حمدالله محب

پنجشنبه، دوري ۷، کابل افغانستان
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ماښام د زابل په ولایت کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدو سرتیرو له کورنیو سره وکتل، د شهیدانو روح ته دعا وکړه او کورنیو ته یې د دولت د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د شهیدو سرتیرو مېندو او پلرونو په خبرو کې وویل، چې اولادونو یې د خاوري په دفاع کې قربانۍ ورکړي چې دوی پرې افتخار کوي، خو له دولته غواړي چې له عاملینو یې، چې د پردیو مزدوران دي، انتقام واخلي.
هغوی وویل، چې مسلمان مسلمان نه وژني، خو دې وحشي ډلې په زابل کې د دوی نازولي چې د خلکو دفاع ته یې ځانونه وقف کړي ول، نه یوازي دا چې په بې رحمانه توګه شهیدان کړي، کونډي او یتیمان یې پرې ایښي، بلکه د هغوی مړي یې هم په اور سوځولي او ټول موازین او ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
یادو مېندو او پلرونو د ملي امنیت له سلاکار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د وطن د ساتني لپاره اماده دي چې خپل نور بچیان هم وقف کړي، خو غوښتنه لري، چې سرتیرو ته پر وخت رسیدګي وشي او د سولې هڅي نورې پسي چټکې شي، څو نورې مېندي بورې، ښځې کونډې او ماشومان یتیمان نشي.

د ملي امنیت سلاکار په دې لیدنه کي د شهیدو سرتیرو کورنیو ته وویل، چي دولت او ملت ټول د سرتیرو په قربانیو افتخار کوي او پکښي ځانونه شریک ګڼي، خو په وینا یې چي ددې مانا دا هم ده، چي باید ددې افغان وژني مخه ونیول سي او دا قربانۍ ضایع نسي.
نوموړي زیاته کړه، چي د افغانانو قاتلین له نورو سره سوله، خو له خپلو خلکو سره جنګ کوي او د پردیو د ګټو لپاره دلته بې ځایه ویني تویېدني ته دوام ورکوي.
هغه د یادو کورنیو د صبر او استقامت د ستایني ترڅنګ وویل، چي د طالبانو اوسنۍ جګړه د قدرت، شر او فساد جګړه ده او باید ژر تر ژره له ټولو ممکنه لارو په استفاده پای ومومي.
ډاکټر محب یادونه وکړه، چي دا پېښه به د ټاکل سوي پلاوي لخوا په اساسي توګه څېړل کېږي او د کړنو معلومات به یې بیرته له یادو فامیلونو او خلکو سره شریکېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *