پوهاند محمد بشیر دودیال

پوهاند محمد بشیر دودیال:

د افغانستان د SDGs ضرورت

(د افغانستان د لومړنیو پنځه کلنو او یوه اوه کلن پلان د تحلیل په دوام)

***

دوهمه برخه

په ۲۰۰۰م. کال کې بشریت د زریزی اهداف (MDGs ) وټاکل، د دغه سند د اجرا لپاره د ۱۹۳ شاوخوا څخه زیاتوهیوادونو کار وکړ چې موده یې تر۲۰۱۵م. کال پورې وه،  وروسته تر دې کال څخه په دغو اجرااتو باندې یوه نقادانه کره کتنه وشوه. دغې کتنې  پسې وروسته تر ۲۰۳۰م. کال پورې SDGs د بشریت مخې ته د ګډ هدف په توګه کیښودل شو. هغه مهال افغانستان په بد وضعیت کې و. نوې اداره دبُن د نامناسبې پریکړې له مخې د داسې افرادو په ترکیب جوړه شوه چې له نړیوالو مسایلو ډیر نه وخبر، په فساد ککړوو، او امتیاز غوښتنه او د جایدادونوغصب یې موخه وه، د دوی زیات شمیر لا مخکی د نویمی لسییزی په پیل کې ملی شتمنۍ لوټ کړې وې. دوی دنړۍ د تازه جریان او دزریزی اهدافو باندې نه پوهیدل، بالاخره په ۲۰۰۵م. کال کې ایله افغانستان دزریزې اهدافو څخه خبر، هغه یی ومنل اود هغو په رڼا کې یې ځانته دملی پرمختیا ستراتيژي جوړه او په تطبیق یی پیل وکړ، دا په داسې حال کې چې تر دې وخته یو شمیر هیوادونو  دزریزی داهدافو په تحقق کې ډیر لوی بریالیتوبنولرل. 

په هر صورت؛  موږ هغه مهال هم چې نړیواله ټولنه راسره وه پنځه کاله له دی مهم سند بی خبره وو. دا چې دزریزی اهداف  دټول بشریت لپاره وو، او په حقیقیت کی د ټولې نړۍ ژمنه وه او دټول بشریت لپاره تعهد و، نو افغانان حق لری چی ځان دبشرییت د لویې کورنۍ د یوه غړی په توګه له هغې څخه برخمن وبولی. غواړو دافغانستان د دولت توجه دې ټکي ته راواړم چی لکه دنړیوالو په شان خپل د زریزی اهداف په ۲۰۲۰م. کال، یعنی همدا اوس وارزوی. موږ به نړیوالو ته دا عذر وړاندې کړوچی موږ پنځه کاله وروسته شروع وکړه، پنځه کاله یی وروسته ارزوو اوخپل SDGs هم پنځه کاله ورسته شروع کوو، هیله ده  نړیوال دې برخه کې استثنا ومني.

موږ به خپل دلایل ورته ووایو:

۱.پر موږ فاسده اداره مسلطه وه، د امریکی سرمفتش او دسیګار راپورونه یې شاهد دی،

۲.موږ په ډیره بده ورانوونکی جګړه اخته وو، بیشمیره مالی او ځانی تلفات یی شاهد دی،

۳.موږ بی کفایته نظام درلود، دوه سره حکومت یې شاهد دی. 

زموږ دولت دې نړیوالو سره لابیګری پیل کړی، دنیا وال به زموږ عذر ومنی، د خپل SDGs لپاره د دوې پاملرنه یو ځل بیا رااړولی شو،  دا ځکه چی افغانستان د نړۍ د کلی یو کوردی، او دغه کور نه ښایی چی هیر شي. له نیکه مرغه همدا اوس یو مناسب فرصت دی چی د خپلی ANDS تحلیل وکړو او په رڼا کی یی دولت ځانته خپل افغانی SDGs جوړ کړی. موږ به خپل دغه  SDGs پنځه کاله ورسته مخې ته کیږدو خیر که ناوخته دی، هغه دادی:

***

کله چې د زریزی داهدافو وخت په۲۰۱۵م. کال کې پای ته ورسید، په هغو باندې یوه کتنه وشوه ، داځل نړیوالود( SDGs) اصول په ګډه ومنل چې دا ۱۷ اصلی اود هغو لپاره ۱۶۹نور ځانګړي لاندني اهداف دی. 

۱.له بیوزلی تشه نړۍ (موږ به یې ایضاً افغانستان ولیکو): هر ډول بیوزلی(فقر) په هر ځای کې چې وي، باید پای ته ورسول شي؛

۲.بې لوږې نړۍ (موږ به یی ایضاًافغانستان ولیکو): لوږه باید ختمه او غذایی مصئونیت او سالمی تغذیی ته ورسیږو او ثبات لرونکی کرنه  پرمخ بوځو؛

۳.دپام وړ روغتیا: په نړۍ (افغانستان)کې باید سالم ژوند تضمین شي او د ټولو خلکو لپاره ، هر چا ته، په هر عمر کې، روغتیا ورپه برخه شي؛

۴.د زده کړې کیفیت: دټولو لپاره باید د کیفیت لرونکې زده کړې مساوي فرصت برابرشي؛(ټولو اصولو سره ایضاًشته)

۵.جنسیتی برابري: باید ټولې نجونې او ښځې وړتیا او پیاوړتیا ترلاسه او جنسیتی برابری ته ورسیږو؛

۶.روغتیا او پاکې اوبه:  ټولو ته، په هر ځای کې باید پاکې دڅښلو اوبه مهیا شي، ترڅو د ټولو روغتیا ډاډمنه شي؛

۷.ارزانه او نوې کیدونکی انرژي: مصئونه،ارزانه، ډاډمنې، پاییدونکی انرژۍ باندې د ټولو لاسبری؛

۸.کار او ښه اقتصاد: ثبات لرونکی او پایداره اقتصادی وده؛

۹.غوره زیربنا او نوښتونه: دیوې ټینګې بیخبنا جوړول، د پایښت لرونکی صنعت رامنځته کول او د نوښتونو لرل؛

۱۰.دنابرابری او بیعدالتیو له منځه وړل: په هیوادونو کې او د هیوادونو ترمنځ د نابرابری له منځه وړل؛

۱۱.ټینګ او پایښت لرونکی ښارونه اوټولنه: دبشریت د اوسیدو ځایونه، ښارونه اومحلات باید امن او ثبات لرونکی شي؛

۱۲.له سرچینو څخه مصئونه(پُرامنه) ګټه اخیستنه: دپایښت لرونکی مصرف تضمین او د مصارفو طرح؛

۱۳.د اقلیم په هکله اقدامات: د هوا دمنفی بدلون او له دې امله دناوړه عوارضو په وړاندې بیړنی اقدامات؛

۱۴.پایښت لرونکی سیندونه: د ثبات لرونکی پرمختیا د ډاډمن کیدو په خاطر باید د سیندونو او اوبو څخه د دوام لرونکی پرمخیتا له اصولو سره سم ګټه واخیستل شي؛

۱۵.له ځمکې څخه  پایښت لرونکی استفاده : دخاورې له ایکوسیستمونوڅخه باثباته استفاده او د هغو نور هم ښه کول، دځنګلونوپایدار استعمال، له سارایی کیدوسره مبارزه، دخاورو د ویجاړیدو محنیوی، دژوند دتنوع ساتنه؛

۱۶.سوله او عدالت: په سوله ییزه فضا کې دټولنو دترقی لپاره هڅې، د پایښت لرونکې  پرمختیا عامول، ټولو ته عدالت، په ټولو سطوحو کې د کارنده، باور وړ او ځواب ویونکو موسساتو رامنځته کول؛

۱۷.دپایښت لرونکی او باثباته پرمخیتا په برخه کې مرستې: د پایښت لرونکې اودوام لرونکې پرمختیا لپاره نړیواله همکاري.

پورتنیو اوولسو اصلی اصولو سره ۱۶۹ نور اهداف جمع امنیت

اوس به راشودې ته چې موږ د زریزو په خپلو اهدافو  کې څه کړی دي؟

دا د افغانستان لپاره یو فرصت وچی مناسبه او ښه ګټه ورڅخه اوچته نشوه، بلکی ډیری مرستی بی اغیزی او هدر مصرف شوی. البته تیرو کلونو کی  په افغانستان کی ډیر مثبت تحولات هم راغلی دی:  اساسی قانون جوړشو، پولی ریفورم ترسره شو،پخوانی جنګی ډلی بی وسلی  شوی، دهغوی روحیه د هیواد دتخریب پرځای بیا رغاونی او عمرانی چارو ته راواړول شوه او زیاتره یی په سیاسی او اداری چارو کی د واک او لویو دریځونو لرونکی شول. په ټولنیز ژوند کی دښځو ونډه نسبتا ښه شوی ده او مدنی ټولنی  خپل دریځ ترلاسه کړی. ددولت دری قواوی لرو،دیموکراسی موعملی کړه؛  د جمهوری ریاست، پارلمان او ولایتی شوراګانولپاره په انتخاباتو کی غوره تجربه تر لاسه شوه. دزمینی ترانسپورت په برخه کی له ۹۰۰۰ کیلومترو څخه زیات سرکونه پاخه شول، د هوایی ترانسپورت په برخه کی اوس د اریانا دهوایی شرکت له بیارغاونی پرته څو دخصوصی سکتور هوایی ـ ملکی چلند کی فعاله کمپنۍ شته، دباختر افغان الوتنې هم بیا سا واخیسته، بانکی سیستم مو نوی شو(دکابلبانک له رسوایی به سترګې پټې کړو)، ګڼ شمیر ځوانانو بهر کی لوړی زده کړی وکړی او په معلوماتی تکنالوژی کی وارد او پوه ځوانان لرو. 

په دغو ورځوکې موږ دافغانستان دپنځوس کاله مخکې پنځه کلنو پلانونو او د لومړنی جمهوریت ددوری اوه کلن پلان باندی خبرې وکړی، د۲۰۰۵م.کال پرمختایی ستراتیژی هم په حقیقت کی یوپلان و، غوره ده چی دا هم لنډ تحلیل کړو ، نودی پایلی ته به ورسیږو چی:    په معاصرو شرایطو کی  دغه تدوین  شوی ستراتیژی د افغانستان  لپاره  یوه غوره تجربه وه. البته  د هغی د تطبیق او پایلو په هکله  د افغانستان دولت او ناودلتی موسساتو ډیر زیات تبلیغات کړی، مګر په واقعی توګه یی  په علمی شکل سره تایید شوی  ګزارش او تحلیل نه دی موجود.   یو شمیر ارقام اټکلی  او یو شمیر نور نا تایید شوی دی.  ددی په مقایسه د افغانستان  د لومړنیو پنځه کلونو علمی پلانونو ارقام  او تحلیلونه ډیر ثقه یی  او په علمی میتود استوار وو.  د څیړونکو لپاره په دی برخه کی  مهم ماخذ د افغانستان  د کلنی معلومات، د اداراتو له مسئولینو او چارواکو سره مرکی،  احصاییوی سالنامی ، د وزارتونو رسمی ګزراشونه  او تر یوه بریده هم د افغانستان د ریسرچ او ارزیابی (ِ Afghanistan Research and Evaluation Unitیا (AREU)) ګزارشونه دی.

ددولتی اداراتو تر څنګ له ۱۳۸۱ ش. کال څخه راوروسته ګڼ شمیر ګزارشونه غیر انتفاعی ، غیر حکومتی سازمانونو( NGOs)  نشر کړی دی، البته دوی  هر یوه کوشش کړی دی چی د انکشافی اهدافو د تحقق په برخه کې خپل موثریت  ثابت کړی.   ددی خبری  مانا داده ، لکه هغسی چی  د  افغانستان د ملی  انکشافی ستراتیژی  په جوړولو کی  د بهرنیانو مرسته له افغانستان  سره په څرګند ډول  ښکاریده، نو همداسی یی ټطبیق  کی هم  دولتی او غیر دولتی  ادارو او موسساتو  کار کړی دی. که چیری ددوی مرستی نه وای، یو شمیر مهمی انکشافی پروژی لکه د ملی پیوستون پروګرام (NSP ),، د بیړنی کار موندنی پروګرام ( NEEP) ، دپانګی اچونی ملاتړ، د افغانستان د کلیو د پروژو د پراختیا پروګرام( AREDP) د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی پروګرام (CN ) او په خپله د افغانستان د مستقلو ادراتو( د وزارتونو، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو خپلواک کمیسیون  او نورو پروګرامونه به  یو هم سم نه و تطبیق شوی. دا ستراتیژی له دریو برخو څخه جوړه وه :

امنیت

حکومتولی

اقتصادی او ټولنیزه پرمختیا

په دی دریو برخو کی هغه چی موږ ورسره ډیره علاقه لرله، هغه د اقتصادی پرمختیا برخه وه، خو دغه امنیت یی دټولو افغانان زړه وچاود. په دوو لومړیو برخو کی باید وویل شی، چی: د امنیت وضع ښه نه وه،  هم وسله والومخالفینو او هم جنایتکارنو، دواړو،  امینت او عادی ژوند له ګواښ  سره مخامخ کړی و.  تر وسله والو مخالفینو حرفوی جنایتکارانو چی  لویی  ډلی او د مافیا د بانډونو په بڼه یی  فعالیت کاو  اقتصادی فعالیتونو، پانګی اچونی او د هیواد شتمنی ته زیات ګواښ او خطر متوجه کړی و،  ددوی د نا امنی له امله تجارو ، ملی سوداګرو او اقتصادی فعالیتونو ته خنډ واقع شوی و،  یعنی نه فزیکی امنیت موجود  و او نه احساسی.  یو شمیر سوداګر اختطاف شول، ګڼ شمیر شتمنی لوټ او غلا شوی.د حکومت کولو او د قانون ټینګښت تطبیق نه شول، یو پراخ تنظیم شوی فساد حاکم و. دغه فساد په  اداری ، مالی او آن اخلاقی برخوو کی له ورایه څرګندو.  څو څو ځله متکرر جنایتکاران ونیول شول، بیرته خوشی شول، دی واقعیت دا ثابته کړه چی د ملی  ستراتیژی  دوهمه برخه(حکومت کولو او د قانون د ټینګښت برخه) ډیره بریالۍ نه وه. ددغه پراخ فساد له امله ددولت رول ضعیف شو او د اقتصادی پرمختګ په لاره کی هم لوی  خنډ واقع شو.  له ۱۳۸۱  څخه  تر ۱۳۹۱ پوری ( لس کاله) د مرستو زیاتی  پیسی د نا دولتی  موسساتو  له خوا په مصرف رسیدی، په مرموز ډول د نادولتی موسساتو اغیز ددولتی  ادارتو  ملی دریځ  او په چارو حاکمیت  ضعیف او آن داچی  دولتی  ادرات  د نادولتی  موسساتو تر اغیز لاندی راغلی وو  او د ملی  دولت پرستیژ ته زښت ډیر تاوان ورسید. ګڼ شمیر تجربه لرونکی او ماهر  کارکوونکی  له  حکومتی  دفترونو څخه  د نادولتی موسساتو  دفترونو ته ولاړل. ملی  شورا او ولایتی شورا ګانو لازم موثریت  نه درلود، بلکی په خپله همدوی  قانون نقض  او د فساد پیاوړی کوونکی شول. دداسی  یوی نا مطمینی فضا په ترڅ کی بهرنیو مرستو څخه  لازمه ګټه اوچته  نه شوه ، ډیر ښه فرصتونه  له لاسه ووتل. ګڼ شمیر هغه پروژی چی پخواموجودی وی، د خصوصی کولو په نوم له منځه لاړې، پاملرنه ورته ونه شوه یا یی هم ټوله فزیکی شتمنی او زیر بنا تالا او په لوی لاس  تخریب شوه، خو پرځای یی  نوی څه جوړ نشول.  له بده مرغه د افغانستان د ډیر مهم جیوپولیتیک موقعیت څخه د مثبتی استفادی پرځای د ستراتیژیکو نامناسبه اهدافو په خاطر د استفادی  مفکوره پرخپل ځای پاتی ده. په سیمه کی د وسلوالو ډلوروزنه ادامه لری، افراطیت د یوی وسیلی په توګه استعمالیږی، طبیعی زیرمو او اوبو ته مو دملی شتمنی په توګه د لاسرسۍ فرصت را څخه سلب شوی، سیاسی ماهرینو سره لا هم د لویی لوبی(نوې لویې لوبې) د ادامی شک شته.  دا ډول علایم امنیت او ثبات له منځه وړی. دلته سیاسی مسایل زموږ بحث کی موږ ته ددلچسپی وړ ندی، خو له دی امله چی د پرمختیایی ملی ستراتیژی یو رکن و، نو پټی سترګی ورڅخه نشوتیریدای،دا ځکه چی امنیت سیاست سره تړلی او دا دواړه بیا اقتصاد سره تړلی دی!. په دی توګه د پرمختیایی ملی ستراتیژی د امنیت رکن ډیر بریالی نه و، یو علت یی که په خپله دافغانستان دولت کی فساد او دخلکو نارضایتی وه، بل علت یی په سیمه کی سیاسی غرضونه اوبهرنی لاسونه وو.  دغه ترخه تجربه تیر تاریخ کی څوځله دافغانستان پتمنو، خوبیچاره خلکو په جبری ډول وازمایله.

د ملی پرمختیایی  ستراتیژی  دریمه  برخه چی په نورو شپږو ارکانو ویشل شوی وه په لاندی توکه بدلونونه لری:

زیر بنا  او طبیعی سر چینی : افغانستان د خپلو طبیعی  زیرمو او منابعو له پلوه کافی اندازه  ذخایر او شتمنی  لری.  د اقتصاد  د رغاونی او پرمختیا  لپاره زیر بنا لکه سړکونه، ریل پټلۍ، بریښنا، صنعتی پارکونه، ترانسپورت او تاسیسات  مهم ارزښت لری.  د ملی پرمختیایی ستراتیژی د جوړیدو څخه وروسته  او د هغی د تطبیق تر پای پوری په هیواد کی د سړکونو د جوړولو په  برخه کی کار وشو ،د یو شمیر معادنو د استخراج چاری یو شمیر بهرنیو کمپنیو سره د قرار داد په بڼه لاسلیک شوی، خو عملاً یې چارې ندی پیل شوی، چی تمه کیږی د دغو کانونو په ګټه کی به افغانستان شریک و ګڼل شی، نه صرف  یو پلورونکی.  داسی اټکل کیږی چی د افغانستان دپیژندل شویو او پلټل شویو کانونو ارزښت تر دری زره میلیارده ډالرو اوچت دی .  د افغانستان د روانو اوبو ( سیندونو) د کلنی جریان انداره ۷۰-۷۵ میلیارد مکعب متره اټکل شوی دی، خو پرته له یو-دوو نور نه انحرافی  او نه هم ‌ ذخیروی بندونه جوړ شول . په عوض کی یی  وارداتی بریښنا  له ګاونډیو هیوادو څخه په ډیر لوړ لګښت  تدارک شوه، چی د هغی  په بیه څو لوی بندونه جوړیدای شول، د هیواد ددغی مهمی طبیعی سر چینی (روانو اوبو) د مهارولو لپاره  کافی  اجراات  نه تر سترګو کیږی. په دی توګه د افغانستان  دټولو سیندونو یا روانو اوبو صرف په سلو کی دیرشو څخه د هیواد دننه استفاده کیږی  او نوره یا ضایع یا له ملکه بهر وځی. په همدومره اندازه موږ هر کال د خاوری تخریب  او ضایع کیدل هم لرو. افغانستان شاید دخپلی خاوری په نه ساتنه کی لومړی هیواد وی!!

 

ځنګلونه د هیواد یوه بله مهمه اقتصادی طبیعی منبع ده چی لوټ، تالان او قاچاق یی لکه د تیرو کلونو په شان دوام لری، په دی توګه  دغه مهمه منبع چی نه یواځی اقتصادی  بلکی ایکولوجیکی  فوق العاده ارزښت لری، له تباهی سره مخامخ وه او دافغانستان د طبیعی ځنګلونو په اندازه کی په سلو کی شپیته کمښت راغلی دی.  زیا تره کانونه په نا قانونه توګه د سیمه ییزی مافیا په لاس  په قاچاقی او غیر فنی شکل ایستل کیږی، چی د موادو کیفیت  شدیدا زیانمن  او تخریبی  اثرات یی  ډیر ژور دی. دغه مافیا د کان اصلی شتمنی  د ډیری لږ ګټی په مقابل کی  له لوی زیان سره مخامخوی.

 

