تاند- په افغانستان کې نن د شاهین قول اردو د شهیدانو د درنښت لپاره د ویر ملي ورځ؛ د ملي بیرغ په نیم ځوړندولو او په جوماتونو کې د فاتحو او دعاوو په مراسمو ولمانځل شوه.

لا هم د جمعې د ورځې د دې تروریستي حملې د تلفاتو دقیق شمېر معلوم نه دی او لا هم د څېړنو نتیجه نه ده څرګنده خو یو شمېر افغانانو د ځینو جګپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه او ولسي جرګې د جګپوړو دفاعي چارواکو د استجوابولو پرېکړه وکړه.

د بلح وحشیانه حملې، چې د قول اردو په جومات کې وشوه، اکثره افغانان په غوسه کړي او د وسله والو طالبانو یو شمېر پلویانو د خلکو د غوسې په خاطر اوازې خپرې کړي چې ګواکي دا برید د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره امریکایانو کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د برید په لومړیو ساعتونو کې د هغه مسوولیت ومانه او وروسته یې دا خبره رد کړه چې ګنې دوی په جومات کې پر لمونځ کوونکو حمله کړې ده.

ډېر شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغو کسانو د سمدستي برطرفه کېدو غوښتنه کړې چې د حملې په مخنیوي کې یې له غفلته کار اخیستی او یا یې له تروریستانو سره په برید کې مرسته کړې ده.

د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي ویلي چې ولسمشر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی او د تحقیقاتو په نتیجه کې به مسوول کسان سزا وویني.

په همدې حال کې افغان چارواکو ویلي چې له طالبانو به د دې برید غچ واخلي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو اراده کړې چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د خونړۍ حملې بدل واخلي.

ده دا خبره تېره شپه د ایران د ملي امنیت شورا له منشي علي شمخاني سره په ټېلفوني خبرو کې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *