تاند – د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ۵ تنه ترهګر ونیول.
په یوه خبرپاڼه کې چې ملي امنیت نن /دجنوري ۲۶مه/ خپره کړې، راغلي، «د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د ترهګرو طالبانو څلور غړي هر یو اکرام الله، رحمت الله، قاري محمود، سید محمدد او د اسماعیل په نامه د داعش ترهگرې ډلې یو غړی چې د جلال اباد په ښار او کوټ ولسوالۍ په اړوندو برخو کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو، ماین خښوونو او د مخورو کسانو په ترور بوخت وو نیولي دي.»
حکومتي سرچینې وایي چې دغو ترهګرو ته په پاکستان کې د تخریبي کارونو روزنه ورکول شوې ده.
ویل کیږي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو او حکومتونو پر ضد یاغیان او ترهګر تربیه کوي چې هغوی بیا په خپل وار سره په افغانستان کې ډول ډول تخریبي کارونه او وژنې ترسره کوي.