خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٥-١-٣٠

کندهار، افغانستان- دملي امنيت رياست دوسله والو ترهګرو هغه سيمه ييز قومندان نيولى چي دکندهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کي ترهګري فعاليتونه کول .

نيول سوى کس رحمت الله نوميږي چي دکندهار ولايت په ژړۍ ، ميوند او نورو ولسواليو کي د دولت ضد ترورستي او ترهګري فعاليتونه کول ، نيول سوى کس په يادو دوو ولسواليو کي دوسلواو مهماتو دوه ډيپوګان ځاى پر ځاى کړيوه چي موضوع دملي امنيت رياست تر اوپراتيفي کار لاندي وه ، او ترکشف او تثبيت وروسته ديو ځانګړي عمليات پرمهال په يادو ولسواليو کي د يادو پټنځايونو څخه ( ٥١) کړۍ دوسايطو ضد ماينونه،١٥٠ عدده دماين ريموټ کنټرولونه ،اووه کړى لاسي بمونه،درې پايې مخابرې ، يو ميل امريکايې توفنګچه،پنځه ويشت فېره دراکټ مرمۍ، يو ميل پيکا،يو ميل ار،بي، ټي ماشيندار او ٢٤٠ فيره دپيکا مرمۍ کشف او تر لاسه سوي .

نيول سوى ترهګر پر خپل ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *