ذبیخ الله احساس

وکيل، قومي ټيکدار، حکومت او افغان ملت

هغه وکيلانو، چې د تذکرې مسلې په بيا رابرسېره کېدو يې شنه کارتونه پورته کړل، له دې نه دي خبر، چې وطن يې له کومې بدرنګې ورځې سره بيا مخ کړ.

اوس به بيا د ملي هويت چغه د وکيل، قومي ټيکدار او حکومت تر منځ د زور ازمويلو پړی شي او افغان ملت به د خوار ولس په توګه کله د يو او کله د بل خولې ته ګوري؛ ډېره بده خو لا دا چې دښمن به مو ننداره کوي.

کوم پارلمان!؟

څه چې ديګ کې وي، هماغه کاسې ته راوځي.

د پارلمان ډېری وکيلانو ته نو دا نوې خبره نه ده، چې په تذکره کې د ملي مسلې پر سر دې سودا ونه کړي.

هغه وکيل، چې له وزير څخه د باور رايې اخيستو پر مهال د پيسو تمه کوي، د پارلمان پر څوکۍ د ملي اردو د ټپي شوي سرتېري غم ژاړي؛ خو په خپله سيمه کې د همدې سرتېري د دښمن له ټولو ستر خواخوږی وي. هغه ته نو د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره د افغان کليمې پر سر سودا کول، لويه خبره نه ده.

دا ځينې که د پارلمان وکيلان نه وای؛ نو اوس به يې خيرن واسکټ، جوال کالي، بړستن چپن او يا پېړه بوينه ګوپيچه پر تن وه، تر غوږو به يې پکول کش کړې و او کلاشينکوف به يې وږې ته پروت و. د همدې ناولې شپېلۍ پر زور به يې له ساده کليوالو ډوډۍ خوړله.

ګومان همدا و او موږ غوندې خلک همدې ته خوښ وو، چې له دې شر طلبو مو کلي او ښارونو په امان کې شول؛ خو داسې ونه شوه. په نوې دود د اوسني عصر له سياست څخه په ګټې اخيستنې يې غريبه زورواکي پر خانۍ بدله شوه.

له سياست سره اشنا شول؛ خو په بدرنګو لارو. اوس نو ورته ټول وطن خپل کلی ښکاري. لا وپړسېدل، واسکټ يې پاک شو، چپن يې هم خيرنه نه ده او پکول يې هم اوس تر غوږونو پورې ځوړند نه وي پر سر.

اوس د هېواد په کچه د قاچاق، انسان تښتونې، په سفارتونو کې د خپل هويت او وطن د پلور ګټو ته ناست دي.

تمه همدا وه، چې پارلمان به د روان کورني بدرنګه سياست غلبېل شي. ورو ورو به دغه څوکۍ له دغو ښاغلو خلاصې شي؛ خو دا خوب مو لکه چې زر رښتيا نه شو.

په تذکرو کې د هېواد په کچه له ستر جنجال څخه وروسته په ډېره معقوله توګه دغه ناندرۍ پای ته رسېدلې وې. د ملي هويت په توګه د افغان کليمې تر څنګ د قومونو يادول پکې اړين وبلل شول. همدا ښه شوه، چې هر افغان د ملي هويت تر څنګ د خپل قومي هويت له خونديتوب څخه هم ډاډه شو.

اوسنی پارلمان چې له ښايسته مودې د سياسي محصلت له مخې د ولسمشر د فرمان له لارې نقلي مشروعيت لري، وکيلان يې اندېښنې پسې واخيستل، چې د تذکرو مسله خو روغه روانه ده. که چېرې همداسې پر مخ لاړه شي؛ نو امکان لري، چې په ښه توګه پای ته ورسېږي او پارلماني ټاکنو ته زمينه برابره شي.

نو دې خوارانو خو خپله څېره اوبو کې ليدلې، چې دا ځل پرې څوک د ښو خلکو ګومان نه کوي. امکان ډېر دی، چې بېرته د خپل کلي بدمعاشۍ ته پاتې شي.

نو همدا ورته ښه لاره ښکاره شوه، چې د تذکرو د جنجال پاڼه بيا راواړوي. تذکرې به وځنډېږي، له مخې به يې پارلماني ټاکنې لا وروسته شي او د دوی نقلي وکلات به دوام پيدا کړي.

قومي ټيکداران:

دا خو ښکاره ده، چې د افغان کليمې مسلې پر وړاندې ولس غلی نه پاتې کېږي؛ خو په دې غلي نه پاتې کېدو کې يوه ستره وېره هم شته او هغه د همدې وکيلانو په څېر د کابل د سړکونو بدرنګ قومي سياستمداران دي.

دوی هم تل هڅه کړې، چې د خپل او د خپلې ډلې د سياسي شهرت لپاره ملت له ژوبلې ګوتې ونيسي. اندېښنه راسره همدا ده، چې دا ستر ملت يو ځل بيا د ولاړ دښمن پر وړاندې د قومي سياست ناندريو ته تم نه کړي.

خدای دې نه کړي، چې بيا هغه بدرنګه شعارونه پورته شي:

(( افغان مساوي پښتون؛ نو زه افغان نه يم.))، ((چې ځان ته افغان نه وايي؛ نو له امو دې واوړي.)) په حکومت کې بې برخې زړه ډکي تش په نامه سياستمداران به د کابل او د لويو ښارونو د سړکونو په متر کولو اخته وي، چې کله به پرې له همدې شعارونو سره پلی تګ کوي.

يو خبره ښکار کوم، چې ماته د افغان کليمه په دې نه ده مهمه، چې د پښتون په توګه ورسره تړاو لرم. بلکې مهم اړخ دا دی، چې زما د ګران وطن د نامه تشريح ورپورې تړلې ده. د ملي يووالي د نږدې کېدو لپاره پرته له دې کليمې بله سمبوليکه کليمه نه لرو، چې سره يو موټی مو کړي. دا له بله اندېښنه، چې له امله يې زما د پېژندنې پاڼه لا هم زما په لاس کې نشته.

نو د ملي هويت په ننګه راوتونکو ښاغلو ته وايم، چې د دغې سترې ملي مسلې پلويتوب او مخالفت د قوم له ادرسه مه کوئ، بلکې د ويښ ملت په توګه د بدرنګه وکيل، ځان غوښتي قومي سياستمدار او ويده حکومت پر وړاندې يو موټي شئ او د خپل ملي هويت ساتنه وکړئ.

حکومت دې لاس تر زنې نه کېني:

داسې دې نو خدای نه کړي، کنه بيا نو مسله، د افغان هويت له ګټلو هم خطرناک پړاو ته ځي.

حکومت دې همدا حالت د خپل حيثيت د ساتنې او د روانې دورې تر ټولو د ستر چارې تر سره کېدو مهال وګرځوي.

په خپله فيصله دې ودرېږي. پارلمان ته بايد ورپه ياد کړي، چې مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې دی او په حل شوې ملي مسله کې دې بيا د خپلو بدرنګو ګټو د خونديتوب په خاطر ګوتې نه وهي.

د تذکرو مسله حل ده. افغان د ملي هويت په توګه سره کرښه ده او دغه سره کرښه کشل کړای شوې او منل شوې ده. د قومونو خونديتوب اړتيا ده او دې اړتيا ته هم پکې په درنه سترګه کتل شوي دي.

حکومت بايد په سړه سينه خپلې چارې پر مخ بوځي. مسووليت يې همدا دی، چې د افغان هويت په خونديتوب دې افغانستان له شته نامريي ګواښ څخه وساتي. کنه داسې چقړې به د خپل سياست پر مخ ومښي، چې د تاريخ اوبه به يې هم نه شي مينځلی.

کنه ګومان به په يقين بدل شي، چې حکومت هم له پارلمان سره په روانه لوبه کې سم شريک دی.

One thought on “د ملي هويت چیغه | ذبيح الله احساس”
  1. د افغانستان خلک بې حکومته خپل ژوند په آسانی سره پر مخ نشي وړي ، خو بې پارلمانه هېڅ نه پېښیږی. د جنګسالارانو، بدماشانو ، غلو ، داړه مارانو ، قاتلانو ، وطن پلورونکو وکیلانو نه نور د خیر او خدمت توقوع کول خپل ځان غولول دي.
    البته وطندوسته او ټولنې ته د خدمتګارو او خواخوږو وکیلانو ته د دوه لاسي سلام وي.
    د ملي هویت چیغه به ژوندۍ ساتو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *