تاند- د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خلاف د تورونو په اړه د لویې څارنوالۍ له راپورونه وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې اړه پرېکړه وکړه خو اعلان یې نه کړه.
لویې څارنوالۍ د عبدالرشید دوستم او احمد ایشچي د قضیې په اړه له تحقیقاتو وروسته خپل راپور د هیواد د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړ او تېره شپه د ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په خپله غونډه کې په دې اړه له بحثه وروسته پرېکړه وکړه خو د خپلې پرېکړې جزییات یې څرګند نه کړل.
ویل شوي چې د لویې څارنوالۍ له لوري په چمتو شوي راپور کې د جنرال دوستم خلاف د احمد ایشچي تورونه څېړل شوي او همداراز په دې برخه کې د لویې څارنوالۍ د تحقیق څرنګوالی روښانه شوی دی.
احمد ایشچي تور لګولی چې د ولسمشر لومړي مرستیال وهلي، په خپل شخصي کور کې بندي کړی او د جنسي تجاوز هڅه یې پرې کړې ده.
دوستم دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې احمد ایشچي یې جوزجان ولایت د ناامنیو په تړاو د دغه ولایت د ملي امنیت د ریاست له لوري نیول شوی و.