ژوندون تلویزیون – څه موده وړاندې د ملي دفاع وزارت غوښتل تر پنځوسو زیات جنرالان تقاعد کړي او پر ځای یې د هوايي رتبې جنرالان ځای ناستي کړي، خو په دې اړه ولسي جرګې غوښتنه کړې وه، چې نه باید په دې حساس وخت کې مهم کدرونه تقاعد شي.
ولې یو ځل بیا دغه وزارت په دې هڅه کې ده، چې (۵۶) جنرال تقاعد کړي او په دغه شمېر کې تر دېرشو زیات (پښتانه) دي. په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي وايي، د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي د کورنیو چار وزارت په دوره کې هم په یاد مرض اخته وو او غواړي په دې وزارت کې هم د تېر په څېر د خپل قوم کسان ځای پرځای کړي. وموغوښتل په دې اړه د ملي دفاع وزارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو تر اړیکې نیولو وروسته د دغه وزارت چارواکو له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه او ېو بل یې په ګوته کول. خو وکیلان بیا خبردارۍ ورکوي، چې که چیرې پښتانه جنرال تقاعد شي، نو دا به د یاد قوم سخته غوسه را وپاروي.

ملي دفاع وزارت ته د وزیر په توګه د بسم الله محمدي په ورتګ سره څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې دغه وزارت په دې هڅه کې ده، څو ۵۶ پنځوس کسه جنرالان تقاعد کړي، خو د ولسي جرګې د دفاعي او تمامي ارضیت د کمېسیون له لوري غوښتنه شوې وه، چې نه باید په دې مهم پړاو کې چې هېواد په کې قرار لري مهم او د ملي اردو پخواني جنرال تقاعد شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان وايي، دا مهال دغه وزارت ېوه ځل بیا په دې خیالونو کې ده، څو یاد شمېر کسان تقاعد کړي او پر ځای یې هوايي رتبيي هغه جنرال ځای ناستي کړي، چې له وزیر صاحب سره نږدې اړیکې لري.بله
خوا د ولسي جرګې غړې نیسمه نیازی له ژوندون سره په خبرو کې پر ملي دفاع وزارت غږ کوي، چې باید په دې برخه کې قومي انډوال په نظر کې ونیول شي.

اغلې نیازی بیا انديښه څرګندوي، بسم الله محمدي دې ته ورته کارونه په کورنیو چارو وزارت کې هم ترسره کول او ښاغلی محمدي له پخوا په دې مرض اخته وو، نو کله به له داسې ناوړه کارونه څخه لاس واخلي. په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د کندهار د خلکو استازې خبردارۍ ورکوي، چې که چېرته د ملي دفاع وزارت له لوري داسې وشول، نو دا به د پښتون ولس سخت غبرګونونه
راوپاروي.
په ورته وخت کې عبیدالله کلمیزی وايي، ملي دفاع وزارت ته د وزیر په توګه د بسم الله محمدي په ورتګ سره لومړی یې د ځینې قومونو مسلکي جنرالانو او ډګروالانو د تقاعد او لرې کولو هوډ ونیو، چې ښاغلي محمدي په دې برخه کې له کورنیو چارو وزارت څخه ښه په پوره توګه تجربه لري. په همدې حال کې په دې اړه د ولسي جرګې د دفاعي او تمامي ارضیت د کمېسیون مشر
همایون همایون له ژوندون سره په خبرو کې وویل، چې څه موده مخکې هم له یاد وزارت څخه په دې برخه کې یادونه شوې وه، خو ددغه کمېسیون له خوا ملي دفاع وزارت ته لارښونه وشوه، چې هېواد دا مهال د امنیتي وضیعت له پلوه په نازک حالت کې دی او نه باید یاد کسان تقاعد شي. همایون همایون وايي د دفاعي چارو کمېسیون د یادو څرګندونو په اړه ډېر جدي دی.د ولسي جرګې غړي وايي، تېرو کلونو کې هم په کورنیو چارو وزارت کې د بسم الله محمدي د شتون پر مهال د هېواد د جنوب غرب حوزې د سیمې ډېر پښتانه جنرال په کور کېناستل.

دوی وايي، تر هغه وروسته یې په ډېرو ناندریو او شخړو سره وکولای شول، چې له دغې حوزې څخه ېو جنرال بیاځلې په خپله دنده پرېږدي. وکیلان ګواښ کوي، که چېرته د ملي دفاع وزارت دغه هوډ عملي کړي، نو دا به ېوه ستره سیاسي غوغا راپورته کړي.

7 thoughts on “د ملي دفاع وزارت غواړي پښتانه جنرالان تقاعد کړي”
  1. زما یو ملګری په دفاع وزارت کی دنده لري ، هغه وویل چي یو وار همدا طرحه ان تر جمهوری ریاست تللی وه او له هغي ځایه بیرته رد شوله ، نو بیا ولي داسی تصمیم نیول شوی دی دا ټوله لړی په آخر د جمهور رییس د تایید او لاسلیک لپاره وړاندی کیږی ، جمهور رییس باید دی موضوع ته ځیر شی او مخنیوی یی باید وکړی که نه نو بیا یی زیان ټول پښتانه لیدلی شی دا څه نوی موضوع نه ده ،وزیر صیب سره د کورنیو چارو په وزارت کی پوره تجربه شته لکه څنګه چی هلته یی خپل کسان ځای پرځای کړل دلته هم همداسی غواړی . ولسی جرګه په تیره بیا دفاعی کمیسیون په کله باید اعتراض وکړی او مخه یی باید ونیسی.

  2. بسم الله دا دیرش کاله مبارزه دهمدی لپاره کړی وه چی څنګه پښتانه تباه کړی نه یی جهاد هدف وو او نه یی جهاد کړی بس معامله یی کړی دروس ایران فرانسی هند او داسی نورو هیوادونو جاسوس پاتی شوی دی په ملی؟ دفاع وزارت کی باید داسی یو کس وزیر وی چی ملی نظریه ولری

  3. یو احمق وزیر را باسیږی بیلی له کومی واصول او اساساتو نه بغیر ۵۶ جنرال یو ځای تقاعد ته سوقوی دا خو به تاسو ته ښه معلومه وی چی دوی شیطانان د جهاد په لباس کی دی آیا کابل همدی احمقانو په خاورور وانه ړاوه آیا زمونږ ۱۰۰۰ محاربوی ټانکونه همدی رزیلانو تباه نه کړل آیا زمونو سکټ مزایل او جنګی او ملکی طیاری همدوی تباه نه کړی دا دیره ِټه برنامه ده دا احمق غواړی دا کاروکړی ویلی دا ګیله باید د کرزی څخه وشی چی یو وزیر دا صلاحیت لری چی یو جنرال ته تقاعد ورکړی او کنه او بیا په یو ځل ۵۶ جنرالانو ته دا خو هغه کس دی چی د وزارت داخلی په وخت کی د شمالی په لاره د واوری سړی جوړ کړی وه او بیا کالی وراغوستی وه چی کله هلته ورسیده خپلو کسانو ته وویله چی ډزی پری وکړی تر څو دولت څخه باج واخلی

  4. په دفاع وزارت کی یوازی جنرالان نه لری کیژی بلکی ټول واړه او غټ افسران له خپل مهیم بست نه لری کوی او په ځای یی د خپل قوم کسان تعین وی دا خبره زه ځکه کوم چی ما په خپلو سترگو لیدلی کله چی بسم الله محمدی وزیر شو زموژ په لوا کی 4 غت افسران چی پشتانه و لری کړل او په ځای یی نور کسان وټاکل زه خپله ده دی شاهد یم

  5. asalam o alilakum
    I would like to remind those who hate hikmatyar, that if he did not stop these theifs. you probably woud not be able to speek your toung in afganistan. these northern thiefs would have stool your pashtoon identity.

  6. که کرزي د دې خبرې غم خوړلی، نو! هغه مهال چې دغه وزیر د کورنیو چارو د وزارت په څوكۍ سریخ و، له دندې به یې ګوښه کړی او پر ځای به یې وړ څوک ټاکلی وی. اصلا غدار او شاه شجاع کرزی دی، چې پښتانه یې بې قدره کړل. (اور له خپلې لمنې څخه لګېږي.) زه له کرزي څخه پوښتنه کووم، چې بسم… څه کارنامه له ځانه ښودلې وه؟ چې تا د دفاع د وزارت څوکۍ پسې سریخ کړ. كارنامه يي همدا ده، چې ده د مخکېنۍ دندې پر مهال ډېر پښتانه جنرالان په کور كېنول او اوس غواړي، مېدان بېخی له پښتنو څخه خالي کړي، غواړي چې د دفاع په وزارت کې په پښتنو کې د کوماندې سړی پرېنږدي. له تا څخه خو شاه شجاع ښه و. د قوم سره په مخکېدو یې له قوم څخه له ډېره شرمه مخ واړوه او قوم ته یې وویل: ما سره هغه مخ نه شته، چې تاسو ته پرې وګورم. کرزیه غداره! ته به په کومو سترګو د دغه قوم سره مخ کېږې؟ او په کومه خوله به دوی ته پر دوی باندې ستا او ستا د لاسپوڅو د شوو ظلمونو ځواب وایې؟ دا قوم مه ځوروره. که نه نو! ښه ورځ به و نه وېنې. د دې قوم پر وړاندې دې د کړو ظلمو په اړه بښه ورڅخه وغواړه. د دفاع وزیر له خوا له دندو څخه د پښتنو جنرالانو د ګوښه كولو غوښتنو په اړه باید د نه ځواب ووایې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *