د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېټه د عوایدي ادارو، خزائنو او بودیجوي ادارو له مسؤلینو سره وکتل او د هغوی د کړنو او فعالیتونو راپور یې واورېدل.

د یادو ادارو د راپورنو په اساس په ۱۳۹۸ کال کې د ملي عوایدو را ټولېدو وضعیت او بودیجې لګښت، په ځانګړې توګه د پراختیایي بودیجې مخ په ښه کېدو دی. مالیې وزارت تر اوسه په دې توانېدلی چې ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید را ټول کړي، چې د تېر ۱۳۹۷ کال په پرتله په همدې مهال د ۱۰ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې زیاتولی ښیي. د را ټولو شویو عوایدو له ډلې ۶۶ میلیارده افغانۍ له ګمرکونو او ۹۴ میلیارده افغانۍ د عوایدو له درکه ترلاسه شوې دي. همدا شان د روان مالي کال له پیله تر دې مهاله له ملي بودیجې ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګول شوېدي، چې د ملي بودیجې  ۷۱.۷ سلنه جوړوي او د تېر کال په پرتله ۳۴.۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښیي. له دې ډلې د روان ۱۳۹۸ مالي کال له پیله د ټولې پراختیایي بودیجې لګښت تر اوسه ۹۲ میلیارده (۶۲٪) دی، چې د تېر کال په پرتله ۹.۵ میلیارده ډېر ښکاري. د همدې کال له پیله تر دې دمه د عادي بودیجې لګښت ۲۲۶ میلیارده افغانۍ دی، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ میلیارده زیاتوالی ښيي.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د غوره ملي عوایدو راټولېدو په موخه دې له ټولو وزارتونو او والیانو سره لازمه همغږۍ وکړي.
همدا شان نوموړي، لارښوونه وکړه، چې د مالیاتو هغو دوسیو ته  په بېړه رسېدنه وشي چې په ادارو کې پاتي دي او وروستۍ پرېکړه یې صادره شي.
ښاغلي قیومي ټینګار وکړ، چې وارداتی توکې دي په بشپړه توګه تشریح شي او د جنس بدلولو او قاچاقي توکو پر وړاندي دي جدی مبارزه وشي، څو د تېر کال په نسبت ملي عواید د پام وړ زیاتوالی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *