تاند- د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ پلاوي نن /دوشنبه/ د نفوسو د احوال د ثبت د قانون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډ‌ې کمېټې له لوري د دغه فرمان تصویب د الیکترونیکي تذکرې وېش ته لاره پرانیسته.

مخکې ولسي جرګې دا فرمان رد کړی و خو مشرانو جرګې بیا تایید کړ، په نتیجه کې د دواړو جرګو ۱۶ کسیزې کمېټې د فرمان په اړه بحثونه وکړل او هغه یې تایید کړ.

په فرمان کې غوښتنه شوې چې په الیکترونیکي تذکرو کې دې د افغانستان د اتباعو ملیت، قومیت او دین ولیکل شي.

د ملي شورا سرچینې وايي چې د ګومارل شوې کمېټې په غونډه کې ۱۲ غړي حاضر ول او ټولو په یوه خوله د ولسمشر فرمان تایید کړ.

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ (ممکن نن) لومړنۍ تذکره ولسمشر غني ته ورکړل شي.

د الیکترونیکي تذکرو د ادارې مشر همایون محتاط د ولسي او مشرانو جرګو د ګډې کمېټې د غړیو د پرېکړې د هرکلی ترڅنګ اعلان وکړ چې د ده اداره د تذکرو وېش ته پوره چمتو ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *