دا خبره نوره د رسنیو د تيرو خبرونو او تحليلونو برخه ده چي آيا د جمهوري رياست ټاکني پاکي وې که له درغليو ډکي، په لوی لاس د پايلو ځنډول او د اوضاع بحراني کول د چا کار وو، کميسيون يا کميسيونونه خپلواکه وو که کاواکه او بالآخره داخلي او بهرنيو ښکيلو اړخونو په کوم ډول او څومره کچي لاسوهنه وکړه؟ خو اوس چي له شپږو مياشتو ناندريو او ځنډ وروسته کوم ډول ګډ حکومت منځ ته راغلی؛ څيړو او تر بحث لاندي يي نيسو.
د سياسي جوړجاړي په پايله کي رامينځته سوي اوسني حکومت ته د ملي يووالي د حکومت نوم ورکړ سو خو په واقعيت کي ديته سياسي پلوراليزم ويلای سو ځکه د ملي يووالي حکومت هغه ته وايي چي د يو هيواد ټول ميشت توکمونه او قومي لږکي د خپلو وګړنيزو شميرو په تناسب د هيواد په سياسي جوړښت کي د خپلو غوره کړيو استازو له لوري برخمن سي او سیاسي پلورالیزم هغه دی چي دوه یا څو ګوندونه د ګډو اهدافو د لاسته راوړلو په موخه ګډ حکومت جوړ کړي او په ګډه د دې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي.
که څه هم په افغانستان کي په اوس مهال کي هغسي سیاسي ګوندونه نشته چي د مشترکو پرنسیپونو پر بنسټ دې په خپلو کي سره جوړ سوي وي خو دوو انتخاباتي ټیمونو په خپلو کي له ځانګړي ترينګلي حالت څخه په ګټي اخيستني د زور او شور په مټ د څو اکثریتي قومونو د مشرۍ تر چتر لاندي په واک کي شريک سول نو ځانګړتیا يي د یو ملي حکومت تر هغه د سیاسي پلورالیزم یا ایتلافي حکومت هغه ته زیاته ورته ده.
سیاسي پلورالزم یا ګڼ ګونديزه (ايتلافي) حکومت د قدرت پر سر له هرمهاليزي رسه کشۍ څخه په څو چنده غوره دی، په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنيو شرائطو او ترينګلي سياسي جوړښت کي.
له يوې خوا د قوي سياسي ګوندونو نه شتون چي هر ګوند له ماتي وروسته تر حکومت ته ور ګډيدو زيات په اپوږيشن خوشاله وي او د لږ واک د خپلولو پر ځای د خپلو راتلونکو تګلارو د پياوړتيا، د واکمن ګوند پر ناسمو کړنو نيوکو او په ولس کي خپل انځور د بيرته سمولو پر لارو چارو کار کوي له بلي خوا دلته سياسي ځواک فرد محوري او تر ډيره پرتوکميز انډول ولاړ ځواک ده چي په دې ډول نو که يو يا څو خواوي له واکه دباندي پاتيږي معنا يي داده چي ټول خلک ګواکي په واک کي شريک نه دي چي له دې امله هغوی له دې نظامه ځانونه پردي بولي اوننګه يي نه کوي.
پلوراليزم دې ته هم نه وايي چي واکونه دي په داسي ډول وويشل سي چي د ښايسته سالارۍ اصل دي له پامه وغورځول سي چي په نتيجه کي دي هره مولۍ او جودر ته په کي ځای ور کړل سي بلکه دغه واک ويش بايد د مشخصو آرونو او منل سويو اداري پرنسيپونو له مخي تر سره سي.
له اوسني نوي رامینځته سوي ايتلافي حکومت څخه په ښکاره داسي جوتيږي چي هغه به دا دوهم ډول ايتلافي حکومت وي او په دې اړه ګواکي دواړه خواوي ژمني واوسي خو دا چي د سولې او پخلایني موضوع، د بهرنيو لاسوهنو مخنیوی، د بد اقتصادي حالت له منځه وړل او په سرتاسري ډول د وړاندي سوو پرمختیايي پروګرامونو په لاره کي د پراته خنډونو لیري کول به څرنګه شوني سي؛ لا وخت ته انتظار کوي او د نړۍ د هیوادونو د پرمختګ تجربو ته په کتو سره کم تر کمه تر یوې لسیزي زیات وخت، قوي ارادې، وړتیا، له فساده پاکه ادارې او دوامداره کار ته اړتیا لري تر څو دغه لوړ ارمانونه لاس ته راوړل سي.