تاند- د افغانستان د ملي امنیت د رييس په شمول د دفاع او کورنیو چارو وزیران نن /دوشنبه/ د ولسي جرګې له لوري له سلب اعتماد کېدو وژغورل شول.
د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزي ولسي جرګې ته وویل چې په دوو اوونیو کې به پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې عاملان معرفي کړي.
د افغانستان د امنیتي ادارو مشران د سردار داوود خان روغتون په ګډون د وروستیو خونړیو حملو په خاطر د ولسي جرګې له لوري د سوال او ځواب غونډې ته وربلل شوي ول.
ستانکزي وویل«دوې اوونۍ نورې پکار دی چې د حملې اصلي عاملان معرفي او عدالت ته راوکاږل شي.»
ده په عین حال کې وویل چې امنیتي ځواکونه د ورځې لږترلږه ۲۰ تروریستي حملې شنډوي خو یوه یا دوې حملې کېږي.
د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي وویل چې پر سردار داوودخان روغتون د حملې د عواملو په اړه زیات څه نه شي ویلی ځکه چې د دغه روغتون امنیت د ده مسوولیت نه و او نه په دې خاطر استعفا کوي.
ولسي جرګې دفاع وزیر حبیبي ته ۸۸، د کورنیو چارو وزیر جاهد ته ۷۵ او د ملي امنیت رييس ته ۶۶ منفي رایې ورکړې حال دا چې د سلب اعتماد کېدو لپاره ۱۱۸ رایو ته اړتیا وه.
وا یي پکه دا د بله سپکه ،دا پار لمان یو خاین او وطن پلورونکۍ پار لمان دۍ، خپل جیبو نه یې ډک کړل، البته هغه وکیلان چې په دې مردارو با زیو کې نه دي شریک د هغوي وقار او عزت خو ندي دۍ