تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به نن سې شنبې په عشق اباد کې د ترکمنستان له دفاع وزیر یایلیم بردیوف، بهرنیو چارو وزیر مرادوف، د امنیت له وزیر، د امنیت شورا له رییس او د ترکمنستان د سرحدونو چارو له وزیر سره وګوري.
حنیف اتمر به له ترکمنستاني چارواکو سره د امنیتي، اقتصادي او سرحدي چارو په برخو کې پر همکاریو وغږیږي. د راپور له مخې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د دې سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.
افغان حکومت په کور دننه هم د ټاپي د پروژې د امنیت د تامین لپاره هلې ځلې پیل کړې دي، د فراه او هلمند له قومي مشرانو، همداراز د کندهار له مشرانو سره په دې اړه خبرې شوې دي څو د دې پروژې په امنیت کې مرسته وکړي.
ویل کیږي چې ښاغلی اتمر به له اقینې بندره تر اندخوی پورې د اورګاډي د پټلۍ د غځیدو او له ترکمنستانه افغانستان ته د بریښنا د صادراتو د زیاتیدو موضوعات هم له ترکمني چارواکو سره وڅیړي.
په دې یو ورځني سفر کې چې نن سې شنبې ماښام پای ته رسیږي د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر د ملي امنیت له سلاکار سره ملګری دی.
حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ مخکې تر دې چې د ماښام لور ته ترکمنستان ته سفر وکړي، په کابل کې یې د چین له لوی درستیز فان فین هوی سره وکتل او له هغه څخه یې د ترانسپورټي هیلکوپترو غوښتنه وکړه او ترې ویې غوښتل چې چین دې له افغانستان سره د ګرځنده رادار سیستم په جوړولو کې مرسته وکړي.
د چین لوی درستیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته په اقتصادي او امنیتي برخو کې د خپل هیواد د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان پر وړاندیزونو به غور وکړي.