د کرکټ ملي لوبـډله له کینیا سره د سیالیو لپاره د اماراتو په لور روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له کينيا سره د نړیوال کرکټ ليګ او لويو وچو سياليو د ترسره کولو لپاره نن (د سنبلې په ٣١مه) د متحده عربي اماراتو په لوري روانه شوه.

2متحده عربي اماراتو ته تر روانیدو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې يو لړ مراسم ترتیب شوي وو چې په کې د ملي لوبډلې لوبغاړي، د ملي ايتلاف مشر ښاغلى ډاکټر عبدالله عبدالله، د دغه ايتلاف نورو لوړ پوړو چارواکو، سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رئيس ښاغلى شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس ډاکټر نورمحمد مراد او د رسنيو همکارانو برخه اخيستې وه.

3د کرکټ بورډ لوى رئيس او سلاکار وزير شهزاده مسعود له کينيا سره راتلونکې سيالۍ مهمې او حياتي وبللې، زياته يې کړه چې که افغانستان له دغه هیواده دوه يو ورځنۍ لوبې وګټي نو د ٢٠١٥ زېږديز کال نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

هغه زياته کړه چې، افغانستان دغه هدف ته په برياليتوب سفر کړى او په روان کال کې يې سکاټلينډ او نميبيا ته سختې ماتې ورکړې دي.

ښاغلي شهزاده مسعود وويل، له کينيا سره د راتلونکو سياليو لپاره ملي لوبډلې بشپړه تياري نيولې ده او د کرکټ بورډ ادارې ملي لوبډلې ته ښې اسانتياوې او سهولتونه برابر کړي وو.

د ملي لوبډلې لوبغاړى او پخواني کپتان نوروز منګل، حميد حسن او ميرويس اشرف د يادو میلمنو په شتون کې رسنيو ته د دغوسياليو په اړه معلومات ورکړل.

5دوى هم له کينيا سره سیالۍ مهمې وبللې خو زياته يې کړه چې دغو سياليو ته يې بشپړ تيارى نيولى او هیوادوالو ته يې ډاډ ورکړ چې د دوى په دعاګانو به ډک لاسونه هیواد ته راستنيږي.

د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، چې له ملي لوبـډلې سره د ليدنې او خداى په امانۍ په موخه راغلى وو، د ملي لوبـډلې د وروستيو لاسته راوړنو او اتلوليو ستاينه یې وکړه.

هغه زياته کړه، “زه د کرکټ پر ملي لوبډلې  وياړم. دوى د افغانستان لپاره ډېر وياړونه راوړي دي، زه ډاډه يم چې ستاسو راتلونکې لاسته راوړنې به د هیوادوالو له تود هرکلي سره مخامخ شئ”.

ډاکټر عبدالله وويل چې د کرکټ ملي لوبـډله زياتې پاملرنې ته اړتيا لري او هغومره پاملرنه ورته نه ده شوې، څومره  چې پکار وه. هغه په دې برخه کې له ملي سوداګرو وغوښتل چې له خپلې ملي لوبډلې سره هر ډول  ملاتړ وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، “دلته زما راتګ سياسي اړخ نه لري. زه د يوه سياستمدار په توګه هم احساس لرم چې د خپلوملي اتلانو په خوښيو کې ځان شريک کړم”.

10 thoughts on “د ملي ايتلاف مشر د کرکټ لوبغاړو د خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ”
  1. زه د ډاکتر صاحب عبدالله دا اقدام ستاسم. په داسي حال کې چې د طلوع په شان مضرې او نفاق اچونکې رسنۍ کوشش کوي چې په لوبو کې هم پښتون او غیرپښتون رامنځته کړي . د ډاکتر صاحب دا اقدام حتی که د انتخاباتي هلوځلو دپاره هم وي، په ځای او په وخت ګام دی.
    خدای دې وکړي چې زموږ ټول مشران که د هر قوم ، ژبې او مذهب سره تعلق لري. د ملت په منځ کې د نفاق اچولو دسیسې شنډې کړي.
    متاسفانه ځیني رسنۍ زموږ د فوټبال د ملي ټیم قهرماني ته قصداً داسي رنګ ورکوي چې نور وپاریږي. هغوی په ظاهراه د اتلو قهرمانانو اتلولي ستاسيي خو زړونه یي د خیرو نه ډک دي.
    بیا هم مننه

  2. د ملي ايتلاف د مشر ښاغلي عبداله نه مننه چي د کرکټ اتلان یي یاد کړل.د تاند په فیسبوک پاڼه کي ځینو کسانو لیکلي چې دا انتخاباتي کمپاین دی خو زه هغوی ته وایم که څوک ښه کار په هر مقصد کوي، ښه ښه دی. د ښاغلي عبدالله د دغه ملاتړ سره مخالفت داسي دی لکه یو څوک چې نیکي کوي او بل ووايي چې نیکي د دې دپاره کوي چې شهرت ترلاسه کړي. که ډاکتر عبدالله په ښه کار خپل ملګري زیاتوي، باید ورته هرکلی وویل شي

  3. چی هر څومره زموږ ملی لوبډلی وستایل سی دهری لوبی لوبډ لی وستایل سی دسیاستمدارانو اومسؤ لینو له خوا دا زموږ لوبډلو ته روحیه ورکړه کیږی

  4. کور یی ودان … دا ډير ښه کار دي. او ټول مشران باید ملي لوبډلي وهڅوي چي نور هم پرمختګ وکړي.

  5. سلامونه بعد سلام نیک اقدام چی ډاکټر عبدالله پدی مراسمو کی ګډون وکړ کرکټ لوبډلی چی په لسګونه ځله یی سیالی ګټلی دی دوی ولی په هغو مراسمو کی ګډون نه کولو یو متل دی چی سپی یو ټیم اوبه څکی لاندی په ټیم کی هډوکی ګوری نن چی انتخاباتو کمپینونه شروع کیږی ددی لپاره چی د پښتانو رضامندی حاصله کړی ددی دپاره کرکټ لوبډلی لپاره راغلی وو والله که ملی احساس لری همدغه خلک وو چی د کرکټ بورډ باندی نیوکی کولی چی ولی یوه ځانته اداره اوسی باید اولمپیک پوری تړلی وی دیو سیاسی تګ وو چی کرکټ بورډ اداری ته راغلی

  6. ډاکټر صيب عبدالله په اوسني وخت کې يو ښه سياستوال دى ، مونږ يې بايد سياسي مبارزه ومنو او پرې ووياړو ، هغه ځکه چې لږ ترلږه يې په هره مرحله کې ديو افغان سياستوال په توګه دحالاتو سره ښه مبارزه کړې ، که هره موخه لري ، خو دده په ويناوو کې ديوالي او ټولنيز پرمختګ ارمانونه هم ښکاري . دلته په راتګ يې مونږ ځوانان ډير خوښ شو ، ځکه نور سياستوال خو چې يو څه وګوري او نور يي وکړي بيا نو دوى هم ورپسې پرته له فکر کولو قطار شي او دهغوى پر پل پل ږدي .
    افرين په هغه چا چې هر کار په اول ځل کوي ، زه هم دډاکټر صيب عبدالله دغه ګام ستايم او دپاتو سياسيون څخه هم غواړم چې پرته له کوم تعصبه دهېواد دهرې لوبې اتلان وهڅوي چې دنړۍ له هېوادونو تاسې ته نورې اتلولۍ راوړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *