قریب الرحمن سعید
څیړنه اوتحقیق : قریب الرحمن سعید –

وایی: دمردانو ویل دکاڼي کرښه ده ، حکمتیار د ټاکنو ترمخه ویل چې  ټاکنې  او ووټ هیڅ ارزښت نه لري ، ځکه  د ولسمشرۍ  له پاره دکاندید په اړه پریکړه  دولس ووټ نه بلکه دامریکا سفارت کوی .»

ویل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال   داپریل دمیاشتې  د ولسمشرۍ ددویم پړاو ټاکنې په درغلیو ډکې وې ، اشرف غني او عبدالله یو په بل تورونه ولګول خو د عبدالله د ټیم تورونه ډیر زیات و، دشکایاتو کمیسیون، د ټاکنو کمیسیون ، دکرزي  په ولسمشرۍ او … په  ټولو د باور  د نه کولو چلیپا راښکودل شوه .  د جمعیت  له اړخه کاندید دناکامۍ سره مخ و.  دخپلې ناکامۍ راپور یی هم په خپله ورکاوه ، خو کله چې ددویم پړاو قسمي پایلي  اعلان شوې  اوپه کې د جمعیت د کاندید عبدالله راې  دخپل سیال اشرف غني څخه نژدې دولس  سلمه کمې راغلي نو بیا خو د انقلاب  غږ پورته شو . دهیواد ویش غږ دستونو څخه را ووت ،  د هیواد نوې نقشې او انځورونه خپاره کړل شول ،  د کابل په ښار کې یی د مختلفو سیمو څخه راوړې  کسان  و ګمارل تر څو مظاهرې وکړې ، په لویو چوکونوکې  خیمي نصب شوې ،  د لویی جرګي په خیمه یی ولکه وکړه او د هغې د فتحې وروسته یی د ولسمشر کرزی عکسونه راښکته کړل او په ځآې یی د خپل کاندید عکس و لګاوه ، دښار په مختلفو سیمو کې یی هم  په بورډونو باندی دخپل کاندید عکس ولګاوه او هغه ته یی د ولسمشر لقب ورکړ.

 د لویی جرګي په خیمه کې  عبدالله مترددې ، بې ارتباطه او ګواښمنې خبرې وکړې ، دخلکو نه یی و غوښتل چې دموازي حکومت د جوړښت له پاره   وخت ورکړي  ځکه  د اوباما سره یی خبرې کړې او دهغه د بهرنیو  چارو وزیر  جان کیري به  راځي اودهغه سره به دمسئلې په حل خبرې کوي ، خو ګواښ یی وکړ چې هیڅوک به یی د ولسمشرۍ د ماڼۍ د نیولو تر مخ  خنډ نه شي ، او نه به څوک خنډ کیدو ته پریږدي ،  ویی ویل چې ټوټه ټوټه  به شم خو دخپل حق ، یعنې ولسمشرۍ ، څخه به لاس  وا نخلم ،  ملګرو یی د الله اکبر په بدرګه شعارونه ورکول .  قوماندان   ګدا وایی چې  « هیڅکله به هغه چاته  اجازه ورنکړي چې دمملکت په امورو واکمن شي  چې دبهر نه راغلي ، مونږ جهاد کړې ، روسان مو زغلولي ، ویني مو توې کړې او.. په دې هیواد دحکمرانۍ حق  یواځي زمونږه دې او …. نورو یی هم دغه ډول شعارونه ورکړل . د لویی جرګې خیمه یی تر څو ساعتو په واک کې وه اود کرزي د عکسونو د سوځولو او په هغوې باندي د پښو په ختلو وروسته  په ارامه بیرته ستانه شول . نه پولیس وول اونه  عسکر ، نه دحکومت  کوم حکمران و چې پوښتنه وکړي او نه  داکار  چا کولې شو، ځکه چې د دفاع  وزیر ښاغلي بسم الله  دهغوې په کمپ کې دې ، د ولسشمرۍ لمړۍ  میراثي معاون  قانوني هملته په دغه غونډه کې شتون درلود  او دپارلمان هغه شمیر وکیلان چې په دې کمپ کې وو ټول  هلته موجود و ، یواځي څه  چې موجود نه و هغه  همغه قانون  و چې دوې پخپلو لاسو جوړ کړې و .  خو دوې زور درلود ، وسله یی درلوده ، د وسلې نمایش یی کاوه ، او خپل  اشنا ، امریکا، په موګي یی  دخپل زور څرګندونه کوله.

 د نظار شورا یا دشمال ټلواله  چې نژدې  ۲۳ کاله په هیواد  په پوره  پرانستي لاس او مکملې واکمنۍ سره حکومت کوي ، او چارواکي یی   د خپل فساد او خپلسریو له مخې د میلیونو ډالرو خاوندان  شوي ، حاضر نه ده چې دحکومت واګي بل څوک په لاس کې ونیسی ،  د ولسمشرۍ د لمړي پړاو په ټاکنو کې دغې ټلوالې د یوه میلیون څخه د زیاتو رایو تقلب کړې و ، په دې اساس  یی په ډیره ارامه توګه اودهمدې تقلب  په هیله  ددویم ځلي ټاکنو له پاره غاړه کیښوده ، خو ددویم  پړاو د ټاکنو وروسته په داسې حال کې  چې  د ټاکنو  رسمي او قسمي پایلي لا د ټاکنو د کمیسیونو له اړخه  نه وي اعلان شوي ، دغې ټلوالې  هیا هوي  جوړه کړه ، مظاهري یی پيل کړي ،  خیمي یی نصب کړي اوپه هغې کې  په کرایه  کسان کینول او ګواښوونه یی  پیل کړل او ..

 د دې ټلوالي یو مسؤل  کس اعلان وکړ چې  پس له دې به نه د ټاکنو دکمیسیون  ، نه د شکایاتو دکمیسیون او نه هم ددولتي چارواکو سره د ټاکنو په اړه خبرې وکړي ، وایی : چې دا ټاکني له یوه سره د اعتبار نه  وتلي ،په داسې حال کې چې نژدې ګڼ شمیر والیان او امنیي قوماندانان دهمدوې خلک و او څارونکي هم ددوې کسان وول خو ادعا کوی چې  نژدې په ۳۴ ټولو ولایتونو کې  ددوې په خلاف درغلي شوې ،  دوه نیم میلیونه رایی  ددرغلیو له مخې په صندوقونو کې  اچول شوي …..د ټلوالې داعلان  له مخې اوس ددولت ټولې ادارې د باور  او اعتبار څخه  وتلي دي ، دوې وایی چې : اوس به مونږ  خپله پریکړه  پخپله کوو .دا په داسې حال کې چې په پکتیا کې د ۱۹ حوزو رایی باطلي اعلان کړل شوي او د عبدالله نماینده یی ددې باطلو رایو په راټولولو سره   مالي جریمه کړې هم دې .

 ددې ټلوالې  غړي  (امرالله صالح ) وایی چې که چیري ددوې د خوښې پایلي  اعلان  نه کړل شي نو دوې به د ارګ  (  دولسمشرۍ دماڼۍ)  دروازې پرانیزې  او خپل ولسمشر ( عبدالله ) به  دولسمشرۍ په  مقام کینوي .  ددې ترڅنګ  د وسلوال قیام  ( چې اوس ددوې د وسې نه وتلې خبره ښکاري )  ګواښونه  هم کوي .یو لیکوال لیکي چې : د ډاکتر اشرف غني له پاره به تر ټولو ستره ستونزه د نظار د شورا له اړخه را پیداکیږي :  ځینی بیا  وایی چی امان الله ګذر او مرالله صالح ډاکټر عبدالله ته ویلی که ټاکنو کی مو مطلوبه نتیجه ترلاسه نکړه نو غم مه کوه کابل به زموږ په لاس وی!! اقومندان  عطا ویلی چی شمال څو ولایاته به هم زموږ وی، مخکی یی ویلی ول چی  دناکامۍ په صورت کې به  د وینو سیلابونه  جوړ کړو!! حکومت ته به سزا ورکړو!!!   داسی او داسی به وکړو….   ددوې شعارونه  دا ډول وو :

-«مرگ به کمیسیون مستقل انتخابات

– مرگ به ارگ!

– مرگ به ارگ نشینان!

– ارگ باید تخلیه شود و به‌طور مسالمت آمیز به داکتر عبدالله تسلیم گردد.

– یا ارگ یا مرگ

– رییس جمهور ما داکترعبدالله است، به هیچ چیزی دیگری قناعت نداریم!

– ما برنده هستیم!

– مرگ به اشرف غنی احمد زی!»

ددې ترڅنګ  معلم عطا محمد  په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ټول ننګوی او وایی چې څوک غواړې زمونږ سره په ټاکنو کې ګډون وکړي نو «دایی ګز  دایی میدان »

ښاغلې نور  په خپله خپره کړې اعلامیه کې وایی چې :

«هموطنان عزیز، مردم غیور و سربلند کشور!
حماسة حضور پرشور شما در هردو دور انتخابات ریاست جمهوری، درخور ستایش و قدر دانی است. اما برخورد های غیر دموکراتیک و نفی کننده ارزشهای دموکراسی و مردم سالاری از سوی حکومت و کمیسیون نامستقل انتخابات، پا گذاشتن روی حق خود ارادیت شماست.
وقتی هیچ اراده یی برای جدا سازی رأی پاک و نا پاک و به محکمه کشانیدن تقلب کاران مشهود و بالفعل، به نظر نمی رسد، راهی جز تصمیم گیری توسط مردم برای آینده خود شان باقی نمی ماند.
اقدام دیروز کمیسیون نا مستقل انتخابات مبنی بر اعلام نتایج ابتدایی پیش از جدا سازی، رأی سفید و سیاه، نه تنها یکبار دیگر باور مندی مردم را نسبت به آن نهاد از بین برد که دموکراسی و مردم سالاری را نیز جداً خدشه دار ساخت.
با توجه به باور مندی کاملی که هم در سطح ملی و بین المللی از کاربرد وسیع تقلب تا سطح دونیم ملیون رأی به نفع یک نامزد مشخص، وجود دارد، با تصفیه آن، آرای تیم تحول و تداوم زیر دو ملیون قرار می گیرد و برنده میدان، تیم اصلاحات و هم گرایی است. اما متأسفانه چنین اراده یی نه در کمیسیون انتخابات و نه در کمیسیون رسیده گی به شکایات، به دلیل همسو بودن آنها با یکی از ستادها، وجود ندارد که سیاه و سفید را و یا حق و باطل را از هم تفکیک کنند.
پس با توجه به این امر و پس از همه ی تلاش هایی که ما برای قناعت حکومت، جامعه جهانی و کمیسیون ها از طریق مذاکره و گفتگو برای حصول حق مردم خویش، بکار بستیم، به این نتیجه رسیدیم که تقلایی در کار است و هیچ تصمیمی برای پاسداری حق مردم به چشم نمی خورد. لذا چاره یی جز اعلام حکومت مشروع و مردمي، متصور نیست.
ما از همين حالا حكومت مشروع را با زعامت جناب داكتر عبدالله عبدالله اعلام مي داريم و خود را ملزم به پيروي از آن مي دانيم.

جناب حامد کرزی !
وقتی مردم تصمیم گرفتند که از بلخ تا هری، از کندهار تا بدخشان، از ننگرها تا جوزجان، از غور تا بامیان، از فاریاب تا پکتیا، از کندز تا هلمند، از فراه تا نورستان و از هر گوشه یی این کشور تيم اصلاحات و هم گرايي را حمایت کنند و زمینه را برای تأسیس نظام مردمي فراهم کنند، حق دارند که امروز ارادة آنان از سوی شما حرمت گذاشته شود و با اراده آنان محافظه کاری و بازی صورت نگیرد، بلکه با قاطعیت از حق آنان دفاع کنید. این حق مردم است و مسؤلیت شما که حق را از باطل جدا سازید. اما ديده مي شود كه قطعاً چنين اراده يي در شما وجود ندارد.
جناب حامد كرزي و جامعه جهاني توجه داشته باشند كه ما از عواقب هر اقدامي در مخالفت با حق مردم، قبلا هشدار داده بوديم، حالا كه شخص حامد كرزي و كميسيون هاي نا مستقل انتخابات بصورت گسترده در مهندسي انتخابات نقش داشته اند، و هيچ يك از دو طرف به شمول جامعه جهاني به صداي مردم پاسخ نداده اند، مسول عواقب اقدامات بعدي است.
هوا داران تیم اصلاحات و هم گرایی و آنانیکه به صدای ما لبیک می گویید:
ما در حالیکه از هر خواست شما حمایت و به صدای تان لبیک می گوییم، توجه داشته باشید که در حرکت های بعدی که موازی با اعلامیه های تیم اصلاحات و هم گرایی، راه می افتد، ضمن رعایت نظم جامعه و حرمت به شهروندان کشور، نکات آتی را در نظر داشته باشید:
ـ با نیرو های امنیتی و قوای مسلح کشور که از ميان شما و برادران شماست و مسؤلیت تأمین امنیت شما و نظم جامعه را بدوش دارند و همين گونه با نيرو هاي بين المللي كه دوستان و همكاران شماست، برخورد نکنید. با آنان در تأمين امنيت و نظم جامعه همكار باشيد. توجه داشته باشيد كه تأسيسات دولتي و غير دولتي و مؤسسات بين المللي را آسيب نرسانيد.
ـ به هیچ نهاد و مؤسسه دولتی که دارایی عامه است و با تلاش و سعی فراوان حاصل شده است، آسیب نرسانید. پاسداری از دارایی عامه را مسؤلیت خود بشمارید.
ـ در هر حرکت تان، نشان دهید که شما شهروندان منظم و پاسدار قانون هستید، از هر حرکتی که منتج به بی نظمی می شود، بپرهیزید.
ما برای عدالت خواهی و حق طلبی قربانی می دهیم تا فردای روشن این سرزمین، مبارزه مان را به یاد داشته باشد. نمی خواهیم تاریخ ما را جعل و تقلب، مزین کند. عدالت را سربرگ تاریخ می سازیم.
و من الله التوفیق
ستر جنرال عطا محمد نور
رییس عمومی شورای اجرائیه جمعیت اسلامی و والی بلخ»

د ټاکنو په اړه د  کتونکو اندونه :

یو لیکوال لیکي چې : که احتمالا د ډاکټر عبدالله ټیم  ټاکنی وبایلی نو د اوس وخت ځوانان به وګوری چی څوک بی امنیتی زیاتوی، ټولی رسنی څو لسیزی کیږی چی د حزب اسلامی پر ضد منفی تبلیغات کوی د دی تبلیغاتو په رأس کی شورای نظار،جمعیت اسلامی او د دوی حامیان قرار لری، او داخلی جنګونو ملامتیا ټول په حزب اسلامی اچوی!! حال دا چی دا دوی ول چی همیش یی قدرت غوښت او د ترلاسه کولو او حفظ لپاره یی هرڅه کړی حتی خپل دوست او متعهد سره یی دومره جګړی کړی چی په افشار کی یی لس زره کوره وران کړل! حتی د طالبانو په اقتدار کی هم ټول بهرنی سفارتونه د دوی ول!! خو حکومت د طالبانو وو؟! بهرنی هیوادو طالبان په رسمیت نه پیژندل! د آمریکا اشغال وروسته دوی تقریبا د حکومت ټولواک ول، دوی وایی موږ مجاهد یو خو کله چی روسانو ماته وخوړه دوی د روس مزدورانو سره لاس یو کړ او پر حزب اسلامی یی حملی وکړی؟! که مجاهد واست  نو مهربانی به مو کړی وه مجاهد سره به مو لاس یو کړی وو! کا بل کی د دوی ائتلاف پخپل منځ کی یو بل سره دومره وجنګیدل او دومره یی کابل وران کړ چی حد نه لری خو اوس ټول په حکومت کی یو ځای شوی او  د حزب اسلامی ، چی  په هغه وخت کې یواځی مخالف پاته شوی دوی ټول په شریکه  ی ملامت بولی!! اوسنی ځوانانو هم د مطبوعاتو تاثیر لاندی راغلی او د دوی څیری ښی نه پیژنی، خو زه ډاکټر اشرف غنی ته یو لوی چلنج دوی بولم چی دوی به حتما کوشش کوی ډیر ډیر زیات بی امنیتی رامنځته کړی، له ډیر پخوا یی پخپلو افرادو اسلحی ویشلی، معاشونه ورکوی او جنګ ته یی ځان تیار کړی. (حبیب الرحمن حکمتیار)

  یو بل لیکوال لیکي چې :  په لمړنۍ کې مو تحلیل کړې و  چې دهمدې اوسني حکومت له  اړخه به د انتخاباتو په دباطلیدو په اړه  قدم اخیستل کیږي ، او همداسې وشول ، بیا مو ویلی و چې د انتقالي حکومت له پاره به زمینه برابریږي  چې همداسې کیدونکې دی . ځکه امریکایان نه غواړی  دافغانستان  زمکني سرچیني له لاسه ورکړي ، تر څنګ یی  امنیتي حالات  هم همداسې  انځوریږي چې  اوبه  به  خټنې کیږي  او امریکا اوانګلیس به په کې ماهیان نیسي . ډیره امکان لری چې  دا ټاکنې ډیرې ژر باطلې اعلان شی او د یوه موقت نظام د جوړښت له پاره لکه  څنګه چې  محقق او ټیم یی وړاندیز کوي  لاره  همواره  شي ،  ویل کیږي چې  عبدالستار سیرت دهمدې کار له پاره په کابل کې ناست دی .
یو سیاسي مبصر بیا وایی چې : اشرف غنی دی عبدالله صدراعظم کړی ترڅو لانجه ختمه شي .
خو بیا په ځواب کې وایی چې : نه نه نه ، ملت له سرطان د تداوي درمل موندلې، نه غواړو چې ددوا په ځاي خواږه زهر غوړپ کړو.
یو بل بیا وایی چې : دا د حکمتیار او کرزی طرح شوې سناریو وه چې دوهم دور کې يې تر سره کړه ، مونږ غنی نه منو هغه له غرب راغلی.
په ځواب کې یی وایی چې : د حکمتیار له نوم نه فکر کوي ګټه به وکړئ ؟ ملت به د عبدالله تر شا ودریږي ؟ دوکه شوې يې حکمتیار له عبدالله زر ځله بهتر ده تاسو چې څه له حکمتیار سره وکړل هڅه کوی غنی سره یې هم وکړئ خو اوس هغه وخت نده،د غربیانو ځمکنې پوځ تاسو ويې او قومندانان يې هم تاسو ويې نه اشرف غنی او حکمتیار.
دا دولس پریکړه ده د سیاسی رشوت هڅه مکوئ بدلون او تداوم(ملت) ګټلې مونږ تاسو ته د سوله ایز ژوند کولو بلنه درکوو ټول انسانی حقوق مو   خوندی دی که کوم پوه شخص در کې موجود و دهغه د خدمت لپاره هرکلی وايوو.

یو لیکوال عبدالرحمن  په خپله تفصیلي لیکنه کې کاږي چې :

عبدالله او ټيم ئې د بريا خوبونه ليدل، گمان ئې دا وو چي په دوهم ځل انتخاباتو كي به هم د مخكني په څېر د پراخو او شرمناكو درغليو په مټ تر خپل سيال زياتي رأيي ترلاسه كړي، خو انتظار ئې ترسره نشو، د مخكي په څېر ئې د پراخو درغليو او تقلب فرصت او امكان ترلاسه نه كړ، نږدې په ټولو ولاياتو كي د ده رأيه د مخكي په پرتله ډېري لږي دي، عبدالله د انتخاباتو له ورځي وروسته او متصل ئې له خپلو ناظرانو داسي اطلاعات ترلاسه كړل چي ښيي د ده رأيه په هري انتخاباتي ساحه كي دومره هم نه دي لكه چي په مخكني دور كي د ده په نامه اعلان شوې وې. خو د دې پر ځاى چي خپله ماته ومني، بيا غواړي د بدمعاشيو او بدمستيو له لاري خپل سيالان، د انتخاباتو د كميسيون غړي او دولتي چارواكي ووېروي او خپلي غوښتني تحميل كړي.
د انتخاباتو د نتائجو په اړه د ډاکتر عبدالله وروستى غبرگون دا وو چي په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي ئې وويل: د رأيو د شمېرلو لړۍ دي په بېړنۍ او سمدستي توگه ودرول شي، وروسته له دې د انتخاباتو پر کميسيونونو باور نه لرو، د انتخاباتو پر كميسيون زموږ اعتماد په بشپړه توگه ختم شوى، د انتخاباتو له کميسيون سره خپلي اړيکي غوڅوو، دا ځكه چي د انتخاباتو کميسيون زموږ غوښتنو ته مناسب ځواب ونه وايو، خپلو ناظرانو ته وايو: په دغه کميسيون کي خپلي دندي پاى ته ورسوئ، او بېرته د کمپاين مركزونو ته ستانه شئ. نوموړي همدارنگه ولسمشر حامد کرزى د خپل سيال پر پلوۍ تورن کړ، د ده په وينا “په انتخاباتو کي پراخو، بې شرمانه او سازمان شويو درغليو دې ته اړه کړو چي دا پرېکړه وکړو!!، دا پرېکړه مو هم د افغانستان، د افغان ولس او په افغانستان کي د ديموكراسۍ د پايښت په موخه وکړه!!!” په دې اړه څو عرائض لرم:
عبدالله په دې انتخاباتو كي نږدې درې سوه مليونه ډالر مصرف كړل، پنځوس زره اجيرانو ته ئې معاش وركولو، او ډېرو ته ئې رشوتونه وركړل، ويل كېږي استاد سياف په يوې خصوصي غونډي كي ويلي: عبدالله دومره مصرف وكړ چي د ډالرو په بنډلونو سره ئې د يوه لوى سېلاب مخه نيول كېدى شوه!! د سياف په اړه هم ويل كېږي چي شاوخوا لس مليونه ډالر ئې مصرف كړل!! گرانه ده چي عبدالله او ټيم ئې د دومره مصرف درد په آسانۍ هېر كړي!! كه څه هم دا مصارف د پرديو مخصوصاً تهران له كيسې لگول شوي!!
د عبدالله له لوري پر حكومت دا تور چي په انتخاباتو كي ئې پراخه لاسوهنه كړې؛ يو تور او ادعاء نه بلكي يو شرمناك اعتراف دئ!! د كابل حكومت په حقيقت كي د عبدالله د ټيم حكومت دئ، په تېرو ديارلسو كلونو كي ټول مهم وزارتونه د دفاع، كورنيو چارو، بهرنيو چارو او د ملي امنيت رياست په شمول د دوى په واك كي وو، د ډېرىو مهمو ولاياتو واليان، ولسوالان او امنيه قومندانان د دوى ملگري ول، عبدالله د پنجشير ولسوالۍ استوگنو ته په خپل ليكلي پيغام كي ويلي: موږ پنجشير له ولسوالۍ ولايت ته لوړ كړ، او اوس پنجشير داسي لوړ مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړ پوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%) پنجشيريان دي!! وايي نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!! كه د كابل په امريكايي حكومت كي يوازي د پنجشيرانو ونډه (35%) وي نو د جمعيت او شوراى نظار د نورو غړو ونډه به څومره وي؟!! دا اوس د كابل، ننگرهار، پروان، هرات، كندهار، خوست، پروان، كاپيسا، پنجشير، بدخشان، تخار، كندز، بغلان، سمنگان، غزني، نورستان او …. يا واليان د دې ډلي غړي دي، يا امنيه قومندانان او يا دواړه، د همدغو دولتي چارواكو د لاسوهنو له كبله په تېرو انتخاباتو كي د عبدالله تش صندوقونه په جعلي رأى پاڼو ډك او د ده د سيالانو صندوقونه له سمو رأى پاڼو تش كړى شول، كه دا چارواكي په دوهم پړاو انتخاباتو كي هم توانېدلي وى چي د مخكي په څېر درغلي وكړي نو يقيناً چي د عبدالله رأى به لږ تر لږه دومره وې لكه په لومړي دور كي!! پوښتنه دا ده: ولي دا ځل عبدالله په ټولو ولاياتو كي دومره رأيي ترلاسه نه كړى شوې چي په مخكني دور كي ئې ترلاسه كړې وې؟!! آيا د دې لپاره له دې پرته بله د منلو وړ توجيه او دليل موندلى شو چي دا ځل د دغو خائنو او غدارو چارواكو د درغليو مخه ونيول شوه؟!! موږ لا د مخه ليكلي وو چي كه په دوهم ځل انتخاباتو كي د درغليو مخنيوى وشي نو د عبدالله رأيي به ښايي شاخوا يو مليون او دوه سوه زره وي، اوس هم په يقين سره ويلى شو چي كه جعلي رأيي حذف شي نو د ده د ټيم رأيي به همدومره وي.
د انتخاباتو کميسون بيا ادعاء كړې چي تر اوو ميلونو زياتو خلکو په دغه ملي پروسه كي گډون کړى، په مقابل كي ئې عبدالله، ټيم ئې او په حكومت كي د دې ټيم غړي د كرزي د لومړي معاون يونس قانوني په شمول د كميسيون په دې ادعاء اعتراض لري او وايي: په دوهم دور انتخاباتو كي د خلکو گډون تر مخكني لږ وو!! دا هم يو له هغو اعتراضاتو دئ چي له كبله ئې دې ټيم له كميسيون سره خپلي اړيكي قطع كړې!! په مخكني انتخاباتو كي دوى د گډون كوونكو شمېر تر اوه مليون زيات گڼلو!! خو حقيقت دا دئ چي نه په مخكني دور كي او نه په دوهم دور كي دومره خلكو گډون كړى، دا خو قطعاً د منلو وړ نه ده چي په وروستي دور كي تر مخكني لږ خلكو گډون كړى!! البته د عبدالله ټيم دا هڅه كړې چي په پښتون مېشتو سيمو كي په لوى لاس او په مصنوعي توگه ناامني راولاړه كړي، دوى پر دې هم اعتراض كړى چي ولي په دغو سيمو كي د رأى اچونو محلونه پرانيستل كېږي!! په هرات كي د خلكو گوتي قطع كول هم د دغه ټيم شاهكاري ده. دوى د تبليغاتي موخو لپاره حتى هغه مهال د كابل پر ښار راكټي ورولې چي په ارگ كي استاد رباني پر كرسۍ ناست وو!!
دوى كرزى د خپل سيال پر پلوي تورنوي، يو ځل بيا د ده په ضد سخته ژبه كاروي، په داسي حال كي چي په دې انتخاباتو كي د كرزي ټوله مهندسي د عبدالله د ټيم په گټه وه، هغه دومره امتيازات دې ډلي ته وركړي چي د رباني د اقتدار په وخت كي ئې هم نه وو ترلاسه كړي!! كرزى له يوې خوا له دوى وېرېدو، د هغوى د مخالفت جسارت ئې نشو كولى، د دوى د غوښتنو په وړاندي له تسليمېدو پرته ئې بله چاره نه ترسترگو كېده، هر ځل چي هغوى خپلي سترگي پرې برگي كړې نو هغوى ته تسليم شوى او د هغوى ټولي ناروا غوښتني ئې منلې دي، له همدې كبله نن هم عبدالله د هغه په ضد د بدمعاشۍ، زور او گواښ ژبه كاروي، دا طمع لري چي بيا به هم كرزى د دوى په وړاندي سر ټيټوي او غوښتني به ئې مني!! گمان ئې دا دئ چي نه ارگ ناستي د دوى د مخالفت جرأت لري، نه د انتخاباتو كميسيون او نه په نظام كي شامل د دوى سيالان!! آيا دې ته له بدمعاشي پرته بل نوم وركولى شو چي وايي: زه هم د مخكني دور انتخاباتو بريالى يم او هم د وروستي، د انتخاباتو د كميسيون پرېكړه نه منم، رأى شمېرنه بايد متوقف شي!! له بل لوري كرزى د ايران د ډالرو كڅوړو دې ته اړ كولو چي ايران پلوه ډلو ته پراخ او بې ساري امتيازات وركړي او ايران ته د افغانستان په كورنيو چارو كي د پراخو لاسوهنو شرائط برابر كړي، د كرزي وضعيت د هغي غونډي له ځوروونكي انځور ښه قياسولى شئ چي د ايران د جمهور رئيس د وينا پر مهال ئې د هغه بې محتوى وينا ته داسي لاسونه پړكول لكه كوم احساساتى ځوانكى چي په يوې مظاهرې كي د اور ژبي وياند د جذباتي وينا په وړاندي له احساساتو او جذباتو ډك غبرگون ښيي، په خپلي كرسۍ كي يوې او بلي خوا ته خوځېدو او د تأييد لپاره ئې خپل سر خوځولو، هر چا چي دا صحنه ليدلې نو له شرم ئې سر ټيټ اچولى!!
د عبدالله د ټيم يوه غړي احمد سعيدي چي د انگرېزانو زوړ او سپېره جاسوس دئ په يوه گردي مېز كي وويل: د انتخاباتو د وروستي دور پايلي د حزب اسلامي او كرزي د گډي توطئې نتائج دي، دا په داسي حال كي چي حزب اسلامي په څرگندو الفاظو اعلان كړى چي د انتخاباتو په دې دور كي د هيڅ نوماند ملاتړ نه كوي!! دوى گمان كوي چي د اشرف غني احمدزي په پرتله د عبدالله لږ رأيي يوازي يوه وجه درلودى شي او هغه دا چي حزب په پټه خپلو غړو ته ويلي چي د احمدزي ملاتړ وكړي!!
د عبدالله ټيم د انتخاباتو د كميسيون د دارالانشاء رئيس احمد ضياء امر خېل په ضد توطئه وكړه، جنرال ظاهر ئې توظيف كړ چي دا توطئه پلې كړي، كله چي امرخېل د كميسيون د غړو په غوښتنه سروبي ته رأى پاڼي او صندوقونه لېږدول د ده كاروان ئې ودرولو، همغه شېبه ئې د طلوع تلويزين خبريال له كامرې سره راوستى وو، د ټلويزيون له لاري ئې دا خبر خپور كړ چي گواكي امرخېل د كوم نوماند د حمايت په موخه دا پاڼي او صندوقونه په نامعلوم لوري لېږدول!! محمد محقق تر دې ډېر وړاندي او د انتخاباتو په لومړي دور كي گواښونه كول چي بايد امر خېل له خپلي دندي لري شي كه نه نو د انتخاباتو نتائج به زموږ ټيم ته د منلو وړ نه وي!! په داسي حال كي چي د انتخاباتو اړوند ادارو كي امرخېل د يوه دروند، معقول او هوښيار شخصيت په توگه وځلېدو، كه څوك د درغليو په وړاندي ودرېدلى او ټينگار ئې پر دې وو چي د انتخاباتو شفافيت بايد تأمين او پاكي او ناپاكي رأيي بايد تفكيك شي او ټولي ناپاكي رأيي بايد باطل شي، نو هغه امرخېل وو، د شمالي ټلوالي اوباشان له همدې كبله د ده مخالفت كوي او غواړي د كميسيون واك د داسي بدنامو، كرغېړنو او ناولو څېرو په لاس كي وي چي يو ځل بيا د دوى په گټه پرېكړه وكړي، دوى د هغه چا حمايت كوي چي د درغليو ټول امكانات ئې دوى ته برابر كړي. عبدالله مطالبه كوي چي امرخېل بايد او له ځنډ پرته له خپلي دندي گوښه كړى شي، خو په ځواب كي ئې د انتخاباتو د كميسيون رئيس وايي: امرخېل هيڅ غيرقانوني كار نه دئ كړى، د هغه د گوښه كولو مطالبه په هيڅ توگه د منلو وړ نه ده!!
عبدالله دا اعتراض هم لري چي ولي د كميسيون پنځه زره كاركوونكي د درغليو په تور له خپلو دندو لري شول او په عوض كي ئې نوي كاركوونكي استخدام شول!! د دې خبري معنى دا ده چي دغو پنځو زرو متخلفينو او متقلبينو د ده په گټه تقلب او درغلۍ كړې وې، يقيناً چي دا ډېر شرموونكى او سپېره اعتراف دئ او دا حقيقت په گوته كوي چي د ده د رأيو ډېرى د همدغو پنځو زرو تورنو كاركوونكو د درغليو سوغات وو، كه هر يوه لږ تر لږه درې سوه رأى پاڼي د ده په صندوقونو كي غورځولې وي نو دا يو نيم مليون جعلي رأى كېږي!! د انتخاباتو كميسيون مسئولينو په اتفاق سره او د څرگندو اسنادو له مخي دا كاركوونكي په درغليو كي ككړ وموندل او نه يوازي د دوى د انفكاك پرېكړه ئې وكړه بلكي هغوى ئې څارنوالي ته معرفي كړل!! عبدالله دا هم وايي چي په كميسيون كي د بهرنيو عدم حضور هم ناسم او د اعتراض وړ كار وو، دا ځكه چي دى خپله بريا د بهرنيو په رحم او كرم پوري تړي، په داسي حال كي چي ډېرى افغانان په كميسيون كي د بهرنيو عضويت د دې كميسيون د استقلال منافي گڼي او د كرزي دا تصميم ستايي چي د انتخاباتو په كميسيون كي ئې د بهرنيو له غړيتوب سره مخالفت وكړ.
عجيبه لا دا ده چي د عبدالله ټيم پر خپلو برېتونو لاس راكاږي، د جنگ گواښونه كوي، په فيس بوك كي خپل اوباش پلويان په داسي حال كي ښيي چي وسلې ئې په لاس كي دي او مست مست گرځي!! دوى دا اسلوب په وار وار آزمويلى او توانېدلي چي ډارن او جبون چارواكي ووېروي او امتيازات ترلاسه كړي!! په ټول نظام كي داسي څوك په خپلي مخي كي نه گوري چي د سوك ځواب په سوك وركړي، خو نه پوهېږو هغه به كوم كمعقل او ناپوه افغان وي چي د دغو ذليلو وطن پلورو گواښونه د اعتناء وړ وگڼي او دا گمان وكړي چي دوى به د وسلو كارولو همت ولري!!
زه له احمدضياء مسعود سره موافق يم چي وايي د اصلاحات او همپالني په ټيم كي ملي خائنين راغونډ شوي، لږ تر لږه دومره ويلى شو چي دا ټيم د غلو، بدمعاشانو او اوباشانو ټيم دئ، په پرديو او د هېواد په دښمنانو پوري تړلى ټيم دئ، دا ټيم پوهېږي چي په انتخاباتو كي د دوى ماته به د دوى پر تابوت وروستى مېخ ثابت شي، بيا به نه د يوې مجموعې او ډلي په توگه خپل شته والى حفظ كړي او نه به په حكومت كي خپلي كرسۍ او مالي او سياسي امتيازات!! د انتخاباتو له نتائجو سره د دوى مخالفت د دوى مجبوریت دئ!!

په المان  کې دهیواد   سیاسي مفکر ، پوه اوپه هیواد مین شخصیت  محترم انجنیر محمدعظیم ابرومند په خپل یو لیک کې  لیکي چې :

«خدمت برادر بزرگوار استاد قریب رحمن سعید! السلام وعلیکم ورحمته الله وبرکاته ، اما بعد.

چند نکته ای مهم در باب وطن :

1- ایالات متحده امریکا قبل از دور اول انتخابات مصمم گردید که از عبدالله عبدالله ، ائتلاف شمال حمایت به دلایل ذیل نکند:

الف – کرزی وحواریون اش که همین ائتلاف شمال می باشند  در ذهنیت جامعه جهانی بدنام شدند. بخاطریکه فساد اداری به نهایت بی شرمی به اوج رسید.

ب- کرزی و ائتلاف شمال با اداره اوباما رابطه خوب  ایجاد کرده نتوانستند و از جانب جمهوریخواه  ها کرزی تقویت می شد تا با دیموکرات ها جبین گشاده نداشته باشد. عبدالله عبدالله با پاکستان روابط خوب داشت.

ج- کرزی با نزدیکی خود نسبت به روسیه و ایران ، بالخصوص دسترسی به کمک های نقدی از طریق اسپنتا افشا شد.

د- عبدالله عبدالله بصراحت نزدیکی خود را از طریق عطا محمد به ایران وروسیه افشا کرد.

این چهار نکته هویدا میسازد که رهبری دولت اینده افغانستان به هیچصورت نقش اله فشار بالای ایران نداشته باشد. لیکن امریکا باوجود نزدیکی رسمی با ایران زمامداران افغانستان را منحیث اله فشار علیه ایران وپاکستان ضرورت دارد. در مورد پوتین عین نظر در استراتیژی دراز مدت امریکا نهفته است. این شرایط را عبدالله عبدالله براورده ساخته نمی توانست.

نکته مثبت گروه عبدالله ساختار اداری ، تجربه کاری و شناخت با پالیسی امریکا و طرز صحبت و برداشت وپیش امد دیپلوماتیک با سران امریکا می باشد.

امریکا به این مسایل اهمیت قایل است. درجنگ ویتنام دیده شد که سران ویتنامی که با امریکائیان سرو کار داشتند تا اخیرین رمق انها را حمایت کرد.

چرا امریکا و بخصوص سران دیموکراتها با اشرف غنی نظر مثبت دارند.

1- در خورد وبرد پول کمتر دست داشت.

2- چهره روشنفکر و از قوم احمدزی است.

3- طرفداران اشرف غنی متشکل از نیروی های چپ  اداری می باشد. به همین لحاظ حلقات قومی را عقب خود جمع خواهد کرد. قسمت از طالبان را جزب خود خواهد ساخت.

4- قسمتی از حزب اسلامی را نیز جذب خود خواهد ساخت.

5- به شدت علیه ایران ،پاکستان و روسیه موقف دارد.

6-با دیمکرات ها چه خودش وچه خانمش علاقمندی خاصی دارد.

واقعه بعد از انتخابات :

شبکات جاسوسی ایران ، روسیه وپاکستان اسنادی در اختیار عبدالله عبدالله قرار دادند که ثابت ساخت تا عبدالله عبدالله متیقن گردد که اداره اوباما در انتخابات دست اندازی کرده است.

امریکا پلان  ب  نیز داشت. یعنی ستار سیرت که قبل زمینه ورود وی و یک تیم اش را در افغانستان اماده ساخته بود.

مگر تاکنون به ان پلان علاقمند نیست…..»

 همداراز یو لیکوال پخپل تحلیل کې کاږی چې :

«د جمهوري ریاست د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ یو تن کاندید عبدالله عبدالله هڅه وکړه د ځینو نورو ډلو تر څنګ د یو شمیر په اصطلاح قومي مشرانو ملاتړ هم راجلب کړي تر څو ورسره د رایو په راټولولو کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې هم له نوموړي سره یو شمیر سیمه ایز زورواکي ملګري شول، داچې کاندیدان ډیر وو د مختلفو سیمو رایې د کاندیدانو په منځ کې وویشل شوې او تر ډیره دا معلومه نه شوه چې قومي معامله ګرو د ښاغلي عبدالله لپاره څه توره کړې ده. یوازې په دې منځ کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال ښاغلي حاجي محمد محقق ونډه زیاته وه چې ویل کیدل د هزاره وروڼو نږدې اویاسلنه رایه یې د عبدالله عبدالله په ګټه کارولې ده.

خو په دوهم پړاو ټاکنو کې عبدالله عبدالله د منظم او کور په کور کمپاین او مناظرو ته د حاضریدو پر ځای خپله ټوله انرژي د سیمه ایزو جنګسالارانو او قومي معامله ګرو په را خپلولو ولګوله. عبدالله عبدالله اړتیا لرله ددې لپاره چې وښیي رایې یې په یوه سیمه او یوه ډله پورې نه دي تړلې بلکې په ټول هیواد کې پلویان لري، نو یې هڅه وکړه چې د افغانستان په هره سیمه کې داسې یو څوک پیدا کړي چې ځان د قوم مشر معرفي کړي، ده ته رایې راټولې کړي او دی هم ځان یو ملي او ټولمنلی شخصیت وښیي.

قومي ټیکه دارانو هم د عبدالله عبدالله له دې مجبوریته استفاده وکړه هغه کسان هم په دې منځ په عبدالله عبدالله را تویي شول چې په اصطلاح نه یې په آسمان ستوری درلود نه پر ځمکه سیوری. بس د پیسو او چوکیو د ویش معاملې وې هر څوک ورته را ځغاستل.

ښاغلی عبدالله عبدالله او د هغه ټیم له ډیرو سیمو ناخبره وو او دا نه ورته معلومیدله چې په دغو سیمو کې څوک د نفوذ خاوند دی او که د ځینو شخصیت هم ورته معلوم و ځان ته د مشروعیت ورکولو او ملي څیرې ښودلو لپاره یې هغوی د ډیرو امتیازاتو په بدل کې د ځان ملګري کړل.

دې یو شمیر قومي ټیکه دارانو د ملاتړ غونډې هم جوړې کړې یوه لا نه پوهیږم په څه معنا به و ښاغلي عبدالله عبدالله ته د مغل مډال هم ورکړ. د لویې پکتیا یوه همداسې په اصطلاح قومي مشر په یوه لوکس هوټل کې د عبدالله د ملاتړ لپاره غونډه هم جوړه کړه چې ګډونوال یې یو څوکسه له سیمې راغلي وو او نور یې کابل میشتي انډیوالان وو.

له دې مشر څخه د غونډې په پای کې چا پوښتنه وکړه چې ستا خلک خو له دې سړي ښه خاطره نه لري ته به څنګه دده لپاره رایې راټولوې؟ نوموړي ورته خندلي ویلي یې و: آی وروره ته هم عجیبې خبرې کوې خپله رایه هم لا نه ورکوم ، څه مې کړي وای دوه لکه ډالر یې راکړي وو مجبور وم یوه نمایشي غونډه ورته جوړه کړم. زما دې خدای غاړي نه بندوي دغه خبره مې ددغه قومي تیکه دار له یوه ملګري واوریدله. خو دغه خبره نږدې پر ټولو هغو قومي ټیکه دارانو د تطبیق وړ ده چې ښاغلي عبدالله عبدالله ته یې پخپلو سیمو کې د ډیرو رایو د راټولولو غوړې وعدې ورکړې وې.

ددغو په اصطلاح قومي مشرانو په منځ کې داسې کسان هم و چې په قوم کې خو څه چې په خپل کور کې یې هم نفوذ نه درلود. د یو شمیر همدغو قومي ټیکه دارانو مشرانو او بانفوذه وروڼو د همګرایي د ټیم سیال ټیم ته کمپاین کاوه او د هغوی کلک ملاتړي وو. نو هغه کسان چې له ښاغلي عبدالله عبدالله سره ملګري و ددوی په مقابل کې په هیڅ حساب وو. خو بیا هم دغو په اصطلاح قومي مشرانو ښاغلي عبدالله عبدالله ته ټټر وهلی وو.

سره له دې چې لا تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پایلې نه وي اعلان کړې خو د همګرایي ټیم له اعتراضونو او د همدغو کسانو له چیغو نارو ښکاري چې دې قومي ټیکه دارانو پخپلو سیمو کې د ښاغلي عبدالله لپاره چندان رایې نه دي راټولې کړې، ځکه خو اوس د خپلو سیمو پر ضد را پاڅیدلي او آن کله کله خو وایي چې ددوی په یو شمیر سیمو کې چا په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې.

ښاغلی عبدالله عبدالله چې ددغو چالاکو قومي ټیکه دارانو په لومو کې راګیر شوی دی اوس بله چاره نه لري هڅه کوي چې د افغانانو دغه ستره حماسه بدنامه کړي. نو د همدغو قومي ټیکه دارانو په وسیله غواړې په ټاکنو کې د خلکو په پراخ ګډون سترګې پټې کړي او بیا هم د همدغو کسانو په ژبو د جوړجاړي او مصلحتونو خبره رابرسیره کړي.

په لومړیو کې خو هغه کسان چې له جګړه مارو ډلو ښې خاطرې نه لري همدې قومي ټیکه دارانو ته په غوصه ول چې ولې دداسې چا ملګري شوي دي چې تل یې له خپلو خلکو سره دښمني کړې ده، خو د ټاکنو له دوهم پړاو وروسته څرګنده شوه چې پخپله دغه ډله او نوماند یې عبدالله عبدالله ددغو قومي تیکه دارانو په لومه راګیر شوی دی. ځکه همدې قومي تیکه دارانو ترې بې شمیره بیسې د کمپاین په نوم واخیستې خو په بدل کې یې ونه شوای کړای دهغه په ګټه رایې له خلکو څخه ترلاسه کړي.»

د ټاکنو دبحران دختمیدو پایلې :

د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې ، د ټاکنو دطبیعت په مطابق  یو کس بریالي اوبل دویم نمبر راځي ، یعنې ناکامیږي ، په هیڅ هیواد کې دوه کسان  په ټاکنو کې نه بریالي کیږي . او نه د مساوي اوبرابرو وټونو خاوندان ګرځي . طبیعي ده چې زمونږ په هیواد کې هم ټاکني په همداسې توګه تر سره شوې .  د جمعیت اسلامي ټیم چې ګڼ شمیر کیڼ لاسي او ښي  لاسي په کې ګډون لرې د خپل لمړني پړاو  د ګټې په غرور کې مست شول ، د نورو کاندیدانو په جذب یی پیل وکړ ، د حکومت په ویش  یی لښته را سمه کړه .  وزارتونه  ، ولایتونه او سفارتونه یی سره وویشل ، هر چاته یی خپله خپله برخه  وعده وکړه .  په ټاکنیزو ټیمونو یی پیسې وویشلي  او دپخوا په څیر  په دې فکر کې کیناستل چې لکه د لمړي دور ان په څیر  به په دوهم پړاو کې هم  اکثریت  ګټي ،  خو نه پوهیدل چې فضا بلمنګه ده .  خلکو د اشرف غني له پاره شپه او ورځ یوه کړه ، په هغو سیمو کې  چې  دښځې ووټ  په کې  محال ګڼل کیده ، هلته یی خپلې ښځې هم د ووټ په خاطر را وویستلې ، د مغرضو او وطن دښمنه عناصرو په واسطه دیو شمیر  بې وزله اومعصومو خلکو  هغه ګوتې پرې کړل شوې  چې  د ټاکنو په رنګ ککړې وي.  طبیعي ده چې پایلي به یی همغسې  راوتلې  چې دخلکو او ولس رایی ښوولې ،  د ټاکنو په  لمړۍ ورځ د جمعیت او نظار شورا کاندید او ټیم یی یو بل  ته مبارکۍ وویلې اوخپله بریایی اعلان کړه ، خو په سبا  چې دحقیقت نه خبر شول پخپله یی اعلان وکړ چې دا ټاکنې  دمنلو وړ نه دي . ځکه چې په دې کې درغلي شوي ده  او ددرغلیو نه ډکې پایلي نه منو . حال داچې همدا درغلي ، که شوي هم وي ، نو په لمړي  پړاو ټاکنو کې هم شوې وه ، خو هیچا پرې غوږ و نه ګراوه .

په دې کې هیڅ  شک نه شته چې درغلی به نه وي شوې ، خو دا درغلي ددواړو ټیمونو له خوا شوې ده ، اما ددې درغلیو د څیړلو له پاره همغه نظام  چې  دوې په شریکه ، بلکه ددوې په امر  جوړشوې ، په کار پیل وکړ . د  ټاکنو کمیسیون ، د شکایاتو کمیسیون او ….ټولو  دعبدالله  څخه وغوښتل چې د غوایی د حلالیدو نه مخته خانکونه  مه تیاروئ ، لمړۍ خو د ټاکنو کمیسیون پریږدئ خپل کار وکړي او که شکایت وي نو دشکایاتو کمیسیون ته یی راجع کړئ ،  په لمړیو کې یی د دوو زرو دمحلونو درایو دسپیناوي غوشتنه، بیا د څلور زرو ، بیا د شپږو زرو بیا د اتو زرو او بلاخره د یولس زرو د ووټونو د سپیناوي  له پاره غږ وشو.  خو په دې هم قناعت و نه کړل شو ، او غږ دې ځاې ته ولاړ چې باید متوازی حکومت  جوړ کړل شی . هیاهوې دومره سر راپورته کړ چې  د هیواد داشغال  اصلي حاکم  اوباما مجبور شو دواړو ته ووایی چې صبر وکړئ ، د ټاکنو کمیسیون قسمي پایلي اعلان کړې  خو د سپیني ماڼۍ  ویاندانو اعلان وکړ چې  هغه پایلي  هیڅ دي ، هیڅ کاندید دې  د بری  اعلان نه کوي . بلاخره اصلي قاضی یعنې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  جان کیري کابل ته راغي او ددواړو کاندیدانو ترمنځ یی  په  یوه ننګین تړون د لاسلیک له پاره حکم وکړ اوهغه سمدلاسه لاسلیک شو .

ددې  نه مخته ویل کیده چې  جان کیري باید په یوه انتقالي  حکومت خبره وکړي او دا خبره د عبدالله د ټیم ددویم کس  یعنې  محقق له اړه را ووته .  هغه  د چنګاښ په ۲۲ مه وویل چې :

(د دواړو نوماندو ترمنځ د راتلونکي ایتلافي حکومت پر سر   موافقهکیدونکې ده .
پرون د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري له خوا دواړه نوماندي راتلونکي ایتلافي حکومت ته اړیستل شول؛ خو د دې ایتلافي حکومت جزیات لا هم پټ وو. پرون دواړو نوماندو راتلونکی ایتلافي حکومت د «ملي یووالي» حکومت باله.
محقق   په کابل کې وویل، چې د «ملي یووالي» حکومت کې به بریالی نوماند ولسمشر کېږي او ناکام به یې د «اجرایوي شورا» مشر وي. دغه پوسټ د افغانستان په حکومت کې تر دې مهاله نه و.
تر دې دمه د دواړو نوماندو ترمنځ د موافقې کوم رسمي لاسلیک شوی سند د رسنیو په لاس کې نه شته.
محقق پر دې اعتراف وکړ چې دا موافقه د جان کېري د منځګړيتوب په پایله کې شوې ده. محمد محقق د موافقې په باب وړاندې وايي، چې د دې طرحې پر بنسټ به تر دوو کلونو پورې دا اجرایوي پوسټ په لومړي وزارت اوړي. د دې بدلون لپاره باید په اساسي قانون کې هم بدلون راوړل شي.
مګر فیض الله زکي، د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند دغه افشا نه تاييد او نه هم رد کړه. زکي دا هم وايي، چې دویم دور ټاکنو کې به مات شوی ټیم له حکومته لرې نه پرېښوول کېږي.
زکي زیاتوي چې په مذاکراتو کې و، مګر د ځواک د وېش په اړه معلومات نه لري. د اشرف غني ټیم دغه ویاند دا موافقه یوه «تاریخي لاسته راوړنه» وبلله.

حبیب الرحمن حکمتیار لیکي چې : افغانستان حکومت جوړښت داسی وو چی یو کس به رئیس جمهور وو او دوه به یی معاونین، معاونین به هغه افراد ول چی یو ګوند پوری تړاو لری ترڅو د ګوند شر څخه په امن وی، یو معاون به همیش د جمعیت اسلامی څخه وو.
د رئیس جمهور حامد کرزی په وخت کی د صدراعظم وظیفه نه وه، اشرف غنی احمدزی ډیر زیات شعارونه ورکړی چی داسی او داسی به وکړم خو خبره لاپسی خرابه شوه. اوس آوازی دی چی د اجرایی مشری به ناکام تیم ته ورکوی!! یعنی اشرف غنی به د اجرایی مشر نه وی او ټول اجرایوی کارونه به ناکام تیم کوی!! که داسی وی بیا نو د داکتر اشرف غنی حال به له جناب کرزی څخه په وار وار خراب وی.
اوس به د دوه معاونینو سره سره د صدارت چوکی هم جوړیږی. د دوه معاونینو درلودل یی هم د دوی پخاطر جوړ کړ او اوس صدارت هم د دوی په خاطر!!»

ولس اشرف غني او عبدالله ته رایه ورکړه ، اشرف غني ته یی په دې خاطر رایه نه ده ورکړې  چې دهغه  شکل او صورت د عبدالله څخه ښایسته او ښکلي و، بلکه په دې خاطر  ووټ ورکړې  او خطرات یی قبول کړې چې داشرف غني د ټیم منشور او مرام  یی خوښ شوې ، دبله اړخه  ولس  په دولت کې د اوسني  اداری ، مالي او اقتصادی فساد  څخه نور  پوزې ته راغلې ، غواړی ددغه فساد لمن  ټوله  کړل شي ، او ددې له پاره  د ډیرو په  وړاندې اشرف غني یواځني شخصیت  و چې د وعدو مطابق یی داکار کولې شو .  او خلکو پرې همدا باور درلود ، په همدې خاطر یی خپلی هغه  ښځې  چې دبیرون  وتلو اجازه هم  نه درلوده ، د ووټ په خاطر  را وویستې  تر څو اشرف غني بریالی کړي .

خو د یو شمیر نورو وګړو  د ویناو  له مخې خلکو عبدالله ځکه مسترد کړ  چې د عبدالله او ټیم څخه یی چې نژدې  ۲۲ کاله کې  نیغه په نیغه  واکمنی په لاسو کې لري او دفساد او د هیواد پلورني ډیر بد تاریخ  لري ، ځان خلاص کړي ،اوهیواد د یو شمیر تکنوکراتانو او دفساد څخه  پاکو خلکو ته تسلیم کړي . که نه  عبدالله د اشرف غني څخه په صورت او باډۍ کې ډیر ښه ښکاری ، خو خلکو دهغه صورت اوباډۍ ته رایه  ورنه کړه . بلکه برعکس .

د ټاکنو    ددغه  بحران  د راپیداکیدو نه مخته  د اشرف غني  او د جمعیت د ټیم د کسانو تر منځ  چې څومره کتنې شوې په ټولو کې هغوې د اشرف غني څخه غوښتې  چې  لکه  د ولسمشر کرزی په څیر به ورته  ددفاع ، بهرنیو او کورنیو چارو د وزارتونو او د امنیت د ریاست تر څنګ  اته  دویمه درجه وزارتونه  او د مزار په ګډون  ۱۶ ولایتونه او څو بیروني سفارتونه  پریږدي ، یوې سرچیني وویل چې  دولسمشر لمړي معاون قانوي اشرف غني سره په کتلو کې  هغه ته ویلي چې که غواړي ارګ ته ولاړ شی نو د ۸۲ بیروني او کورنیو مهمو پوستونو څخه به لاس  اخلي ، هغه به ټول مونږ ته  لکه د کرزی په څیر پریږدي او که نه ارګ ته لاره نه شی موندلې .  دا اوداسې  نورې غوښتنې ، ددغو غوښتنو د نه تر لاسه کیدو له پاره  هغه ګواښونه پیل کړل شو چې د ښکلي افغانستان د تجزیی اوجدایی غږ هم په کې را غبرګ شو .  ډیر امکان لری چې په دغه غږ کې  ګاونډیان هم شامل و . تر څو اشرف غني وویروي  او دغه ډله چې  د واکمنۍ څخه دلرې کیدو په حال کې  وه بیرته په واک کې پاته شی . دهمدې غږ له مخې  د افغانستان اصلی حاکم اوباما خپل خارجه وزیر کیري را ولیږه اوهغه هم  ددواړو کاندیدانو تر منځ  د سولی اعلان وکړ . په دې اړه  اشرف غني په خپلې یوې خپرې شوې  اعلامیه کې ویلي دي چې :

   له تیرو څو اونیو راهیسه ولس په تشویش کې دی چې څه به وشي، د ټاکنو پایله به اخیر څه وي، ایا د افغانستان سیاسي قشر، په ځانګړی توګه ډاکټر صاحب عبدالله او زه به ددې توان ولرو چې ملي ګټې ترټولو نورو مسایلو پورته وګڼو او دافغانستان ثبات او سوکالۍ لپاره کار وکړو؟ نن ددې سوالونو ځواب په ډیر څرګنده توګه درکول کیږي نن محترم ورور ډاکټر صاحب عبدالله او ما په څو مواردو باندی موافقه کړی –
لومړی؛ هره رایه به د څیړنې لاندی ونیول شي او دې څیړنې کې به بین المللی معیارونه او بین المللی افراد شامل او دخیل وي ترڅو شفافه پروسه یوې مشروع نتیجې ته ورسیږي. مونږ دواړو منلي چې ددې څېړنې نتیجه به د زړه له کومې منو او هر څوک چې ددې څیړنې په نتیجې کې د افغانستان ولسمشر اعلان شي بل ورور به یې د ورور په حیث مني.
مونږ پدې هم موافقه کړی چې پس لدې نه چې نتایج اعلان شي د ملی وحدت یو حکومت به په ګډه جوړوو. سیاست دوکانداري نده چې له یو بل سره د یوې ورځې معامله وي د سیاست اساس په اعتماد او باور باندی دریدلی له همدې کبله مونږ ژمن یوو چې پدې ټولنې کې باور پیدا کړو. ځکه زمونږ ټینګار په ملي وحدت دی او د ملي وحدت حکومت د هر افغان په ګټو باندی کار کوي او هغه اصلاحات به پلې کوي چې افغانان یې غوښتونکي دي. پدې برخه کې زه غواړم چې د محترم جان کیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جلالتماب اوباما او د بین المللي ټولنې غړو نه په ځانګړی ټوګه د کوبیش او کننګهم او ډنفرد نه مننه وکړم چې دلته یې تشریف راوړ او د افغانستان ملي ګټې او ثبات یې د خاص اهمیت وړ وباله او دا زمینه یې برابره کړه چې مونږ پدې تاریخي تړون باندی موافقې ته سره ورسیدو.
غواړم د جلالتماب ریس جمهور نه یوه غوښتنه وکړم غوښتنه مې دا ده چې د تحلیف ټاکل شوی نېټه شاته وغورځول شي او ترهغې نوې نیټې پورې چې د راتلونکي ولسمشر د تحلیف لپاره ټاکل شوی خپلې دندې ته دوام ورکړی که څه هم ولسمشر علاقه نلري چې نور په قدرت کې پاتې شي اما ملي وحدت او وطنپرستي دا ایجابوي چې دوی خپلې دندې ته دوام ورکړي –
په پای کې بیا هم د افغانستان هر وګړي ته دا ډاډ ورکوو چې مونږ ددوی د ګډون او د راییو درناوی کوو او مننه ترې کوو چې په ټاکنو کې ګدون وکړ، د ټاکنو په دواړو پړاونو کې پدې کچه ګډون یو تاریخي عمل وه او تاسو ثابته کړه چې نن خاموشه اکثریت په فضل د خدای په افغانستان کې نشته، یو ډیر متحرک او ژوندی ولس یاستی. یو وار بیا د ټولو هیوادوالو نه غواړو چې پدې اساسو شېبو کې د ملي وحدت او ملي ګټو ته په کتو سره د ټاکنو نتایجو ته صبر وکړي او په سړې سینې دې ټاکنو نتایج ومني»

 عبدالله هم  په همدې توګه  اعلان وکړ او د ملي وحدت دحکومت د جوړښت زیري یی ورکړ .

دملي یا سهامی حکومت دجوړښت په اړه مختلف اندونه :

د محور ورځپاڼه کاږي چې : معلومات په ډاګه کوي، چې د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت د اعلان لپاره د عبدالله عبدالله په پرېکړه کې امریکا ښکېل وه.

دی یې یو داسې ملي ضد حرکت ته هڅولی و، خو په عین وخت کې یې ورته ویلي و، ته له موږ نه مرسته وغواړه او عبدالله عبدالله همداسې وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ثابته کړه، چې امریکا غوښتل افغان سیاسیونو، نخبه ګانو او عامو وګړو ته په ډاګه کړي، چې ستاسو رایه او ستاسو انتخابات یوازې د امریکا د حمایت په ترڅ کې مشروعیت موندلی شي.

سرچینې وایي، امریکا په لوی لاس دویم دور انتخابات بحران ته بیولي وو. ظاهراً د روسیې او ایران په اړه ویل کېدل، چې جنګسالارانو ته یې پیسې ورکړې وې، خو په اصل کې ولیدل شول، چې امریکا پکې تر ټولو ډېره ښکېله ده.

دا د افغان ولس په ځان د بې باوره کولو یوه ستره توطیه ده، چې په ټاکنو او خپله رایه اعتماد له لاسه ورکوي.

د تېرو پنځه ویشتو کلونو په اوږدو کې د امریکا او افغان جنګسالارانو اړیکي د څو ورځو لپاره هم ندي ترینګلې شوې.

امریکا له دغه اجورتي ځواک څخه هر وخت د خپلو اهدافو لپاره کار اخستی دی او لا به دا وضعیت دوام کوي.

دا د هغو خلکو لپاره ډېره سخته ده، چې عبدالله عبدالله ته یې د یو اصلاح شوي سیاستوال په توګه رایه ورکړه، اما د عبدالله فطرت بدل شوی ندی.

د سیاسي چارویو شنونکی   وایي، ملي حکومت هله جوړېدای شي، چې ملي بنسټونه موجود نه وي او د هېواد ټول مېشته پکې راټول شي، خو په افغانستان کې دغه بنسټونه موجود دي، اما اوس یې مطرح کول یوازې د خلکو د رام کولو لپاره دي: ((نړیواله ټولنه هم یو داسې حکومت غواړي چې ژر تر ژره ورسره امنیتي تړون لاسلیک کړي او بنسټونه یې ډېر قوي نه وي، چې د نړیوالې ټولنې غیر قانوني ګټې چلېنج کړای شي.))

امریکا له یوې خوا عبدالله هڅولو، چې د ټاکنو مشروع پروسې ته مزاحمت جوړ کړي او له بل لوري یې په عامه اذهانو د منفي رسنیزو تبلیغاتو یرغل پیل کړی وو.»

«د بدلون او دوام ټيم وایی چې : دوې  له لومړي سره پر ملي حکومت ټينګار کړیدی او دا خبره ېې په خپل منشور کې په ښکاره ټکیو یاده کړې ده. ملي حکومت باید هیڅکله سهامي شرکت ته ورته حکومت تعبير نه شي. موږ پر ولسواکۍ باور لرو، د هر افغان رايه زموږ لپاره ارزښتمنه ده او هيڅکله به د خلکو پر رايو معامله و نکړو.»

 یو لیکوال لیکي:«ﺩﻏﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﭘﻪ ﺩاﺩ ﻭاﻭﺭﻱ ﭼﻲ ﺭاﺗﻠﻮﻧﻜﻲ حکومت ﺑﻴﺎ ﺩﺟﻤﻴﻌﺖ اﻭﺷﻮﺭاﻱ ﻧﻆﺎﺭ ﭘﻪ ﻛﻮﺯﻩ ﻛﻲ ﻭﻟﻮﻳﺪﻩ ﺗﺶ ﭘﻪ اﻋﻼﻣﻴﻮ اﺷﺮﻑ ﻏﻨﻲ ﺳﻪ ﻧﻪ ﻛﻴﮋﻱ ﻣﻠﺖ ﺗﻪ ﺟﻮاﺏ ﻭﺭﻛړﻩ ﻗﺴﻢ ﺩﻱ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﻠﻲ ﭼﻲ ﻣﻠﺖ ﺩﺭﻟﻮﺩﻱ ﭘﻪ اﻭﺑﻮ ﻻﻫﻮﺷﻮﻱ ﺩولسونو ﭘﻮﺯﻩ ﺩی ﭘﺮﻱ ﻛړﻩ ﺩﻳﻮ ﻛﺎﻓﺮ ﺧﺒﺮﻩ ﻣﻨﻞ ﻛﻴﮋﻱ اﻭﺩﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﻣﻠﺖ ﻏﻴﻮﺭﻛﺎﻡ ﭼﻲ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻳﻲ ﻭﺭﻛړﻱ ﭘﻪ اوبو بوزې.  ﻫﻴﭻ ﺗﻮﻗﻮع  ﻧﻮﺭد ﺩﻏﻲ ﺑﻲ ﻭاﻛﻪ حکومت ﺩاﺭﻱ څخه ﻧﻪ ﻛﻴﮋﻱ اﻭﻧﻪ ﻗﺴﻢ دي چې ولس  ﭘﻪ ﺩاﺳﻲ ﺑﻲ ﺑﺎﻭﺭﻩ ﺷﺨص اﻋﺘﺒﺎﺭﻭﻛړﻱ ﺗﻮﻝ ﻣﻠﺖ ﺑﻪ ﻻﺱ ﺳﺘﺎﺑﻪ ﮔﺮﻳﻮاﻥ ﻭﻱ ﭘﻪ ﺩﻧﻴﺎﻭاﺧﺮﺕ کې »

 یو بل د نظر خاوند کاږی چې : «که  چيرته عطاء , امرالله, محمدي, قانوني په راتلونکي کې دندې ورکړل شوې نو بيا به سهامي شرکت وي  »

«ستا او د كرزي په حكومت كي به هيڅ فرق نه وي فساد و او فساد به وي موژ تا نه هيله درلوده خو هر سه ختم شو نور به  په عمر هم رايه   در نه کړوځكه رايه هيڅ معنا نه لري»

دپارلمان وکیل  په یوه مرکه کې وایی چې :
«که داسې ملی وحدت تامینوی نو طالب ته هم په قدرت کې ځای ورکړی.
نطاق ترې پوښتنه کوي چې : طالب خو جمهوریت نه منی امارت غواړی
وکیل وایی : ښه کوی دیموکراسی خو داده چې ومو لیدله که حکومت یو سهامی شرکت شو بیا زه هم اسلامی خلافت ته کار کوم.
وایم د مور شودې دې سه خدای دې راوله.

حدت ملی یعنی سپردن قدرت به شورای   نظار.
که معلم عطا بیا د بلخ والی شی.
غنی به جمعه خان ته په کومه سترګه ګوری.
جمعه خان به خپل ولس ته.
او بیا دواړه معلم عطا ته.
هر یوه به ویل  چې امریکا نوره  له شورای نظار څخه په تنګ شوی.
ورکوی یې. ما ویل یو جنایت کار څنګه د بل جنایت کار څخه په تنګ کیږی.
څنګه له داسې چا څخه په تنګ کیږی چې له هر څه ورته تیر وی.
جانی او وحشی جنایت کاران سره ورونه دی.»

یوبل دنظر خاوند بیا دخپلې رايي د ارزښت په اړه لیکي چې :

«تاسې خپلې گوتې تورې كړې خـــو هغوى ستاسې مخونه در تور كړل

اوس به شرم وي چې دا شعارونه زمزمه كوئ چې :
زما رايه زما انتخاب
زما رايه زما راتلونكى

ومو ليدل چې دلته هر څه امريكايي دي

ان ستاسې د انتخاباتي ( اميدوارانو ) ، ( اميد ) هم امريكايي دي

خلاصه د اشغـــــال په صورت كې اتخابات او پايلې يې امريكايي دي
ځكه چې
هغوى دخپلو ناولو اهدافو لپاره دلته ډيرې ((قرباني او شهيدان )) وركړي
او هغوى به په هيڅ صورت هم دغه ((قرباني او شهيدان )) ضايع نكړي»

یوبل لیکوال بیاوایی : «افسوس افسوس ملته بیا برباد شوی
75٪افغان ملت په دی خوشحاله وو چی ګواکی ورسته له ډیری مودی پس مو یو ځل بیا د سر سړی پیدا کړخو په ډیر تاسف  سره چی لکه د همیشه په څیرمو اشتباه وکړه په داسی چا مو باور وکړ چی هیڅ کلهد اعتبار وړ نه وو.
هرڅه مو په خپلو سترګو ولیدل د ملت غوښتنی خو دانه وی چی امریکا دی زموژ په چارو کی مداخله وکړ ي ، موژ په دی فکر وو چی نور به اسلامی قانون او عدالت پلی ، فقر او بیکاری ورکه ، سوله او خپلواکی به راشی خو متاسفانه چی داسی ونه شول .
تاسو قضاوت وکری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟»

د ولس په وړاندې د نوماندانو شخصیتونه :

په داسې حال کې چې د ښاغلي عبدالله شخصیت ، کړچار او ددغه وروستيو ۱۳ کالو کړچار د ټول ولس تر مخه دې ، ټول یی پیژني ، ګوند یی ، ټلواله یی ، دامریکایانو په راوستلو اودهغوې سره په معامله کې یی ونډه ټول ولس ته څرګنده ده . په دې اساس ولس دهمغې خپلې  پوهې له مخې ورته رایه وکړې ، لږ ده که ډیر ، جدا خبره ده . د ټاکنو وروسته پرې مختلف نومونه کیښوول شول ، خو هغوې چې کوم څه غوښتل هغه یی هم دکرزي  په دویم پړاو کې تر لاسه کړي و اوهم یی دادې اوس  مالکان ګرځی .

اشرف غني د ولس له پاره نوې  تجربه وه . دولس خلکو پرې باور وکړ ، رایه یی ورکړه ، زحمتونه او ستونزي یی وګاللي تر څو د یو ریښتوني بدلون په لور قدم واخیستلاې شي .  ورته یی نوي نوي القاب ورکړل ، د بابا  او مفکر په نومونو یی یاد کړ او … خو اوس یی ددغې  ننګیني معاهدې د لاسلیک وروسته  هغه ځلیدلي ستورې د اسمانه راپریوت، دبابا اومفکر القاب ترې د ولس خلکو بیرته واخستل ، او په نورو نومونو یی یاد کړ .

هغه ډیر بد قدم  چې د ولس راتلونکې یی دا غداره کړ  هغه که څه هم  کرزی دخپلو مجبوریتونو له مخې اخیستي و او د ولس د ګڼ شمیر قومونو حقوق یی تر پښو لاندې کړي و او د ولسمشرۍ د معاونیو  له پاره یی دهزاره و او تاجکو دوګړو ، ولو که هر څومره بدنام  هم  وي ، نومونه وړاندې کول ، داشرف غني په وخت کې به ، که واک تر لاسه کړي ، ډیر ستر ظلم دا وشي چې اجرائیوي پوست به  د لویی جرګي له لارې په  صدارت عظمي باندی  بدل کړي او هغه به د تاجکو له پاره مختص شي . حال دا چې نه  دا د پښتون حق دې  چې د وړتیاو پرته ولسمشر و ټاکل شی او نه د هزاره ، تاجک و ازبک حق  دي چې د وړتیاو پرته  معاون یا صدراعظم و ټاکل شي .  که  اشرف غني داسې یو بې زړه  قدم واخلي او په خپل دغه اخري عمر کې داسې  ذلت  ته ځان تسلیم کړي  او په قانون کې داسې ترامیم وکړي  چې د هیواد له پاره تباه کونکي پایلی لري  او د وړ  خلکو حقوق په کې تر پښو لاندې کیږي نو نوم به یی د تاریخ په پاڼو کې لکه د شاشجاعانو او… په څیر  درج وي .

خبره څرګنده ده  او هغه داچې  که چیرې په دې توافق شوي وي چې د سهامي شرکت  یا ملي حکومت دې  د ناکام  کاندید او دهغه د ټیم  په ګډون  منځته راشی  نو بیا د رایو د بیا شمیرني له پاره څه اړتیا وه .  که اجرائیوي پوست ایجادیږي او  هغه هم د ناکام کاندید په واک کې ورکول کیږي نو ددې څو میاشتو ولسو زوروني او دخلکو د ګوتو پریکولو ته د موقع اوفرصت د مساعدولو له پاره څه اړتیا وه . دا خو په لمړیو کې ډاګیزه وه چې دغه دواړه کاندیدان  یا د خپلو درغلیو له مخې او یا هم د ولس د ووټ له مخې لمړۍ او دویم راغلي  نو همغه وخت  باید ددې کار له پاره ملاتړل شوې واې ، ولي اشرف غني دخلکو په سترګو کې خاورې واچولي او ورته یی وویل چې  هیڅکله به حکومت لکه د کرزي په څیر په یوه  سهامی شرکت بدل نه کړي ، چې بلاخره یی   د کیري په حکم دا کار وکړ .

ایا دنړۍ په کوم  ګوډ کې ددې کار کوم مثال کتل کیږي . ایا امریکایان به حاضر شی  چې په خپل  رژیم کې  د ناکام او بریالي کاندید تر منځ  ملي حکومت منځته راوړي . هیڅکله نه ؟  دا مسله یواځي د افغانانو په  برخه کې لیکلي چې ناکام کاندید به  بدمعاشۍ ته  لاس کوي او بریالي کاندید  به د ویري اوترهي نه  ، او خپل ځآن د ولسمشرۍ مقام ته درسولو په خاطر  هغه ته ټولې اسانتیاوې برابروي . د هیواد په تاریخ کې   ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو په ناباورۍ  او دامریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړتوب دغه ډول پریکړه د ننګه  ډکه او د تاریخ  دپخوانیو ننګینو پریکړو څخه  ګڼل کیږي . چې هم په کې  ولس د ټاکني دحق څخه بې برخې شو او هم  یی کاندیدان د ولس تر مخه  بې باوره کړل او هم یی  دا و ښوله چې زمونږ پریکړې په کوم ځاي کې کیږي .  دا هغه څه وچې دحزب اسلامي قیادت یی لا تر مخه اعلان کړې و او ویلي یی وچې دهیواد اوسني ټاکني د کاندید په برې او ناکامۍ خاص اغیز نه لري ، بلکه د ولسمشرۍ پریکړه  لا وختې د امریکا په سفارت کې  شوې او همغه به عملي کیږي . چې دادې پایلي یی مونږ په خپلو سترګو  وینو . او هره شیبه دا ډاګیزیږي چې دا وړۍ نه شړۍ کیږي . ځکه ددې اختلاف اثار اونښې  د تړون د لاسلیک درنګ  د وچیدو نه  مخته را څرګندې شوي دي  لکه چې  ویل کیږي چې :«تر  هغه وروسته چې د امريکې د بهرينو چارو وزير جان کېري په منځګړتوب د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ټولو رايو د بيا شمېرلو او د ملي وحدت حکومت پر جوړولو موافقه وکړه، اوس د دواړو نوماندانو د ټيمونو تر منځ د ملي وحدت حکومت د تفسير او مانا په اړه اختلاف رامنځته شوی دی. د ډاکتر عبدالله ټيم وايي چې د دواړو ټيمونو يو ګډ حکومت به جوړېږي، خو د اشرف غني ټيم وايي چې بايلونکی ټيم کولای شي له قانوني لارو په راتلونکي حکومت کې برخه واخلي.  »

خو هغه څه چې ولس باید ورته اماده اوسی هغه د هیواد راتلونکې امنیت دې ، ایتلافي نظامونه  تل سخت  ناکامه  او دفساد نه ډک  وي ، مونږ ددې تجربې د استاد رباني دائتلافي نظام لاندې وکتلې ، بیا مو د کرزي  د سهامي شرکت  په  ۱۳کلن  دوران کې وکتلې  چې څه ډول یوه ډله په  نظام  حاکمه او د ولس د شتمنۍ چور و چپاول کړه  او په راتلونکې کې به یی داشرف غني او عبدالله په سهامي شرکت  کې  هم ووینو .  په طبعي توګه به د ځوانانو خوزښتونه زیاتیږي . خلک به د فساد په خلاف را ولاړیږي .  او ددغو زورګویانو په مقابل کې به یو ستر  انقلاب ته اړکیږي . که څه هم زورګویان   چې دهیواد ویشلو ته حاضر دې خو د واک پریښودو ته نه ،  به دا انقلاب  په وینو کې ولمبوي ، خو دا به راځي ، ځکه چې خلک بدلون  غواړي اوبدلون  په  سوال نه ،بلکه په زور راځي . دا هم باید په ډاګه  وي چې  طالبان  او داعش  هم دا اوس په  تاک  کې ناست دي ، او که ولس مجبوره شی نو د وسلوالو غورزنګونو لورو ته به مخه کړي . او دا به هغه څه وي چې  څوک یی وغواړی او که و نه غواړی ور سره  مخ کیږي .

قریب الرحمن سعید

One thought on “د ملي وحدت حکومت یا نوې سهامي شرکت”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *