تاند- راپورونه وايي چې یوه وسله وال نن هڅه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت پر رييس حمله وکړي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې په دې برید کې د ملي امنیت رييس ټپي شوی او حمله کوونکی د ملي امنیت د رييس د ساتونکو له لوري وژل شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي چې یوه تن غوښتل چې د ملي امنیت د رييس کور ته ننوځي مګر پولیسو وپېژانده او مخکې تر دې چې کور ته داخل شي، ویې ویشت. دا سرچینې د ملي امنیت د ريیس ټپي کېدا په کلکه ردوي.
ویل شوي چې د ملي امنیت ريیس نن له یو شمېر قومي مشرانو سره په خپل کور کې کتل، حمله کوونکي غوښتل چې د یوه قومي مشر په توګه کور ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو وپېژانده.
شاهدان وايي چې د ملي امنیت د کور په شاوخوا کې یې د ډزو ږغونه اورېدلي دي.
چارواکو او د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.
مسعود اندرابي د تېر میلادي کال په دسمبر کې د رحمت الله نبیل له استعفا وروسته د ملي امنیت رييس وټاکل شو.