حمدالله محب

تاند- وروسته له دې چې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تاشکند ته لاړ.

حمدالله محب نن /دوشنبه/ ماسپښین تاشکند ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې د دغه شمالي ګاونډي له امنیتي چارواکو سره د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي چې ښاغلی محب به له ازبیکستاني چارواکو سره د سولې ترڅنګ له تروریزم او د مخدرو موادو له قاچاق سره د مبارزې او دغه راز د افغانستان – ازبیکستان د دوه اړخیز امنیتي کمیسیون د کار د پرمختګ په اړه وږغېږي.

پرون /یکشنبه/ د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کمالوف په دوحه کې له ملابرادر سره ولیدل.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر سره په کتنه خوښي ښکاره کړه او د خپل هیواد د ولسمشر د درناوي پیغام یې ورورساوه.

ده همداراز وویل چې ازبیکستان په افغانستان کې له سولې او سوکالۍ سره همکارۍ ته تیار دی او همداراز حاضر دی چې د افغانستان په اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د قطر د دفتر مشر ته دا هم ویلي چې ازبیکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هیڅ اراده نه لري.

ازبیکستان څو ځلې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتووالی اعلان کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *