تاند- د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو یو قوماندان وايي، وسله وال طالبان د فراه او هرات ترمنځ د څرخکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي په پیسو خرڅوي.

قوماندان زکریا میرزازاده ادعا کوي چې طالبان هر جسد په ۵ لکه افغانۍ پلوري او تراوسه پورې یې د څو تنو مړي د همدومره پیسو په وړاندې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

پرون /یکشنبه/ وسله والو طالبانو وویل چې د ملي اردو د غورځېدلې څرخکې مړي له دوی سره دي او په هغه شرط یې حکومت ته سپاري چې حکومت د کندهار د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د قاتل مړی وروسپاري.

د هرات د والي ویندوی محمد ناصر مهري ویلي چې یو شمېر مړي موندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د مهري په وینا ۱۱ مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي او نور له طالبانو سره دي. ده ونه ویل چې یو شمېر مړي په څه ډول موندل شوي او ایا طالبانو د پیسو په بدل کې ورسپارلي؟

د ملي اردو قوماندان میرزازاده ادعا کوي چې طالبان د هر مړي په بدل کې ۵ لکه افغانۍ غواړي:«اوس باید د افغانستان خلک او دیني عالمان قضاوت وکړي چې ایا د انسان د جسد پلورل په دین کې روا دي؟»

ده همداراز وویل چې هیلي کوپتر په دې خاطر ولوېده چې تر اندازې زیاته بار شوې وه.

 د قوماندان میرزازاده په وینا پر دې سربېره چې په څرخکه کې ۲۷ تنه سپارل ول، د ملي اردو د ۵ شهیدانو مړي، د انتخاباتو رايې، ماشینونه او همداراز یو شمېر درانه وسایل وړل کېدل.

قوماندان میرزازاده وویل، هلې ځلې روانې دي چې مړي وموندل شي او له قومي مشرانو او سپینږیرو هم د منځګړتوب غوښتنه شوې ده.

پرون د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم په ولسی جرګه کې وویل څرخکه د تخنیکي ستونزې او زیات بار له کبله وغورځېده. په هغه سیمه کې چې دا الوتکه هلته ولوېده یو لړ عملیات وشول خو مړي ونه موندل شول، اوس استخباراتي برخه هڅه کوي چې د مړو موقعیت ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *