دا یو څرګند حقیقت دی چې انسانان تل د ورته ضرورتو د پوره کیدو په تګل کې وي، هغه که جسماني، نفسیاتي او یا هم معاشرتي وي، افراد مجبور او مکلف دي چې بشپړه يې کړي. همدا نیازونه خو د دې لامل شوي چې بشري پرګني یو بل ته سره نژدي شي، چې په پایله کې یې ټبر، ټولنې او بیا ټاټوبي جوړ کړي او په خپلو هڅو او زیارونو سره یې ژوند ته د مهذبیت بڼه ورکړي او د موثرې ټیکنالوژي په وړتیا سره یې نورهم ځلانده او ښکلې کړيده. لري به نه ځو، د نړۍ د پرمختللو هیوادونو اوسنې روڼ بهیر یې یوه بیلګه ده. خو هغه چې د غفلت په خوب ویده وو، اوس د همدوي تقلید کوي او پدې لانجمنو حالاتو کې د خپل راتلونکي روڼ سباوون د جوړولو په لټه کې دي. له بده مرغه افغاني ټولنه هم له داسي برخلیک سره مخامخه ده. سره له دي چې لوی بشري توان، طبیعي زیرمې، ډکې ورشوګاني، او څپانده سیندونه لرو، خو چې عامه ذهینیتونه یې د استعمال لپاره روزل شوي نه دي، نو هرڅه بې ګټي دي. بیا هم که سم کارونه وشي، ټولنه به بسیا شي.

د بیلګې په توګه که د سیندونو په هکله چې دا مو د بحث موضوع هم ده یوه یادونه وکړو، د کوکچې، هلمند، کابل او داسي په لسګونه نورسیندونه چې د هیواد په شمال، لویدیځ او ختیځ کې بهیږي، پرهغو د بندونو د جوړولو شمیر زیات شي، هم به په زرګونه جریبه ځمکه د خړوبولو جوګه شي، او هم به زرګونه میګاواټه بریښنا ترلاسه شي. د ملي اړتیاوو د پوره کیدو سره جوخت به په سیمه او نړۍ کې د بریښنا د صادراتي هیواد په توګه هم وپيژندل شو. خو دې لوري ته نه کومه پاملرنه شته او نه اجراات ترسره کیږي، برعکس له منځنې اسیا هیوادونو څخه د توتاب، کاسا زر… او نورو بیلو نومونو سره هیواد ته بریښنا واردیږي، چې بیه یې هم لوړه ده، او د ترنګلتیا په صورت کې صادرونکې هیواد د سویچ په ګولولو سره سمدستي دلته تیاره خوره ولي شي. خو دا بهرنې ستونزي پر خپل ځاي، د هیواد په دننه کې یو شمیر کړيو بیا سیاسیوني بڼه ورکړي او د مقابلي لپاره يې ټټرونه وهلي دي. دوي غوښتنه کوي چې د توتاب (۵۰۰ …واټه) بريښنا چې نوی هیواد ته رالیږدول کیږي، مزې دي د بامیانو له لاري تیر شي، چې په اصلي مسوده کې د کابل – سالنګ لاره ورته ټاکل شوې ده.

څرنګه چې په پیلامه کې مو وویل د ملې مسلو حل باید په پوهه او تدبیر سره وشي. نو دلته یو څو ټکې د پوهې د خاوندانو د غور او قضاوت لپاره وړاندي کوي چې هغه دادي.

۱ – د توتاپ پروژه چې د سالنګونو له لاري تیریږي، د بامیانو په پرتله (۸۴) کیلومتره لنډوالې پکې راځې. د لګښت سپما یې د چا په ګټه دی؟!

۲ – د موجود وارداتي بريښنا مزي هم د سالنګ له لاري تیر شوي، او ځانګړی امنیتی ځواک یې ساتنه کوي. که د توتاپ بريښنايي مزي هم موازي ورسره و غځول شي، او همدا امنیتي ځواک له اړوند فنې پرسونل سره یې څارنه وکړي. ایا دا به د ملک د اقتصادي ودي لپاره د اکسیر مثال ونه لري؟!

۳ – په تیرو دوو ژمیو کې چې کابل ته وارداتي بريښنا د طبیعې حوادثو او یا تخربیې عواملو په وجه پرچاوه شوه، په پروان او بغلان ولایتونو کې د هوايې ډګرونو په شمول ټول امکانات شتون درلود، ترانزیټې سړک هم و، خو ځنډنې شوه او فنې عمله د موسمې ستونزو په وجه ونه توانیده هغه پخپل وخت ورغوي. که د بامیان په لاره دا مزي غځیږي او تخریب شي، دا د(ګرمې د توتو د میلو) پر ځاي د شیبر په دره کې د ژمې موسمي دوه متره پوړندي واوري پرتې وي دا چاره به څنګه ممکنه وي؟!

همداراز د مسلې د حل لپاره احتیاط ته اړتیا داده ده، چې دلته یو لړ کورني ګواښونه او یو لړ بهرنی لمسونې شتون لري چې دا به هم ددي لامل شي، چې ستونزي به په کړکیچ بدلي شي او شته امکانات به له لاسه ووځي، هغه هم دا ډول اټکل کیږي.
۴– نن د هیواد ډیري برخې لکه هلمند، ننګرهار، کونړ، کندز، بدخشان، پکتیا او پکتیکا د سختو ننګونو او امنیتې ګواښونو سره مخامخې دي چې تفصیل به یې مناسب نه وي، اوسیدونکې یې هم د مرګ او ژوند په نازک پړاو کې وخت تیروي. خو د نازولو مشران د بامیانو او دایکونډي د اوسیدونکو د سوکالې په موخه د بريښنايي رڼاګانو په غم کې دي، او د نور افغانستان په هکله هیڅ اندیښنه نه لري. ایا دا د توتاپ د بریښنا ستونزه د یادو سمیو د اوسیدونکو د مرګوني حالاتو په پرتله خورا درنده دی؟!

۵ – حقیقي مشران په ملې روحیې سره د هیواد په کچه هیڅ ډول ابعاد نه پيژنې، تل یې هڅې داوي چې په هر ګوټ کې د ولسې پرګنو د ستونزو د حل لپاره ځانونه ور ورسوي. خو د توتاپ د بريښنايي پروژې مداحان چې ځانونه مخکښان هم بولې، او بیا د هیواد په دستوري چارو کې رغنده رول هم ترسره کوي، خاص د یو چا په خدمت کې ولاړ دي، او بیا په خبرو کې د ګواښ ټټرونه هم وهي. پوښتنه داده چې ایا په رښتیا هم د دوي غوراوي په مناسبو ارزښتونو سره شوي او دوي ملي مخور دي؟!

۶ – د بهرنیو لمسونو په هکله به دا ووایو، تیر ژمې چې د کابل بريښنا د ورانکاري له کبله پارچاو شوه. په ځینو بهرنیو خبري رسنیو کې داسې انګیرنې کیدي چې افغان حکومت و کابل ته د (۷۰) میګاواټه وارداتي بريښنا د فنې او امنیتې ساتنې توان نه لري. دا د ټاپې پروژې د ترانزیټ وړتیا به څنګه وښیئ؟!،

او بیا داسي ارزونې یې وړاندي کړي وي، د پروژې غړې هیوادونه چې د(۱۷۰۰) کیلومټره واټن د لګښت زغم لري، د(۳۰۰) کیلومټره نور واټن لګښت په منلو سره چې ټول (۲۰۰۰) کیلومټره کیږي، د ټاپې نللیکه دي د ایران په خاوره کې تیره کړي، چې هم به په امن کې وي، او هم به په فنې لحاظ سره د پروژې لپاره زیاتي اسانتیاوي برابري وي.

اوس نو که زموږ دا موجوده بیغوري همداسي دوام ولري، ایا د بهرني تمویل کوونکو لپاره به د ثبوت لپاره دا استدلال د منلو وړنه وي؟! (کاسا – زر) بیا بله له هیلو ډګه پروژه ده. که ددي پروژو د ترانزیټ په باره کې هم ستونزي رامینځ ته شي، نو هیواد ته د لویو زیانونو د اړولو پړه به د چا په غاړه او څوک به ګرم وي؟!

داسي د ګوتو په شمار نیوکې او نیمګړتیاوي به نوري هم وي. اوس نو څوک چې ملې صبغه د خپلو شخصې ګټو لپاره کاره وي او دايې تلوسه وي چې(میم زرما دا هرڅه یي زما)، علاوه پردې د ملې اقتصاد او نورو ارزښتونو فکر هم ورسره نه وي. پداسي مهمو او باصلاحیت دندو د دوې ګومارنې مناسبي خبري دي؟! بله داچې دا ډول کړنې او ننګونې حساسیتونه را پاروي او د ملې مشارکت په وړاندې خنډونه ایجاد وي، نو د ناغړیو پړه او مسولیت به یې بیا د چا په غاړه وي؟!

بیا هم په تکرار سره یادونه کوو چې دا ټولې هغه خبري دي چې ناوړي پایلې لري او یو ځل بیا به د هیواد راتلونکې له سختو ننګونو سره مخامخ کړي. پدې هکله د پوهې خاوندانو د مدبرانه هڅو په هکله هیله مند یو، او په پاي کې خپلې خبري د رحمان بابا پدې شاعرانه وینا سره را نغاړو چې د عدل او انصاف پوره قضاوت هم پکې شوي او د موضوع سره خورا سمون او ورته والي هم لري.

چې مدام د بل وعیبو ته نظر کړي – خداي له خپله عیبه ولې بې خبر کړي
که یوه جودانه عیب وینئ په بل کې – هغه یوه جودانه عیب به یې لوی غر کړي
او که د خپله ګناه لویه لکه غر وي – په حیله، حیله به غر د مچ وزر کړي
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکا – خپل ټوټو او د بل اس به برابر کړي
تو لعنت دي په دا هسي منصفي شي – چې له حقه و باطل وته ګذر کړي
و بدخواوو ته هیڅوک نصحیت نه کا – رحمان ستا په غم شریک دی که باور کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *