همت یارجانزی: د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالی اړوند د سپیدارنري په سیمه کي نن د پنجشنبي په ورځ د سړک د غاړې بمي چاودنې یو پولیس، چي د ګیان ولسوالی اوسیدونکی وه، وواژه او د دې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر فضل او دهغه د مرستیال په ګډون یې دوه تنه پولیس ټپیان کړل.
د سروبي ولسوالۍ د جنايي پیښو په وړاندي د مبارزې آمر مسعود تاند ته وویل دغه چاودنه هغه وخته رامنځته شوه کله چي افغان ګډ ځواکونه له ګزمې وروسته د ولسوالی په لوري روان ول.
هغه تاند ته وویل چې ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او ملي امنیت ځواکونه د سروبي ولسوالی اړوند شهاب الدین کلي ته سهار د دریو بجو په شاوخوا کې د مشکوکو وسلوالو د نیولو په موخه تللي ول چي تر راګرځیدو وروسته ورته په یاده سیمه کي دغه پیښه رامنځته شوه.
د هغه په خبره په عملیاتو کي کوم څوک نه دي نیول شوي .
سرچینه زیاتوي ټپیان ددرملني په موخه ارګون ولسوالی او له هغه وروسته مرکز ښرني ته لیږدول شوي دي چي روغتیایي حالت یي د ډاډ وړ ښودل شوی ده.
تراوسه کومي ډلي په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.