تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د هیواد په شمالي ولایتونو کې یو تن په دې خاطر نیول شوي چې د دې شورا په استازیتوب یې په خپل سر ستاینلیکونه وېشل.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سړی چې ملي اردو نیولی، سردار زمری داوود نومېږي، ده په شمالي ولایتونو کې ځان د افغانستان د ملي امنیت شورا استازی معرفي کړی او په خپل سر یې یو شمېر کسانو ته ستاینلیکونه ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جعلکاري او درغلي قانوني جرم دی او داوود په دې تړاو نیول شوی دی.

د ملي امنیت شورا نه دي ویلي چې له دې کاره د دغه کس هدف څه و.

د ملي امنیت شورا دفتر د هیواد له ټولو امنیتي او ملکي ادارو غوښتي چې له رسمی خبرتیا پرته پر دا ډول کسانو باور ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *