تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو سختدریځو پر ضد یې ځانګړې ډله جوړه کړې ده.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا نوې ډله له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره د افغانستان د حکومت د ستراتیژۍ پر اساس جوړه شوې ده.

ملي امنیت په داسي وخت کې له داعشیانو سره د مقابلې لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې چې دې ډلې په ننګرهار کې یو شمېر کلیوالي سیمې له وسله والو طالبانو څخه نیولي او ورځ په ورځ د خپل حضور پراختیا ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت د ریاست په وینا د اسلامي دولت پر ضد په جوړه شوې ډله کې استخباراتي، شنونکې او تحلیلي څانګې او عملیاتي ډلګۍ شاملې دي.

افغان امنیتي ځواکونو نژدې دوې میاشتې پخوا د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د داعش مشر ملا عبدالروف خادم وواژه.

ښاغلی صدیقي وايي چې ملا عبدالروف خادم د همدې ځانګړې ډلې له لوري ووژل شو.

ده دا هم وویل چې دې ډلې دوې ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ بهرني ترهګر ووژل.

صدیقي داعش د افغانستان د امنیت لپاره خطرناک وباله، ویې ویل چې د ملي امنیت ریاست په ټول هیواد کې له دې ډلې سره مبارزه کوي.

ویل کېږي چې داعش ډله لا هم په افغانستان کې د یوه قوي مرکز د موندلو په لټه کې ده. په هغو سیمو کې چې داعش اوس فعالیت کوي، خلک وايي چې د دې ډلې غړي ډېرې پیسې لري او نوي وسلې په لاس کې لري.

په دې اړه نور ولولئ

داعش په افغانستان کې د پام وړ سیمې ونیولې

طالبانو داعش ته خبرداری ورکړ

وال ستریټ ژورنال: ایران طالبانو ته د داعش خلاف وسلې او پیسې ورکړي

طالبانو د داعش قومندان له ۴۵ غړیو سره ونیوه

داعشیانو د طالبانو سرونه پرې کړل

داعش په درو ولایتونو کې فعال دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *