د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته چي کله د حامد کرزي په مشری نوی حکومت رامنځته سو د نوموړي حکومت په وړاندي تر ټولو لویه ننګونه اداري فساد وو، چي د اداري فساد لوی عامل په خپله حامد کرزی بلل کيده ځکه چي حامد کرزي د جنګ سالارانو، زورواکانو په وړاندي قاطع دریځ نه درلودی او حتأ دهغوی په حمایه کي یې لا هم د حامد کرزي لاس وو.
بي عدالتي د دولت او ولس تر منځ فاصله په نړیواله کچه د نړۍ دوهم فاسد هیواد هغه څه وه چي حکومت یې د لویي ننګوني سره مخ کړی وو د ولس حوصله هم تنګه سوي وه ، ولس هم د بدلون خبره کوله کله چي ډاکتر اشرف غني واک ته ورسيدهغه په خپلو انتخاباتي شعارونو کي د تحول او تداوم شعار ورکړ، زه د یو افغان لیکوال په حیث مسؤلیت لرم چي د خپل هیواد د ملي ګټو په خاطر حقایق ووایم
زه دا منم چي ډاکټر اشرف غني په حکومت کي ستونزي سته د حامد کرزي په حکومت کي هم ځیني مثبتي کړني موجودي وي زموږ قضاوتونه باید داسي نه وي چي هغه مطلق مثبت مطلق منفي وي هر څه باید دقیق وارزوو او بیا قضاوت وکړو زه د ډاکټر صيب اشرف غني د حکومت سیاسي مخالفینو په اړه دومره وایم چي د هغوی مخاليفتونه پر ملي ګټو ولاړ نه بلکه لویه برخه یې د سیاسي واک د غوښتنو په معنی ده چې پدي هر افغان پوهیږي، ددغو سیاسي مخالفینو له ډلو څخه چي یوه ډله په ترکیه کي عبدالرشید دوستم، عطاءمحمد نور، محمد محقیق ،احمد ضیاء مسعود او صلاح الدین رباني ترمنځ اتيلاف وسو، ددې تر څنګ انورالحق هادي د اپوزيسيون په نوم یو ادرس اعلان کړ او بل پلو په کندهارکي د دیرشو وکیلانو او د ځینو سیاسینو په شمول غونډه جوړه سوه چي د غونډي عنوان د امنیتي ځواکونو ملاتړ خو دا هرڅه برعکس وه د موجوده حکومت په وړاندي له ګواښ ډکي خبري وسوي او په دوی کي ډیري داسي څیرې وي چي د هغوی څیرې د ملي ګټو په اساس نه بلکه د شخصي ګټو پر اساس وي، زه د ترکیي د ناستي یادونه کوم زه د ترکيي د ناستو کسانو د هر فرد په اړه خپل نظر وایم زه د ښاغلي دوستم په اړه وایم چي ایا د ډاکتر اشرف غني مخالفت به دده سره پر ملي ګټو وي که په شخصي ګټو د دوستم حرکتونه په شمال کي د خودسره عملیات د ایشچی سره دومره ناوړه چلند،تاسي قضاوت وکړئ چي ایا ددوستم سره مخالفتونه پر څه وه د هیواد د ولسمشر د لومړي معاون په حیث دده کومه کړنه د هیواد یا د ولسمشر اشرف غني سره د ملي ګټو په خاطر وه چي مخالفتونه یې زیږولي دي.
احمدضیا مسعود چي په ښي حکومت داری کي د ولسمشر خاص استازی وو کومه لاسته راوړنه ښودلی سي او په کومه ورځ چي له دندي ګوښه سو په هم هغه ورځ یې حکومت چیلنج او بد معرفي کړ محمد محقیق چي د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال دی دده خبره داده چي اشرف غني واک دي انحصار کړی دی او د وزیرانو صلاحیتونه یې اخيستي دي زه دا خبره کوم دوی خو دا ډول صلاحیتونه غواړي چې په دې وطن کي د وزیرانو مقرری په قومي او تنظیمي ډول وسي هر وزیر چي زړه یې غواړي هغه وکړي، هغه معیارونه چې د مقرریو لپاره په نظر کې نیول سوي دي دوی هغه معیارونه نه مني دوی واک انحصار ميعار ته وایې، صلاح الدین رباني چې د خارجه چارو وزیر وو خیرخیرت وو کله چي د وزارته ليري سو بیا هرڅه خراب سول او د حکومت په وړاندي راووتل د انورالحق هادي په اړه درته وایم چي د کرزي صيب په دیارلس کلن حکومت کي پر وظیفه پاته سو یوه ورځ یې هم د فساد او بي عدالتی خبره ونه کړه کله چي د ډاکټر اشرف غني په حکومت کي د وزارته پاته سو بیا یې اپوزيسيون اعلان کړ حتآ ده په خپل یوه مرکه کي وویل چې ډاکترصاحب اشرف غني زما سره د وزارت خارجه قول کړي دی اوس که وزارت ورته ورکړي خیرخیرت دی که وزارت نه وي بیا هرڅه خراب دي لکه د ډاکتر صاحب فاروق وردګ چي د وزارت د مقرریدو مخکي په خپل یوه مرکه کي وویل چي د ډاکتر اشرف غني حکومت پر ای ایس ای خرڅ سوي دی او دا حکومت مشروعیت نه لري اوس خبره داده چي پر ای ایس ای خرڅ سوي حکومت کي باید بیخي سړی کار ونه کړي، ټول مخاليفتونه همدغسي وارزوی.
زه د ډاکتر صاحب اشرف غني د حکومت د څو مثبتو بیلګو یادونه کوم هغه خارجي سیاست ډیر واضح څرګند کړ، پاکستان او ایران چي دافغانستان د خاوري دښمنان دي هغوی دواړه یې په فریاد کړل د افغانستان اساسي پروژو، بندونو او خاص ډول د اوبو د مهارولو باندي یې کار پیل کړ په هیواد دننه یې مافیا او زورواکان کمزوري کړه.
دا صحیح ده چي واک او قدرت د انسان فطرتي غوښتنه ده په ولسواکۍ کي غونډي او مظاهري د هر چا حق دی خو ملي ګټي باید وپالل سي دوی باید د ډاکټرصاحب اشرف غني د حکومت وه منفي کړنو ته اشاره کړي وای او داسي دلایل یې وړاندي کړي وای چي هغه هر چاته د قناعت وړ وای نه داچې بس زه خوابدی یم او دا حکومت نور د چلند وړ ندی دانو بیا ولس نه مني خو هرڅه باید د هیواد د ملي منافعو او ګټو په لرلو سره وغوښتل سي زه ددوی دغه کړونو ته اپوزيسيون هم نه وایم ځکه چي افوزیسون ملي ګټي او ارزښتونه نه تخریبوي بلکه افوزیسون دنده داده چې حکومت باید اصلاح کړي دغه حرکتونه د حکومت سیاسي مخالفین ویل کیږي اوس هم موږ د ډیر بد حالت څخه تیریږو په کار داده چي تر شخصي ګټو تیر او د هیواد ملي ګټي خپل اولیتونه وبولو تر څو د موجوده ناخوالو څخه ځان خلاص کړو.