تاند (کابل) – د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه محمد حسن حقیار نیولی دی.‌

د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو چې مرکز یې په پراګ ښار کې دی د ملي امنیت د ادارې د سرچینو له قوله په خپل وېب سایټ کې لیکلي چې ښاغلی حقیار د یادې ادارې له خوا نیول شوی دی.

د ملي امنیت سرچینو ویلي چې حقیار یې په خلکو کې د وېرې خپرولو او د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیولی دی.‌

محمد حسن حقیار چې اکثر په رسنیزو بحثونو کې برخه اخلي وروسته له هغه نیول شوی چې په یوه تلوېزیوني بحث کې یې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته د شهید خطاب کړی دی.

ویل کیږي چې،‌ تر دې مخکې لطیف پدرام غازي امان الله خان د رسنیو له لارې ښکنځلی، د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي افغانستان یو جعلي نوم ګڼلی او ویلي یې وو چې هرات د ایران یوه برخه دی، احمد بهزاد او یو شمېر نورو په بېلابېلو ډولونو د افغانستان حکومت ننګولی او هم وخت په وخت د شمال ټلوالې پاتې شوني له وسلو سره کابل ښار ته را وځي چې ښاریان وهي ټکوي او وېروونکې ډزې کوي خو حکومت یې کله هم په وړاندې داسې اقدام نه وو کړی.‌

6 thoughts on “د ملي امنیت ادارې د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار نیولی دی”
  1. دحقیار نیول په پښتون قام تېری دی او دا داسې تيری ده لکه په بغلان کې چې پښتانه وژني !!
    دبیان ازادي د انسان حق دی او سیاسي نظر یې هم حق دی !
    حقيار صيب نه چاته اصلحه ورکړې نه ځای او نه نوره مرسته خو له ستمیانو ډک فاسد رژيم پښتانه نه پرېږدي
    او په پلمو پلمو یې له منځه وړي !!

    رسنۍ او ټولې مېدياوې وظیفه لري چې د حقيار دازادي غوښتنه وکړي !!

    1. پتنګه ستا د ملا عمر ,,,,, کړم ته څنګه د حقیار پلوی کوی پوهیږم چې د پاکستان بړیڅی یی او هملته پیښور کې لکه خنځیر غټ شوی یی

  2. نه پوهیږم داڅه روان دی، ښاغلی اشرف غنی دیوی خوا دحکمتیار سره دسولی پروګرام روان کړیدی، او دبلی خوا طالیبانو ته دسولی وړاندیز کوی.
    مګر ملی امنیت په کابل ښار کی هغه څوک نیسی چه فقط په خوله یی دطالیب نوم یاد کړیدی.
    نو ددی څخه معلومیږی چه دملی یووالی حکومت سوله نه غواړی، باید په دغه اساس وخت کی داحتیاط څخه کار واخستل شی، یا داچه داموضوع تعثبی جنبه لری
    په هر صورت حکومت، ولسی جرګه او یا دمشرانو جرګه مکلف ده چه ددغی موضوع جدی څیړنه وکړی

  3. خبره د تبصری نه وتلی ده ټولو ته شه ثابته شوی ده که چیرته پشتون یو کم حرکت وکړی باید هم بندی شی او هم ووهل شی او که یو د بل قوم سړی د ټوپکو سره کابل ته راشی ډزی وکا خلک ووهی د هغوی حق دی نور به سه نه وایم زړه می ډیر درد کوی په حال د هغوی بی غیرته پشتنو چه په دی فاسد حکومت کی هم ځان ته یو څه وای الله مو تبا او برباد کره هر څه به قبول کړو خو بی غیرتی ډیره سخته ده

  4. Salamooona
    Dagha kar ham yawa dasisa da albatha de jasoosano la khwa tola wraz khalak aslihi taqseem kawe khalak wazhni na geraftar kegi aw mujazat kegi pa dasi hal ke che hagha de shahid kalima estemal kri de dagha yaw nazar de bayad mili amonyat daghasi newalo sakha dada wakri ter soo khpala arzasht de lasa war na kri manana de la barya pa hela.

  5. پاچا

    دشورای نظار د وطن پلورنکو ملی خاينانو لخوا يعنی ملی امنيت چی دپښتنو پر ضد د هری وسيلی څخه کار اخلی د وطنپرست حقيار نيول په اصطلاح د دموکراسۍ د نړيوال قانون سره په تناقض کی يو عمل ګڼل کيږی.زه د ټولو پښتنو ورونو څخه په کلکه غوښتنه او هيله کوم چی د شورای نظار د ملی امنيت د رياست مخی ته په مظاهرو لاس پوری کړی او تر هغه ورته دوام ورکړی چی تر څو وطنپرست حقيار يی ازاد کړی نه وی. پښتنو پاڅۍ او د خپلو ملی اتلانو په طرفدارۍ خپلو مبارزو ته دوام ورکړۍ، دا ښکاره خبره ده چی د پنجشير علاقه داری او د بغلان ولايت په ټولو پښتني ولايتونو پاچاهی کوی.هزارګان د خپلو ناروا حقونو لپاره د کابل ښار په يو زندان بدلولی شی خو پښتون بد بخته قوم د خپلو حقه حقوقو لپاره د خپلی عقيدی اظهار نه شی کولی. نه پوهيږم چی پښتانه ولی دومره بی غيرته او بی همته شول. سر د سبا څخه د وطنپرست حقيار د ازادی لپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړۍ.ژوندی دی وی حقيار صيب دا د ازادی او حق ويلو لارښود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *