له کله نه چې د ملي يووالي د حکومت بنسټ کېښودل سو، نو سم له واره يو شمېر سياستوالو، مدني فعالانو تبصرې وکړې چې دا حکومت به تر ډېره دوام ونه کړي، لوی لامل يې دا وو چې د دغه حکومت بنسټ داسې جوړ وو، چې واک سره ويشل سوی وو او هر کله چې واک وويشل سي نو په يو حکومت کې بيا دا امکان نه لري چې پرته له جنجاله او ناندريو دې ګمارنې او حکومت کې نور ادلون بدلون ترسره سي.
د ملي يووالي له حکومته څه باندې دوه کاله تېر دي، خو تېر دوه کاله هم له نادريو، جنجالونو خالي نه وو، حتی اوس هم يو شمېر واليان، ولسوالان، رياست مشران د پخواني حکومت مقرر سوي خلک دي او هيڅ بدلون پکې نه دی راغلی.
په دې وروستيو کې چې د اجرايه رئيس لخوا پر ولسمشر سختې نيوکې وسوې، يو ځل يې بيا د واک پر سر اختلافات پيدا کړل، خلک يې اندېښمن کړل، ډلګۍ جوړې سوې، د دواړو خواو پلويانو يو بل ته خولې واچولې، د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال تا ويلې ما ويلې شروع سوې.
په اوسنيو نازکو شرايطو کې چې د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې توده او توتنده جګړه روانه ده، سلګونه ولسوالۍ سقوط سوې، په تېرو درې اونيو کې د هلمند خانشين، نادعلي، ناوه، ګرمسېر ولسوالۍ سقوط سوې او په دغو ولسواليو کې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ سختې نښتې روانې دي، زرګونه خلک بې کوره سول، ښځې په لوڅو پښو له کورونو راووتلې، د لښکرګاه شاخوا سيمو کې په شاړو دښتو، هټيو او نورو ځايونو کې بې کوره سوي خلک بې سرپنا او بې خوړو ژوند تېروي، د عزت خلک پکې بې عزته سول.
د حکومت مشرانو !!!
د واک پر سر دومره لېونتوب او ناندرۍ هم نه دي پکار چې ټول زيان يې ولس ته ورسيږي، د دې ولس د مظلوميت، پر دې خاورې باندې د جګړې او په ۱۱ ولايتونو کې د تود جنګ او د لسګونه ولسواليو سقوط همدغه ستاسو د اختلاف لاملونه او سبب دی.
اورېدلي مې دي چې: «په کوم کور کې بې اتفاقي وي نو په منګي کې اوبه وچېږي.» رښتيا هم ستاسو مشرانو ترمنځ د سياسي کړکېچ له امله زموږ پر کليو او کورونو کې اور بل دی، يو ځل خو د هلمند هغه خلک له نزدې وګورئ چې له کورونو بې ځايه سوي دي، يو خل خود اور هغه لمبې ووينۍ چې د خلکو کورونه او فصلونه يې خپله غېږه کې راونغاړل، يو ځل خو هغه ماشومان وګورۍ چې په سور لمر په شاړو دښتو کې خپلې سرتورې مور چې يبلې پښې ګرځي غېږ کې نيولی وي او سرپنا پسې لالهانده ګرځي، پر هغه حيواناتو، غواو، مېږو او پسونو خو رحم وکړئ چې د جګړې له امله پر دښتو يوې او بلې خواته په اوبو پسې ژبې راوتلي وي.
د ملي يووالي د حکومت مسؤلينو!!!
د دې ټولو بدبختيو ځواب به تاسو واياست، دا ټولې بدبختۍ، دا ټول ظلمونه، دا ټول توپانونه، دا ټول تورتمونه، دا ټول افت به ستاسو په تاريخ کې ليکل کېږي، پېړۍ پېړۍ به پرې واوړي خو را روان خلک، را روان نسلونه به تور تاريخ؟ بولي، د دې مظلوم ولس باندې د سختو، تکليفونو تېرېدو او پر واک باندې ستاسو د ناندريو په وجه تاسو غداران بولي، د دې ولس مخکې به تاسو پړه بولي، له تاسو به د تاريخ له پاڼو حساب غواړي او د خپل وجدان سره په جنګ کې به تاسو د دې ولس مخته سرټيټي ودروي.
اې مشرانو!!
تاسو دې ولس رسولي ياست، رايه يې درکړې ده، د خدای ج پر وړاندې مسؤل ياست، پوښتنه به درڅخه کېږي، ذره ذره حساب به درسره کېږي.
مه کوئ، پر دې ولس ورحمېږئ، له تا ويلو ما ويلو تېر سئ، دا وطن وژغورئ، په دې هېواد کې بل سوی اور مړ کړئ، پر يوه ټغر کښېنۍ، اوسنيو نازکو حالاتو ته حل لاره ولټوئ، ټول ولس مو د جګړې خوراک سول، ټول خلک مو بې کوره سول، بې ګناه خلک مو ووژل سول، شهيدان سول، ميندې بورې سوې، ښځې کونډې سوې، زامن بې پلاره سول، پلاران بې زامنو سول، مېندې بې اولاده سوې، اولادونه يتيمان سول، خويندې بې وروره سوې، ورونه بې خويندو سول، افت راغی، لا هم د جګړې وحشتناکه بلا زموږ پر سينو ګرځي، زموږ پر ککريو خولې لګوي، زموږ زړونه کاږي، موږ وژني، موږ ختموي
د دې مظلوم ولس په خاطر!
د دغه روانو حالاتو په خاطر
له تا ويلو ما ويلو تېر سئ، وضعه کابو کړئ، له واک او وېش تېر سئ، مټې ونغاړئ، که د دې ولس پر سر مشران ياست، نو دا ولس وژغورئ، ولس خپله قضاوت کړئ، ولس خپله تاسو د مشرانو په توګه مني، ولس مو خپله تر شاه دريږي.
خو که ولس همدغه شان د جګړې د اور خوراک وو او ستاسو ترمنځ سياسي کړکېچ همدغه شان روان وو، نو همدا ولس به مو پرېږدي، داسې وخت به راسي تاسو به ولس له لاسه ورکړی وي.