تاند- د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو نن وویل چې افغان پولیسو د ملي اردو یو جنرال د ۲۰ کیلو هیروینو د قاچاق په تور ونیوه.

سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات مخدر مواد تولیدوي خو په دغه هیواد کې د مخدرو موادو د قاچاق او تولید په تور ډېر لږ کسان نیول کېږي.

په بلخ ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب د مرکز مشر برید جنرال عبدالسمیع په داسي حال کې ونیول شو چې له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره په یوه پوځي پیک اپ موټر کې سپور و.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري خبریالانو ته وویل:«تاییدوم چې د ملي اردو په یوه قطعه کې د جلب و جذب ريیس په خپل موټر کې د مخدرو موادو د وړلو په مهال نیول شوی دی.»

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر مخنیوي په سلګونو ملیون ډالر لګولي خو نه یوازې په افغانستان کې د مخدرو موادو په تولید کې کموالی نه دی راغلی بلکې کال په کال زیات شوي دي.

One thought on “د ملي اردو یو جنرال له ۲۰ کیلو هیروینو سره ونیول شو”
  1. دتاند محترمی اداری
    دشهید نحیب الله په هکله تاسونه هیله کیږي چه ولیکی چه نجیب الله دپاکستاني سرحدی قواو لخوا په شهادت ورسید نه داچه ووژل
    سودا لوی قهرمان دی اوتاسو په ډیرو نابسندیده الفاذو لیکلی دی چه ووژل سو
    په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *