حمدالله محب

د ملي امنیت سلاکار په کابل کي د اسټرالیا سفارت له شارژدافېر سره ولیدل

۰۹ مرغومی ۱۳۹۸

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کي د اسټرالیا سفارت د شارژدافېر پیټر ټروسویل سره ولیدل.

په دې لیدنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي او د افغانستان د سولي پر پروسې خبري وشوې.
ښاغلي ټروسوېل وویل، چي هیواد یې د افغانستان د سولي له پروسې ملاتړ کوي او امادګي لري، چي په دې برخه کي هر راز لازمه همکاري وکړي.

د ملي امنیت سلاکار د سولي پروسې په برخه کي د اسټرالیا له ملاتړه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي افغانستان هیله لري، څو دا پروسه له مثبتو نتایجو سره مل سي.

نوموړي زیاته کړه، چي د سولي په پروسه کي باید د اعتماد جوړوني لپاره لازم اقدامات وسي او د سیمي د هیوادونو له ادرسه له دې پروسې سره رښتینې همکاري وشي.

د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته جوړه سوه

۰۹ مرغومی ۱۳۹۸

د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په رهبرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کي په یو تعداد ولایتونو کي د مخابراتي شرکتونو پر فعالیت او امنیت، د محافظت د ملي تصدۍ پر رول او ټولني ته د تسلیم شوو جنګیالیو پر مجدد ادغام بحث او په ارتباط یې لازمي پرېکړي وشوې.

په نني مجلس کي پر دې هم بحث وشو، چي په ولایتونو کي باید د ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو فعالیتونه منظم شي، ترڅو هیوادوالو ته په دایمي توګه خدمات وړاندي کړي.

د ملي امنیت سلاکار د سوله ییز بدلون بنسټ له غړو سره د سولي پر پروسې لیدنه وکړه
دوشنبه د مرغومي ۹ مه، کابل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سوله ییز بدلون بنسټ له غړو سره په هیواد کي د سولي د رواني پروسې په اړه لیدنه وکړه.
د یاد بنسټ غړو وویل، دوی غواړي له افغان حکومت او په کور دننه له نورو ښکېلو خواوو سره د یوې دوامداري او باعزته سولي د راتګ لپاره په ګډه کار وکړي.
هغوی زیاته کړه، چي د تېرو اتلسو کلنو د لاسته راوړنو حفظ، د جمهوریت تحقق او د هیواد د اتباعو د مدني حقونو ساتنه د دوی لپاره په سوله کي لومړیتوبونه دي او هیله لري، چي دولت ددې برخو په نظر کي نیولو سره د سولي لپاره د ملي اجماع په ایجاد کي کار وکړي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یاد بنسټ له غړو مننه وکړه، چي د سولي لپاره یې ږغ پورته کړی او غواړي د افغانانو ددې دایمي ارمان لپاره فعالیت وکړي.
هغه وویل، چي پایداره سوله په هیواد کي دننه د ملي اجماع ترڅنګ یوه لوی ملي بحث ته هم اړتیا لري، څو ټولو خلکو او ښکېلو غاړو ته د سولي او اړوندو مراحلو په اړه لازم پوهاوی ورکول سي.
نوموړي زیاته کړه، چي د افغان سولي لپاره د داخلي ملي اجماع او بحث جوړېدو ترڅنګ د سیمي او نړۍ په کچه هم باید اجماع ایجاد او د ټولو بېروني ابعادو په نظر کي نیولو سره منسجم اقدامات وسي.
ډاکټر محب یادونه وکړه، چي سوله باید د ټولو جنګونو پای وي، نه داسي، چي د سولي په نوم افغانان سره ووېشل سي او تر لنډي مودې وروسته بیا د نورو ډلو له ادرسه د جنګ لړۍ دوام ومومي.

د ملي امنیت سلاکار د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ له خلکو سره ولیدل

۰۷ مرغومی ۱۳۹۸

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ له قومي او ځايي مشرانو ولیدل.

په دې لیدنه کي د هغې ولسوالۍ پر امنیت، له غیرو مسؤلو مسلحو ګروپونو سره پر مبارزې او د وضعیت د بهبود په خاطر د محلي خلکو پر همکاریو خبري وسوې.

د یادي ولسوالۍ مشرانو د ملي امنیت له سلاکار څخه غوښتنه وکړه، چي امنیتي ستونزو او د محل په کچه نورو ایجاد سوو ننګوونو ته یې رسیدګي وکړي.

د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کي وویل، چي د حکومت رهبري او په خاصه توګه د امنیتي نهادونو مسؤلین يې له ستونزو خبر او په اړه یې له وړاندي اقدامات پيل سوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي مرکزي ادارې په محلي کچه د امنیت او حکومتدارۍ د سمون لپاره لازمو اصلاحاتو ته ژمني دي او په دې برخه کي د محلي کدرونو او مشرانو له ظرفیتونو ګټه پورته کول یې لومړيتوب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *