ټولو درنو مشرانو، ديني، ټولنيزو، ملي او علمي شخصيتونو او وطنپالو ځوانانو چې په نننۍ درنه او ملي غونډه کې مو له موږ سره ګډون کړی دی، السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!
ډېرو درنو دوستانو! افغانستان د خپلې څو لسيزو پرله پسې غميزې په لړ کې يو ځل بيا له يوه بل ډېر حساس، ټاکونکي او له ګواښونو ډک پړاو څخه تېرېږي. له يوې خوا نړيواله ټولنه او په سر کې يې امريکا د خپلو پوځيانو د بار سپکولو او همداراز په افغانستان کې د پوځي اډو او خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره د پردې تر شا يوه مرموزه لوبه پيل کړې ده او هڅه کوي په همدې اړه د سيمې له ځانګړو ځواکونو او همداراز زموږ د هېواد د ننه له ځانګړيو کړيو سره پټې معاملې ترسره کړي. دا چې دا معاملې به بيا د افغانستان لپاره په کومه بيه تمامېږي، هغه خبره ده چې ولس يې په اړه جدي اندېښنه لري. بل خوا ګاونډيانو او سيمه ييزو ځواکونو خپلو لاسوهنو او ترهګريزو هڅو ته تر پخوا لا زيات زور ورکړی او هڅه کوي د معاملې په مېز کې له حاکم دريځ سره ګډون وکړي. او له بلې خوا په هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو له نږدې کېدو سره د واک لپاره سياليو، معاملو او منډو ترړو زور اخېستی دی. په دې کې شک نشته چې يو شمېر ملي عناصرو به د خپل ملي رسالت د ترسره کولو لپاره هم ميدان ته رادانګلي وي، خو هغه فاسدې مافيايي کړۍ چې دا دولس کاله يې ولس يرغمل نيولی دی او افغانستان يې يو ځل بيا د تباهۍ پر ګړنګ درولی دی، په خاينانه ډول په دسيسو او توطئو لاس پورې کړی دی. څوک د افغانستان پر فدرالي طرحې، څوک د هېواد د تجزيې پر طرحې او څوک هم د واک د وېش پر معاملو لګيا دي او په سيمه ييزه او نړیواله کچه لابي ورته کوي. داسې ښکاري چې واکمنه اداره هم په جدي ډول د خپل واک د غځولو او د روانې غميزې د اوږدولو لپاره لارې چارې سنجوي، تر دې چې د ولسمشر لومړی مرستيال ګواښ کوي چې که څوک يې له واک څخه د لرې کولو هڅه وکړي نو يو ځل بيا به غرونو ته وخېژي او په کورنۍ جګړه به لاس پورې کړي.
درنو دوستانو! کله چې د امريکې په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل، دوی د خپل برياليتوب لپاره داسې ستراتيژي غوره کړه چې طالبان د ترهګرو په نامه ووهي او له ميدان څخه يې وباسي او د هغوی پر وړاندې د طالبانو مخالف تنظيمونه او جنګسالاران له ځانګړيو امتيازاتو سره خوشاله وساتي. ولسمشر کرزي هم دعين ستراتيژۍ له مخې هڅه وکړه د ملي وحدت په نامه له تنطيم سالارانو او جنګسالارانو سره د واک په شريکولو سره خپله بقا تضمين کړي او په دې توګه بهرنيو او کورنيو چارواکو د دې پر ځای چې جنګي جنايتکاران د انتقالي عدالت محکمې ته راکش کړي، په ګډه د دې لپاره زمينه برابره کړه، چې مافيايي کړۍ او زوراکي د افغانستان ملي شتمنۍ، حکومتي ادارې او حتی خاوره په خپلو کې سره وويشي او دا ده خبره دې ځای ته رسېدلې چې افغانستان يو ځل بيا د نارسمي ملوک الطوايفۍ په مټ د کورنۍ جګړې لپاره تياری نيسي او د کورنۍ جګړې پخواني لوبغاړي بیا خپل پلويانو ته وسلې ورکوي او غرونو ته د ختلو ګواښونه کوي.
معمولاً په دغسې بحراني شرايطو کې يا خو يو پياوړی ملي زعامت کولای شي چې هېواد له بحران څخه وباسي، يا خو د پياوړې اردو، پياوړي ملي امنيت او يا ځواکمن پارلمان په څېر ملي بنسټونه کولای شي هېواد د تباهۍ له کندې وژغوري او يا هم پياوړي ملي سياسي ځواکونه کولای شي د ژغورنې رسالت ترسره کړي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې نه اوسنۍ واکمنه اداره دا کفايت لري او نه هم په رښتيني مانا داسې پياوړي ملي بنسټونه رامنځته شوي چې ولس د ژغورنې ډاډ پرې ولري.
د پياوړي ملي سياسي ځواک په اړه بايد ووايو، د دې تر څنګ چې د څلورو لسيزو ژور فکري وېش، سياسي اختناق او انقطاب او د اعتماد ژور بحران د ځواکمنو سياسي ګوندونو او ملي ځواکونو د جوړېدو مخه نيوله ده، د دغسې ځواکونو د جوړېدو په مخنيوي کې د واکمنې ادارې او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو اندېښنو او مرموزو دسيسو هم مهم رول لوبولی دی. که څه هم په هېواد کې تر اوسه په رښتيني مانا يو پياوړی ملي سياسي ځواک نشته، خو په تېره يوه لسيزه کې نسبي ازادۍ دا زمينه برابره کړه، چې د دغسې ځواک لپاره لازم ظرفيتونه وده وکړي، مطرح شي او خپل لازم اغېز ترلاسه کړي. که څه هم لا تراوسه پورې يو زيات شمېر افغانان له ګوندي فعاليت څخه ځانونه ساتي، خو هغوی په دې توانېدلي چې د ديني عالمانو د شوراګانو، قومي شورا ګانو، مدني ټولنې او ټولنيزو سازمانونو له جوړولو سره د هېواد په ملي – سياسي ډګر کې فعال رول ولوبوي. ټولې هغه ټولنې، شورا ګانې، سياسي ګوندونه، سازمانونه او مستقل ديني، ملي او علمي شخصيتونه چې روانو تاريخي، حساسو او ټاکونکو شرايطو سخت اندېښمن کړي، ملاوې تړلې دي چې خپل ملي رسالت ترسره کړي او اکثر يې دې نتيجې ته رسېدلي چې په ځانځانۍ کې د هېواد د ژغورنې لپاره څه نه شي کولای او له همدې امله دې پرېکړې ته رسېدلي چې د يوه لوی ملي – سياسي ځواک د جوړښت په موخه له نورو وطنپالو قوتونو سره لاسونه يو کړي.
د افغانستان بحراني حالاتو ته په کتو سره له يوې خوا او د ژغورنې په موخه د موجوده ظرفيتونو او رامنځته شوې ملي ارادې په پام کې نيولو سره له بلې خوا، يو شمېر دردمنو او پر وطن مينو افغانانو وپتيله چې يو داسې لوی ملي – سياسي حرکت رامنځته کړي، چې له روانې غميزې څخه په رښتيني مانا د هېواد د ژغورنې وړتيا ولري. له شاوخوا يو کال راهيسې د يو شمېر سياسي ګوندونو، ديني، ټولنيزو او علمي شخصيتونو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې فعالينو او فرهنګيانو تر منځ د افغانستان د روانو حالاتو او له بحران څخه د وتلو د لارو چارو په اړه خبرې روانې وې. د پرله پسې غونډو په ترڅ کې په لاندې څو ټکو موافقه وشوه:
۱ – د افغانستان روانه غميزه دومره ژوره او پېچلې ده، چې هېڅ سياسي ګوند يا ډله يې په يوازې ځان د پايته رسولو وړتيا نه لري. همداراز څرنګه چې د هغو کسانو شمېر چې د هېواد د سیاسي برخليک په اړه ژوره اندېښنه لري او غواړي د ژغورنې په چار کې فعاله او رغنده برخه واخلي، د سياسي ګوندونو په پرتله له سياسي ګوندونو څخه بهر ډېر دي، نو له دې امله پرېکړه وشوه چې د هېواد او ولس د ژغورنې په موخه يو داسې پراخ ملي سياسي چتر رامنځته شي، چې د سياسي ګوندونونو، ټولنيزو سازمانونو، مدني بنسټونو، قومي شورا ګانو او مستقلو شخصيتونو هڅې سره همغږې کړي او د هغوی په مټ يو پياوړی او د ډاډ وړ ملي سنګر رامنځته کړي. تر نننۍ غونډې يوه اونۍ وړاندې د نوي جوړېدونکي سياسي – ملي ځواک د نامه په اړه بحث وشو او د رايو په اکثريت د (ملي محور) نوم ورته غوره شو، خو دا پرېکړه بيا هم وروستۍ نه ده او نننۍ غونډه کولای شي په دې اړه بيا کتنه وکړي.
۲ – لکه څرنګه چې معمول ده د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو او يا کوم بل سياسي بدلون په درشل کې موسمي او لنډمهاله سياسي منډې ترړې تودېږي، خو ملي محور به يوازې د ولسمشريزو ټاکنو او يا کوم ځانګړي کانديد لپاره د کمپاين په موخه نه جوړېږي، بلکې دا به هغه شعوري او اوږدمهاله خوځښت وي، چې نه يوازې به د افغانستان د سولې، خپلواکۍ او سالم زعامت لپاره کار کوي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ به د يوه سوکاله او سرلوړي افغانستان لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي. د ملي محور سمدستي دنده به دا وي چې هېواد له روان بحران څخه وژغوري او په راتلونکو ډېرو مهمو ملي پرېکړو کې د يوه هوډمن او ژمن ملي ځواک په توګه د افغانستان له ملي ګټو دفاع وکړي.
۳ – که څه هم ملي محور يوازې د دې لپاره نه جوړېږي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې رول ولوبوي، خو پدې کې هم شک نشته چې ټاکنې د هېواد د سياسي برخليک د ټاکلو په لار کې يوه مهمه ملي پروسه ده او موږ نه شو کولای د هغې پر وړاندې بې توپيره پاتې شو. ملي محور به په لومړي قدم کې د ټاکنو د شفافيت، سراسري توب او عادلانه توب په اړه ځان ډاډمنوي او بيا به د يوه منظم ملي ځواک په توګه په دغه ملي بهير کې ورګډېږي او ترپايه پورې به يې دقيقه څارنه کوي. ملي محور به د دې پر ځای چې کوم ځانګړي کانديد لپاره د کمپاين په دريځ بدل شي، لومړی به د راتلونکي حکومت لپاره خپل اصول او ارزښتونه ټاکي او د راتلونکي زعيم لپاره به خپل معيارونه او شرايط وضع کوي. ملي محور به هڅه کوي چې په لومړي قدم کې د خپلو شرايطو په رڼا کې د ولسمشرۍ لپاره خپل کانديد وړاندې کړي، خو که چېرې سلا پدې راغله چې له محور څخه د بهر کانديد ملاتړ وشي، دا ملاتړ به د تېرو ناکامو تجربو په څېر کوم بې قيده او شرطه ملاتړ نه وي، بلکې د ملي محور او د پام وړ کانديد تر منځ به ليکلې موافقه کېږي او هغه سرې کرښې به په نښه کېږي چې دواړه لوري به يې په رعايت مکلف کېږي. د نوماند په ټولو پرېکړوکې لکه، د مرستيالانو ټاکل، له نورو ډلو سره معاملې او يا له نوماندۍ تېرېدل، بايد له محور سره په سلا مشوره وشي. د کانديد مکلفيت به د اوسني ولسمشر په څېر په ټاکنو کې له برياليتوب سره پايته نه رسېږي، بلکې تر بريا وروسته به هم مکلف وي چې د هغه پروګرام لپاره کار وکړي چې په اړه يې ګډه موافقه شوې.
۴ – ملي محور دغې پايلې ته رسېدلی چې، د بهرنيو لاسوهنو تر څنګ د واکمنې ادارې بې کفايتې او مافيايي ماهيت او د ملي ائتلاف او ملي جبهې په نومونو ظاهراً سياسي اپوزيسيون د افغانستان د اوسنۍ غميزې اصلي کورني عوامل دي. ملي محور به په راتلونکو ټاکنيزو هڅو کې نه يوازې له دغو ډلو سره هېڅ ډول ګډ کار نه کوي، بلکې زموږ يوه مهمه موخه به دا وي چې څنګه هېواد د همدغو فاسدو او مافيايي کړيو له منګولو وژغورو.
۵ – ملي محور به د دې تر څنګ چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پر يوه اوږدمهاله پروګرام کار کوي، د ولسمشريزو ټاکنو تر څنګ به د ټولو مهمو ملي مسايلو لپاره، لکه د سولې بهير، د بهرنيو ځواکونو وتل او يا که په ټاکنو کې بريا تر لاسه نه کړي، د يوه پياوړي اپوزيسيون په توګه د فعاليت لپاره ځان چمتو کوي، د ملي شورا او ولايتي شورا ګانو په ټاکنو کې به فعاله برخه اخلي او د ټولو مهمو ملي مسايلو لپاره به په جلا ضميمو کې خپلې طرحې وړاندې کوي او د هغو د پلې کولو لپاره به پرله پسې مبارزه کوي.
درنو دوستانو! که څه هم موږ تر خپله وسه ډېره هڅه کړې ده چې له هغو ګوندونو، ډلو، ټولنو او اشخاصو سره خبرې او تفاهم وکړو، چې د هېواد د ژغورنې لپاره په ورته لارو چارو فکر کوي، خوسره له دې هم موږ تر اوسه نه يو توانېدلي چې د ټول هېواد په کچه دا چار تر سره کړو او حتی په کابل کې هم تر اوسه داسې بنسټونه شته چې تر اوسه مو اړيکې نه دي ورسره نيولي. په نننۍ غونډه کې به د دې ترڅنګ چې د ملي محور لپاره پر چمتو شوې تګلاره او کړنلاره بحث کېږي، داسې يوه کاري ډله به جوړېږي چې د ټول افغانستان په کچه له ټولو مطرح ځواکونو او شخصيتونو سره د ګډو ملي ارمانونو لپاره تفاهم وکړي او د ملي محور پر محور يې هڅې سره همغږې کړي. په نننۍ غونډه کې به پر يوه لنډ مهاله کاري پروګرام هم موافقه کېږي او بيا به ټول په ګډه د همدغه پروګرام د پلې کولو لپاره هلې ځلې کوو. له تاسو ټولو درنو دوستانو څخه هيله کېږي، چې په کاري غونډو يا ګروپي کار کې فعاله ونډه واخلئ او هغه دوستان چې د کاري پروګرام د پلې کولو لپاره کافي وخت او انرژي لري ځانونه په کاري کمېټو کې تنظيم کړي.
ګرانو دوستانو! يو ځل بيا وايم چې افغانستان د خپل تاريخ په ډېر حساس او ټاکونکي پړاو کې دی او د هېواد د هر رښتينی بچي ملي مسووليت دی، چې نور د عمل ډګر ته راووځي او په ټولې قربانۍ سره د افغانستان د ژغورنې په سنګر کې ودرېږي او که نه، خدای مه کړه په ټول ژوند کې به بیا خپل خدای، وطن او وجدان ته ځان نه شو سپينولای.
له روانې غميزې څخه د افغانستان د ژغورنې په لار کې د ملي محور د برياليتوب په هيله!