علي پور

تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو نن /یکشنبه/ یو بدنام خپلسری قوماندان په پلازمېنه کابل کې نیولی دی.

د ملي امنیت د ریاست ځواکونو قوماندان عليپور، چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، د کابل په قلعه قاضي کې نیولی دی.

شاهدان وايي چې د ملي امنیت ځواکونو نن سهار پر هغه کور چاپه واچوله چې علیپور پکې پټ و.

علیپور د افغانستان په مرکزي سیمو کې د مسافرو پر ځورولو او لوټلو تورن دی. نوموړی غیرمسوول وسله وال لري او په قنلونو او بې رحمیو هم تورن دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست او نورو امنیتي ادارو تراوسه پورې د علیپور د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

قوماندان علي پور د اکتوبر په ۶ مه نېټه د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالي کې خاصو ځواکونو نیولی و. د نوموړي د نیولو په عملیاتو کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي وو خو څرګنده نه ده چې نوموړی ولې او یا څه وخت بېرته خوشي شو.

په اکتوبر میاشت کې د علي پور له نیول کېدو وروسته په بامیان کې یو شمېر کسانو، چې ځانونه یې مدني فعالان بلل، مظاهره وکړه او د دغه زورواک قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

هماغه مهال د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق، د علي پور پر نیول کېدو توند غبرګون وښود، ویې ویل چې د حکومت دا ناڅاپي اقدام د توجیه وړ نه دی.

محقق دغه راز د خپل دغه قوماندان نیونه پر «هزاره جات لشکر کشي» او د مرکزي سیمو د خلکو د تحقیر او ځپلو لپاره اقدام او د حکومت د «تنګ نظرو» چارواکو له لوري قومي تبعیض بللی و.

د غور ولایت د چارواکو په وینا علي پور د غور او بامیان ترمنځ په لاره کې مسافر شکول او ځورول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *