حبیبه اشنا –
څه باندې شپږ میاشتې کېږي چې جمهور رئیس اشرف غنی او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر له خوا سره یو ځای کیدو ته اړ شول څو د ۲۰۱۴ (۱۳۹۳) کال د ټولټاکنو اړوند ناندرو ته د پای ټکی کیږدي.
خو لا تراوسه د ملي وحدت حکومت په دې نه دی توانیدلې چې د خلکو هیلې او غوښتنې پوره کړي. دواړه رهبران په مهمو مسایلو لکه د کابینې په جوړولو د لوړ پوړو چارواکو په ټاکلو، له طالبانو سره د سولې په خبرو، او د یمن د بحران په برخه کې د افغانستان د موقف په هکله یوشان نظر نلري.
ولس د طالبانو له ګواښونو سره- سره تېرکال په ولسمشریزه ټولټاکنو کې په پراخه او بې ساره توګه ګډون وکړ. او د مفسرینو وړاند وینې ېي غلطې ثابتې کړې . په ټولټاکنو که له پراخ ګډون څخه د خلکو هیله دا وه چې نوی حکومت به په هیواد که سوله او عدالت تامین کړي او د خلکو لپاره د کار موقع برابره کړي. خو کله چې جان کیري د دواړو رهبرانو ترمنځ معاملې ته لاس پورې کړ نو د خلکو ټولې هیلې ېي خاورې کړې.
اټکل کېده چې د دې ټاکنو ترسره کېدل او کامیابېدل د افغانستان په شان هېواد لپاره به اسانه نه وي او د ټاکنو د اعلان نه وروسته تاوتریخوالې به لا هم زیات شي. خو بیا ځېنې وايي چې د جان کېري راتګ افغانستان له دردناکې نامالومې راتلونکې څخه وژغورو اوهغه په دی کار وستایل شو، خو له لومړۍ ورځې دا په ډاګه وه چې دا تړون یو ناکامېدونکې تړون و. یا په عامه اصطلاح چې دا وړۍ نه شړۍ کېده. ځکه چې دواړه ښکیل اړخونه له شپږو میاشتو اوږدو ټاکنیزو کمپاینونو څخه یو دم سره یوځای کېدو ته اړ شول. هغه هم په خپلې خوښې نه، بلکې د یو داسې واکمنه بهرنیو چارو وزېر له وجهې چې د هغه په وړاندې دوی هیڅ هم نه شول کولای. شپږ میاشتې وروسته ثابته شوه چې دغه تفاهم د با کیفیته خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې د حکومت د ناکامۍ اساسي دلیل دی ځکه چې اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه په ملي مسایلو کې سره هم نظره نه دي . زموږ مقصد دلته د ملي مسایلو څخه یو څو تګلارې نه، بلکې ملي ګټې او ملي منافع دي هغه منافع چې د یو هېواد د پاتې کېدو او د پرمختګ سبب کېږي.
ولسمشر غني ددې لپاره چې په پاکستان فشار راولي او هغه دې ته اړ کړي چې د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي، په یمن کې د روانو کړکیچو په دوران کې ېي د سعودي عربستان څخه ملاتړ اعلان کړ. او آن تردې چې حرمین او شریفین ته د ګواښ د متوجه کیدو په صورت کې یې په پوره قوت سره د دفاع کولو ژمنه هم وکړه. که څه هم داسې ښکاري چې عبدالله عبدالله د ولسمشر سره هم نظری دی، خو د هغه دویم مرستیال استاد محمد محقق – چې د ایران په پلوۍ مشهوره ټوپک سالار دی – له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې په یمن کې د سعودې عربستان د ملاتړ په برخه کې د حکومت له پریکړې سره خپل مخالفت وښود. دا مخالفت پخپله د دواړو خواوو د نظریاتو او د ملي ګټو د نه څرګندوالي یوه بیلګه ده.
سربیره پردې ، د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ (چې په ټاکنو کې ېي د جمهور رئیس څخه ملاتړ کاوه) د ټولټاکنو د اصلاحاتو د کمیسیون د مشرې په توګه ټاکل هم د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ نوي اختلافات منځته رواړل. اجرائیه رئیس دا و نه منله چې بارکزۍ دې د کمیسیون رهبري پرغاړه واخلي چې د پارلماني ټولټاکنو څخه مخکې ټاکنیز اصلاحات وړاندې کړي.
