانستان د ملي اردو د هیلي کوپترو د لوېدو پېښې زیاتې شوي دي.
د دفاع وزارت ځینې سرچینې وايي، د دې لپاره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې اوس ټول لوژیستیک او جنګي عملیات د افغان هوايي ځواک په غاړه دي.
په فراه کې د اکتوبر په ۳۱ نېټه د ملي اردو د یوې هیلي کوپتر د لوېدو په پېښه کې د ۲۷ تنو وژل شویو کسانو مړي روانه اوونۍ په اناردره ولسوالي کې د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې وموندل شول او خپلوانو ته وسپارل شول.