عبدالله الهام جمالزی –
په یوه څوکۍ کې د نړیوالو رسنیو، مدني ټولنې او چارواکو په منځ کې د لندن کنفرانس په یوه بحث کې ناست وم، ټاکل شوې وه چې موږ ته په مخامخ څوکۍ د افغانستان د حکومت اجرایوي رئیس کېني او د افغانستان د دولت په استازولۍ د افغانستان او نړۍ د مدني ټولنو غوښتنې ثبت کړي او خپل تعهد وسپاري. د کوربه هېواد او نورو حکومتونو لوړپوړي چارواکي لکه وزیران او د پارلمان غړي ټول ناست وو؛ مګر ډاکتر عبدالله عبدالله نه ښکارېده، که څه هم شاوخوا یو ساعت وړاندې ما په دهلېز کې د ګڼو خلکو په منځ کې لیدلی و؛ خو حیران دې ته وم چې ولې تالار ته د ننه تشریف نه راوړي.
پنل د بي بي سي مشهورې خبریالې لیزدوسېت چلاوه او اړ شوه چې په تکراري ډول اعلان وکړي چې باید ډاکټر صاحب تالار ته تشریف راوړي، اوږد انتظار پای ته ورسېده او د تالار په یوه ډډه کې دروازه پرانستل شوه، شاوخوا پنځلس کسان چې په تېرو انتخاباتي منډو ترړو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ټیم کې لیدل کېدل ولیدل شول، لکه محمود صیقل، مجیب رحيمي او داسې نور. په منځ کې یې ډاکتر صاحب ښکارېده، چې د تل په څېر په ترټولو ښکلو جامو کې دی، وړاندې ولاړ او په خپل ځای کېناست.
دا د لندن له کنفرانس یوه ورځ مخکې د آینده په نوم د مدني ټولنو کنفرانس و، چې د مدني ټولنو لپاره يې ښې لاسته راوړنې درلودې؛ خو د افغانستان د حکومت د ضعف ټکو ته سوچ وړی وم، ځکه چې د افغانستان د حکومت استازولي د ولسمشریزو ټاکنو په ناندریو کې د رامنځته شوي پوست یانې اجرائیه ریاست داسې سیاستوال کوله چې له فېشن، تظاهر او ځان ښودنې پرته یې هېڅ له ځان سره نه وو راوړي.
داسې تمه کېده چې ډاکتر عبدالله عبدالله به په خپله وینا کې د افغانستان د حکومت په استازولۍ د کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړي چې په اصطلاح د ملي وحدت حکومت به هغو تمو ته منفي ځواب ونه وایي، چې خلک په تېره بیا مدني ټولنې يې په دغه حساس پړاو کې لري؛ خو هغه څه چې د ډاکتر صاحب له کردار او ژبې ښکاره وه ډېر نهیلي کوونکي وو.
ویناوالو جدي بحثونه وړاندې کول؛ خو ډاکتر صاحب په تظاهرانه انداز یوې او بلې خوا ته سترګې اړولې او په خلکو کې يې کتل، یو ځای د افغانستان له حکومت څخه د غوښتنو وار راورسېد، ما فکر کاوه چې حتماً به یې نوټ واخیستل شي په داسې حال کې چې هېڅ لوری مې ونه لید چې هغه غوښتنې او اندېښنې چې یادونه يې کېده نوټ کړي، لږ تر لږه د یوه ظاهري غبرګون لپاره.
زه په جدي ډول په خپله څوکۍ په دې سوچ کې ډوب وم، چې دا ښاغلی دلته په دې کنفرانس کې د چا استازولي کوي؟ هغه ویډیوګانې مې په یاد راغلې چې د شمالي ټلوالې د جنګسالارو مشرانو لپاره پکې د راټولو شوو خلکو چکچکې نندارې ته وړاندې کېږي، راځئ په ډاګه ووایم چې په خپل ځای کې ډېر خجالت ناست وم چې زما د هېواد استازولي ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرائیوي رئیس په توګه کوله.
د لندن کنفرانس لپاره د حکومت له چمتووالو، د دندو له وېش او د دوی له عمل او ویناوو له ورایه جوته وه چې حکومت جدي ستونزې او ضعفونه لري.
د حکومت په دریځ پاڼه او د کنفرانس لپاره په چمتو کړو اسنادو تر ډېره ولسمشر په خپله کار کړی و، د پخوا په پرتله چې هغه مهال به په دا رنګ کنفرانسونو کې وړاندې کېدونکي اسناد تر ډېره د مالیې وزارت وو، دا ځل تر ډېره د ولسمشر اسناد وو، دغه راز د مدني ټولنو پیغامونه هم هیله منوونکي وو.
شاید د همدې ستونزو له امله وو، چې نړیوالې ټولنې په خپلو ټولو ویناوو کې چې د لندن په بین الوزراء کنفرانس کې يې وکړې سوړ غبرګون درلود.
په آینده کنفرانس کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په وینا کې تر پایه بحثونه په (زه) راورڅېدل، زه له ولسمشر سره داسې کوم، زه داسې کول غواړم، زه له ولسمشر غني سره په یوه حکومت کې کار کولای شم او یا داسې کول غواړم… د هغه له وینا هیڅ داسې اخیستون نشو کېدای چې هغه دې د حکومت یوه برخه وي.
په اصطلاح د ملي وحدت د حکومت په دننه کې د ژور اختلاف، د همغږۍ نشتوالي او تخريبي چال چلند احساس د ډاکتر عبدالله په کمزورې، غیرمسلکي او غیرعلمي انګلیسي وینا کې له ورایه څرګند و، چې له بل هر وخت زیات يې زما نهیلي زیاته کړه.
دا په نړیوالو او رسمي محافلو کې د افغانستان د استازولۍ یوه بېلګه صحنه وه چې د ملي وحدت په نامه د جوړ شوي څو سره حکومت ضعیف خو تحمیل شوی کیفیت يې نندارې ته اېښی و، او لکه څرنګه چې د شاوخوا دریو میاشتو په تېرېدو سره افغانستان ورځ تر بلې د ستونزو او ناکراریو په لور روان دی هغسې په نړیواله کچه هم د بې اعتبارۍ او سپک پرستیج په لور په حرکت کې دی چې د ولسمشر او اجرائیه ریس او د هغوی د معاونینو ضد او نقیض او خطرناک دریځونه او چلند يې ښې بېلګې دي.