خو تر ټولو لوی اختلاف چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ دی هغه د لوی درستیز ټاکل دي چې د افغانستان په ملي اردو کې ډیره قوي او مهمه چوکۍ ده. ډاکټر عبدالله عبدالله غواړي چې خپل نژدې مشاور او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال عتیق الله بریالی مقرر کړي، خو د رپورټونو له مخې جمهور رئیس غني دا نه ده منلې. همدارنګه، د دفاع وزارت لپاره د ولسمشر غني نوماند افضل لودین (د ډاکټر نجیب الله د وختونو قوماندان، چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې په پاکستان کې روزل شوي مجاهدینو ته یې د جلال آباد په جګړه کې کلکه ماته ورکړه) د دفاع وزارت د نوماندۍ څخه تېر شو څو د دواړو اړخونو ترمنځ ستونزې لرې شي. که چېرې د افضل لودین په شان تجربه کار خلک د نوماندۍ څخه تېر شي او کار اهل کار ته ونه سپارل شي نو دا حکومت به هیڅ هغه څه ترلاسه نه کړي چې وعدې ېي کړې وې.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د وروستیو هغه نظریاتو نه خوشاله نه بریښي چې تیره میاشت یې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس لپاره د امریکا په متحده ایالتو کې په یوه رسمي بلنه کې وړاندې کړي وی. جان کیري په روښانه توګه د هغې معاملې په هکله چې تېر کال د ده په منځګړيتوب ترسره شوه، وویل چې “اشرف غني اړ نه و چې په هیڅ قانون، هیڅ مقرره، په هیڅ ډول قدرت شریک کړي او د ملي وحدت حکومت جوړ کړي”. عبدالله په کابل کې په یو کنفرانس کې وویل: “د اجرائیه رئیس پوست نه د تحفې په توګه ماته راکړ شوی او نه د خلکو د یوې ډلې استازیتوب کوي. دا پوست د ټولټاکنو او ملي وحدت د حکومت په پایله کې رامنځته شوی دی”.
د افغانستان خلک د ملي وحدت د حکومت له کړونو څخه ناامیده شوي دي. دا حکومت دوه مشران لري، او د تصمیم نیولو بهیر زښته ډېر ورو او پیچلی دی. د افغانستان عام خلک په دې شرمیږي چې ولې باید د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دې ته اړ شي چې زموږ د رهبرانو تر منځ د اختلافاتو د هوارلو لپاره هر ځل کابل ته راشی؟
د افغانستان خلک له دواړو رهبرانو څخه دا تمه لري چې د طالباونو د ګواښونو، د فساد پروړاندې د مبارزې او د خلکو لپاره د دندې د پیداکولو په شان په مهمو مسایلو پاملرنه وکړي، خو له بده مرغه، زموږ رهبران په نورو کارونو بوخت دي. . که دوی نشي کولای چې خپل نیمګړتیاوې پوره کړي نو یو رهبر باید د ملي ګټو په خاطر قرباني ورکړي او له خپلې دندې څخه ګوښه شي.
د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د قدرت د ترلاسه کولو په خاطر وروستۍ ناندرې د ګډ حکومت دپایښت احتمالات لږ کړیدي، په ځانګړی توګه هغه وخت چې په یو نیم کال کې د لویې جرګې د دایریدو تمه کیږي څو د اجرائیه رئیس عبدالله دندې او مکلفیتونه په سمه او قانوني توګه واضح ولیکل شي. د لوېي جرګې دایرول د حکومت د پایښت لپاره اساسي ازمیښت ګڼل کیږي. د اوسني حالاتو څخه داسې ښکاري چې لویه جرګه به هم ونه شي کولای چې په سمه توګه خپله دنده ترسره کړي ځکه د رهبرانو تر منځ اوسنی توپیرونه به د لويې جرګې په غړو ډېر اثر وکړي او د هغو لپاره به ستونزمنه وي چې د اجرائیه رئیس صلاحیت د لومړي وزیر په کچه لوړ کړي.
وايي وجدان هغه محکمه ده چې قاضي ته پکې ضرورت نشته ، خو افسوس چې د قدرت عاشقانو ته اوس دا خبرې زړې شویدي