محمد عارف رسولي

لیکوال : محمد عارف رسولي

په تیر پسې دوهمه برخه –

همدارنګه، د پورته مسئلو ترڅنګ د ملت د ټولو خلکو په یوه ګډ نامه یادیدل لکه ټول مسلمانان دي، ټول افغانان دي او نور هم خورا مهم رول لري. لکه د نړۍ په نورو هیوادونو کې چې مثالونه یې امریکایان، انګریزان، فرانسویان، جاپانیان، هندیان، مصریان او نور دي په یوه ګډ نامه دخلکو پيژندنه د ملي هویت او ملي یو والي لپاره خورا ګټور، اغیزمن او اړین عنصر دئ. دا خبره که پخوا دومره مهمه نه وه خو په اوس وخت کې چې د تکنالوژۍ او رسنیو انقلاب راغلئ، نړۍ لکه یو کلئ شوې، کلتوري یرغلونه او اغیزې زیاتې شوې دي خورا زیات اهمیت لري. خو که د یوه ملت خلک په رسنیو، پیژندپاڼو، پاسپورتونو او ورځنۍ محاوره کې په یوه نامه یاد شي د رواني نظره د یو والي، پیوستون او یو له بل سره د تړاو فکر یې تقویه کیږي. خو که په هر څه او په تیره بیا په پیژندګلوۍ کې په بیلوالي تاکید وشي نو طبیعي ده چې له یو بل سره یې نژدې کیدل ستونزمن شي.

دلته زه له ګرانو لوستونکو سره خپله یوه خاطره شریکوم. څو کاله مخکې زه هند ته دیوه کنفرانس او ټریننګ لپاره تللئ وم. له ما یوه هندي چې ډېر کلونه مو سره پیژندل وپوښتل چې زه څوک یم. زه پوه شوم چې هغه زما د قوم پوښتنه کوي خو ما ورته لاسي وویل چې زه افغان یم. بیګا ته میلمستیا وه او هغه له یوه بل افغان څخه زما د قوم په هکله پوښتلي وو. هغه بله افغان ورته زما او دخپل قوم ویلي وو. نو بیا هغه هندي په خندا راته وویل چې ولې ما له ده خپل قومیت پټ کړئ دئ. ماته ډېره غوصه راغله او ورته ومې ویل. که ته نیویارک ته لاړشي او له تا څوک پوښتنه وکړي چې ته څوک یې آیا ته ورته وایي چې ته سک یې، ګجراتي یې، مرهټي یې، تامیل یې او که وایي چې هندي یي؟ ماورته وویل زه په خپل قوم نه شرمیږم او نه یې پټوم خو تاسې ولې موږ ته د یوه ملت کیدو موکه نه راکوئ او په قومونو مو ویشئ. ما ورته وویل چې موږ افغانانو ډېرو نورو ملتونو ته د دوستۍ لاس ورکړئ وو خو په خواشنیۍ سره هغوي زموږ له پاک نیته بده ګټه پورته کړه او له موږ سره یې خیانت کړئ دئ او په شخړو یې اخته کړي یو. همدارنګه که هر بل څوک موږ ته د دوست په سترګه ګوري خو زموږ له ښه نیته دې بده ګټه نه اخلي او په موږ کې د درځ او بې اتفاقي نه اچوي کنه نو موږ به یې بیا ونه بښو او له دوستۍ به یې لاس په سر شو. په هغه میلمستیا کې کې په یوه ستر ګډ میز د هند ډېر پوهان ناست ول هغو هم زما خبره تایید کړه او هغه کس بیا پخپله تیروتنه قانع شو.

زه د خپلې وظیفې په اړوند ډېر بهرني سفرونه کوم او سروکارمې د سیمې له کارپوهانو سره وي. باور وکړئ دا خبره زموږ په ګاونډ کې تر هندوستانیانو د نورو ګاونډیانو خلک ډېره پالي. له تا به وپوښتي چې ته په قوم څوک یې او کله که درباندې پوه شول چې ته د یوه مسلمان هیوادپال افغان په توګه خپلو ملي ګټو ته ژمن یې، دخپل هیواد دکوم چا په هکله له دوي سره څه نه وایي نو بیا درسره روغبړ هم نکوي او ځان درنه تیروي. که تاسو د نورو هیوادونو له خلکو د دوي د ملي ګټو په هکله یوه شکمنه پوښتنه وکړئ نو په حتمي توګه یا درته د رد ځواب درکوي او هیڅکله هم د خبل ملک په تاوان ان په خبرو کې نه درسره مل کیږي.

زموږ د هیواد په نوو بریښنایي تذکرو کې د افغان او مسلمان د کلمو په سر جنجالونه

تاسو ټولو ولیدل چې زموږ په هیواد کې په ملي پیژندپاڼو کې د افغان د کلمې د لیکلو او یا نه لیکلو په اړه ناندرۍ رامنځته شوې. باید ومنو چې دې ستونزې او مسئلې ته د قضیې دواړې خواوې باید په سړه سینه وګوري او له احساساتو ډډه وکړي. ځکه دا ستونزه په ناندریو او یو بل ته په کنځلو نه حل کیږي.

د افغان د کلمې په پيژند پاڼو کې د لیکلو خواخوږي باید پوه شي که له دې ستونزې سره احساساتي برخورد وشي، له کرکې او ښکنځلو کار واخیستل شي نو دا به زموږ د ملي هویت سره دټینګښت سره مرسته ونه کړي. بلکه د دې ګټه به هغه چاته ورسیږي چې په افغانستان کې د پرګنو ویش ته لمن وهي او اوبه خړوي او کبان نیسي.

همدارنګه، هغه څوک چې د یوه او یابل لامل له کبله د ملي هویت په هکله ستونزه لري او د افغان کلمه ښه نه ورته ښکاري له ځان سره دې ښه فکر وکړي چې بل انتخاب له موږ سره نشته که غواړو چې په سرلوړي، اباد او مستقل افغانستان کې سره ګډ او د عزت ژوند وکړو. دا ولې داسې ده؟

په اوس شرایطو او ننګونو کې دا یو منل شوئ، تاریخي او د ویاړه ډک ملي هویت دئ چې زموږ په ملي وثیقه یا اساسي قانون کې ورباندې هوکړه شوې ده، د هیواد تولو خلکو ته کارول کیږي او اکثریت ورباندې ویاړي.

همدارنګه، باید ومنو چې دا دهر چا حق دئ چې د خپلو بشري حقونو، متوازنې پرمختیا، په ملي مسئلو او پریکړو کې د پراخه ګډون داعیې ته نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي، که له شرایطو خوښ نه وي ورباندې د قانون په چوکاټ کې نیوکه وکړي او هم د نورې نړۍ دخلکو په څیر خپل ملی هویت هم ومني او ورباندې و ویاړي. همدارنګه، دا زموږ دټولو مسؤلیت دئ چې د خپل هیواد د ټولو خلکو د حقونو او پرمختیا څخه غوڅ ملاتړ وکړو که هغه زموږ له قوم او ټبر څخه وي او که نه وي.

لنډیز او وړاندیزونه
  1. د هیوادونو په ملي ژوندانه کې ملي هویت یوه نسبتا نوې مسئله ده، نوې پوهه او لورئ لید غواړي او په زړو لارو ملي هویت نه ټینګیږي،
  2. ملي هویت د هر هیواد دخلکو لپاره د پیژندګلوۍ، وحدت، د خپلو ملي ګټو د تعریف او ساتنې لپاره خورا اړین ارزښت دئ او نن ملتونه ورته ډېره پاملرنه کوي،
  3. افغانان هم باید دې مسئلې ته په زړو عینکو او د سوچه قبیلوي نظره ونه ګوري. باید پوه شو چې د ملي هویت ټینګښت په کرکجنو بیانونو، کنځلو، احساساتي خبرو لاسته نه راځي. زموږ سیاستوال باید له نورو بریالیو ملتونو په دې هکله زده کړه وکړي او د خپل هیواد په یومو‎‎ټي کولو کې ورنه کار واخلي،
  1. موږ پوهیږو چې ځینې بهرنۍ کړۍ شته چې خپلې ناروا ګټې د افغانانو په ویش کې ګوري، زموږ یووالئ د ځان په ګټه نه بولي نو ځینې داخلي کړۍ هڅوي چې د خپل ملي هویت له منلو ډډه وکړي تر څو په ملک کې بیل بیل هویتونه رامنځته شي او زموږ ملي هویت کمزورئ شي او هغوي ځانته د نفوذ خلک پیدا او دخپلو ګټو لپاره یې وکاروي.
  1. د ننه په هیواد کې ځینې خلک ډاریږي چې که په ملک کې په ملي هویت باندې تاکید وشي او د ملت ټول خلک په یوه ملی هویت باندې فخر وکړي نو هغوي چې د قومي سیاست له کبله ملیونران او رهبران شوي دي خپلې ګټې به له لاسه ورکړي.
  1. ځینې خلک کیدئ شي داسې و انګیري چې که هغوي د ملي هویت په چوکاټ کې ګډ شي نو خپل قومي هویت به له لاسه ورکړي،
  1. په قومي او قبیلوي مسایلو بې ځایه او په نا سمه توګه زیات ټینګار کول تر شخړو وروسته زیاتیږي، د سولې، پرمختګ او هوساینې په وخت خلک ورڅخه بده وړي. بیځایه ، احساساتي، غیرعلمي او د کرکو ډک قبیلوي دریځ ډېر وختونه د ګټې په ځای تاوان لري. موږ وینو چې په ښاري، متمدنه او پرمختللې ټولنه کې خلک په یوه منل شوي چوکاټ کې ټولو قومونو او ژبو ته درناوۍ کوي، او هم د یوه ملي هویت منلو ته تیاریږي،
  1. هغه قوم چې په قبیلوي مسایلو کې په عقلاني اندونو تکیه کوي، له نرمۍ کار اخلي او د نورو قومونو سره ټولنیزو اړیکو ته لیوال وي زیاته د جزب قوه لري. نو ویلئ شو چې ترحد زیات په قومي مسایلو تکیه کول او قومي او ژبنیو کرکو ته لمن وهل دهیچا په ګټه هم ندي،
  1. دا پورته مسئلې د نن نړیوال ژوند نه بیلیدونکې خواوې دي او باید په عقلاني توګه ورسره چلند وکړو. وګورو چې نورو ملتونو چې ملي هویت ستونزې یې درلودې او یا یې لري په څه ډول یې حل کړې دي او یايې حلوي له کومو علمي تګلارو کار اخلي. موږ هم له هغو څخه د خپل هیواد شرایطو سره سم له هغو څخه ګټه اخیستلئ شو،
  1. دواړه خواوې باید پوه شي چې که سوله، پرمختیا، سوکالي او هوسايي په ملک کې راشی نو د هرچا حقونو ته درناوئ کیږي، او د کرکې او ملي هویت نه منل د هیڅ کوم قوم، ګروپ او سیاسي فکر په ګټه نه ده او پایله یې رسوايي او پاته راتلل دي،
  1. زموږ د هیواد زعامت باید د غوره کلتوري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو پروګرامونو له لارې په دې لاره کې لوړ قدمونه واخلي. زموږ فرهنګي سټې باید پدې هکله خپل دنده ښه وپیژني،
  1. زموږ په هیواد کې شته چاپي، بریښنايي، تصویري او نورو رسنیو ته اړینه ده چې د هیواد په دواړه ملي ژبو او که ممکنه وي په نور خپلو ژبو باندې خپرونې ولري.
  1. اړینه ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې تر وسه وسه د یوې ملي ورځپاڼې چې په دواړو پښتو او دري ژبو باندې مقالې او لیکنې لري رامنځته شي ترڅو مو خلک له دواړو ملي ژبو سره ښه بلد شي. په ګډه د ملي مسایلو په هلکه شننې، ارزونې او تحلیلونه ولولي او نظر وباندې ورکړي. په دې توګه به د ملت د ټولو خلکو فکر یوه لور ته رهبري شي،
  1. بریښاني ویبپاڼوته هم اړینه ده په دواړو ژبو مقالې ومني او خلک وهڅوي چې په دواړو پښتو او دري ژبو مقالې د خپرولو لپاره ورواستوي او په دې هکله روښانه پالیسي ولري،
  1. اړینه هرڅوک په رسنیو کې له هرډول زهرجنو خبرو او د نورو د سپکولو په ځای په علمی او متمدنه توګه که کومه نیوکه لری له خلکو سره یې شریکه کړي.
  1. د ملي هویت د ټینګښت خواخوږي باید ښه پوه شي چې د ملي هویت ټینګښت یوه اوږد مهاله داعیه ده، د ډېرو سپیڅلو ملي رهبرانو، خبیرو روحاني شخصیتونو، فرهنګیانو، لیکوالانو، هنرمندانو، د پوهنتون د استادانو او سیاستوالانو او نورو دنده ده چې ورته نه ستړې کیدونکئ کار وکړي. اړینه ده چې دا ګروپ خلک ښه کدرونه وروزي، په دې لاره کې علمي پروګرامونه رامنځته کړي او تر بریا یې ورسوي.

د دې لیکنې لومړۍ برخه

One thought on “د ملي هویت په مسئله کې د ګډ نامه رول”
  1. ډیره په ځای او ګټوره لیکنه ده ، لیکونکی ته د اوږ سرلوړی ژوند غوښتونکی یم ، واقعا د ا مسله د یوملت راتلونکی ټاکی ، که یو ملت په تعریف کی توپیر ښکاره شی ، هیڅکله بیا نور چاری عمغږی کیدای نشی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *