تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا او وسله والو طالبانو د اسوشیتید پریس خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې د حکومت جګپوړي امنیتي چارواکي له طالبانو سره منظم تماسونه لري.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل چې د اسوشیتید پریس خبر بې اساسه دی.
د ملي امنیت شورا په دې اعلامیه کې، چې نن /چهارشنبه/ د اسوشیتید پریس خبري اژانس د پروني راپور په ځواب کې خپره شوې ده، د سولې ټینګښت د ملي یووالي د حکومت یو اساسي هدف بلل شوی خو ویل شوي چې د سولې هلې ځلې د افغانستان د سولې د عالي شورا له لوري پرمخ وړل کېږي.
د طالبانو غبرګون
وسله والو طالبانو هم نن په یوه خبرپاڼه کې دا راپور بې اساسه وباله.
د ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي« موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د کابل له بې واکه او بې اختیاره ادارې سره اسلامي امارت هيڅ مسئول او ارګان تماس ندی نیولی.»
طالبانو یو وار بیا د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي او ویلي یې دي« اسلامي امارت د مذاکراتو په اړه خورا روښانه دريځ لري، اصلي لوری زموږ په مقابل کې اشغالګر جهت دي، او د هیواد اساسي مسئله د بهرني اشغال شتون دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار پرون په طالبانو ږغ وکړ چې که غواړي چې بهرنیان له افغانستانه ووځي په زور نه بلکې په خبرو او د سولې له لارې ایستل کېدای شي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د ملي امنیت د ریاست د عمومي رييس په ګډون افغان چارواکي له طالبانو سره د هیواد د اساسي قانون او سیاسي راتلونکې په اړه ټېلفوني خبرې کوي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس له موضوع څخه د خبرو کسانو په حواله وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر یوه میاشت ترمنځ له طالبانو سره ږغېږي.
دا اژانس وايي، داسې اسناد لري چې د افغان چارواکو او په پاکستان او قطر کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ تماسونه ثابتوي. (تفصیل)