پر رباني مېلمستون برید شوی

تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /شنبه/ یو مشکوک انتحاري، مخکې تر دې وواژه چې حمله وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې منسوبینو یې دغه انتحاري له پېژندلو او تعقیبولو وروسته د پلازمېنې په یوولسمه حوزه کې وویشت.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوی ترهګر د حقاني شبکې غړی و، انتحاري واسکټ او چاودېدونکي مواد ورسره موندل شوي او نوم یې عباس و.

د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې دغه انتحاري غوښتل چې د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې ځان والوزوي خو د ملي امنیت د ځواکونو په وخت اقدام ښار له یوې خونړۍ حملې وساته.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ /پنجشنبه/ یوې انتحاري حملې په پغمان کې د میدان وردک ملکي مامورین په نښه کړل چې د مامورینو او لارویانو په ګډون ۱۱ تنه پکې ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.

د پغمان د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

One thought on “د ملي امنیت ریاست وايي، په کابل کې یې یوه انتحاري حمله ناکامه کړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *