تاند- د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو نن ماخوستن د دولت د وسله والو مخالفانو یو لړ همږغې انتحاري حملې کشف او شنډې کړې.
د کابل پولیس وايي چې د دولت د مخالفانو د بریدونو پلان د ملي پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ناکام شو.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویندوی حشمت ستانکزي رسنیو ته وویل چې د انتحاریانو پر ضد عملیات د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې وشول. د ستانکزي په وینا د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته د انتحاري حملو ګڼ واسکټونه په لاس ورغلل او په دې تړاو ۱۷ تنه ونیول شول.
ده دا هم وویل چې د عملیاتو په لړ کې یوازې یو انتحاري ووژل شو خو افغان امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ستانګزي وویل چې لا هم په سیمه کې عملیات روان دي.
دا عملیات وروسته له دې کېږي چې نن سهار په کابل کې په یوه بمي حمله کې پنځو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بګرامي ولسوالۍ عملیات وروسته له دې وشول چې ملي امنیت استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې ګڼ شمېر طالب انتحاریان په کابل ښار کې د لویو انتحاري حملو لپاره تیاري نیسي.