ښوونه، روزنه او فرهنګ : له نیکه مرغه  د ښوونځیو په شمیر کی د کمیت له پلوه پوره زیاتوالی لیدل کیږی.  وروسته د طالبانو له پرځیدو څخه نجونو ښوونځی ته  د تګ اجازه ومونده، ګڼ شمیر ښوونځی نوی  جوړ شول او د ټولو ښوونځیو نړیدلی  ودانی  ورغاول شوی، د معارف د وزارت  په نصاب تجدید نظر وشو  او په میلیونونو ټوکه درسی  کتابونه په لوړ تیراژ او عالی کیفیت  چاپ  او تر ډیرو لری  ولسوالیو وویشل شول. د ښوونکو په استخدام کی  بیساری  زیاتوالی راغلی دی، او د ښوونکو او د معارف د منسیوینو مادی او معنوی امتیازات اوچت  او  ددولت د پاملرنی وړ وګرځیدل.ښځو او نارینه وو ته د تحصیل مساوی چانس برابر شو، ګڼ شمیر ځوانان د هیواد د لوړو زده کړو موسساتو ته جذب شول چی د افغانستان  په تاریخ  کی یی ساری نه لیدل کیږی، په زرګونو پیغلی او ځوانان  له هیواد څخه بهر ملکونو ته د تحصیل لپاره واستول شول. له دیرشو زیات دولتی  پوهنتونونه او د عالی تحصیلاتو موسسات جوړ شول، ۱۰۵ د لوړو زده کړوخصوصی  موسسات  تاسیس شول، چی پینځه یی د پوهنتون کچی ته لوړ شول . د زدکړو په وسایلو او تکنالوژی کی پوره بدلون راغی  چی نن ورځ زموږ پوهنتونونه په پوره پرمختللی تکنالوژی سمبال دی. ورزش او د ځوانانو بوختیاوو ته زمینه برابره شوه،  دهنراو موسیقی ودی ته  یو ځل بیا  پراخ ډګر برابر شو، خو درسنیو، ورزش، هنری فعالیتونو اوهنری فعالیتونو د آزادی پایله دومره دځوانانو مثبتو بوختیا، نشاط او روغتیا  ته مفیده نه وه، لکه هغومره چی متاسفانه د اخلاقی انحراف لامل وګرځیده.  دا ځکه چی مدیریت او پالیسی یی سمه نه وه. هغه څه چی د ډیری پاملرنی  وړ دی هغه د رسنیو( هم دولتی او هم آزادو رسنیو) وده او غوره فعالیت دی. په هیواد کی تر ۴۰ زیات رادیویی ستیشنونه او تقریبا په همدی اندازه خصوصی  او ملی تلویزیونونه فعالیت لری (خو د روزنیز او خبررسانی د اړخ په پرتله یی د بیګانه هیوادونو دګمراه کوونکو سریالونو ننداری ډیری دی).  په ګڼ شمیر ښارونو کی  د انترنت خدمات مهیا دی. تقریبا دهیوا په سلو کی اتیا وګړی د ګرځنده ټیلفون له خدماتو څخه برخمن دی. او داسې نور اقدامات…

  • روغتیا  :  افغانستان له ۱۳۸۰ل. کال څخه مخکی د صحی خدماتو له پلوه  تر ټولو  یو وروسته پاتی او له ستونزو سره لاس او ګریوان هیواد و، خو تر ۱۳۸۰ راوروسته ځه ناځه پرمختګ وشو ( ممکن روغتیایی خدمات به د کیفیت له پلوه ډیر د تایید وړنه وی او د خصوصی وغتونونو فیس به ډیر ناعادلانه وی، خو بیا هم د دشلو کالو مخکی  حالت په پرتله د قناعت وړدی.  هغه څه چی ډیر د ستاینی  وړ دی ،  هغه د پولیو د واکسین  ډیر  بریالی  پروګرام و.  په دی موده کی روغتونونه ورغاول شول او د ولایاتو روغتونونو او په کلیو کی کلینیکونو ته پوره پاملرنه و شوه،سره له دی چی د روغتیا برخه هم له فساد څخه بچ نه وه چی  یو ښه مثال یی د سردار محمدداوود خان ۴۰۰بستریز روغتون کی د میلیونونو ډالرو وهنه وه)، بله ښه لاسته راوړنه د مور او ماشوم د روغتیا خوا ته پاملرنه او له پینځه کلن عمر ټیټ د ماشومانو د مړینود شمیر کمښت و.  په دی برخه کی نه یواځی  ددولت سکتور بلکی، خصوصی سکتور هم ونډه لرله، ښه بیلګه یی په مرکز کابل  او ولایاتو کی د خصوصی  روغتونونو فعاله کیدل و. د روغتیا نړیوال سازمان(WHO)  او د بی سرحده دوکتورانو ټولنی د پام وړ کارونه پرمخ بوتلل.  د هندوستان هیواد ، په تیره بیا  په کابل کی د اندراګاندهی روغتون  د افغانستنان له خلکو سره د روغتیا برخه کی اغیزمنی مرستی وکړی، خو سره له دی  هم نړیوال راپورونه په افغانستان کی  د روغتیا وضعیت ښه او د قناعت وړ نه بولی، په ماشومانو کی د ناوړه تغذیی (خوارځواکی) نښی له ورایه ښکاری، دماشوموالی یو شمیر معمولی ناروغی د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی  دی، د څښلو دپاکو  اوبو نشتوالی د ماشومانو نس ناستی او دهغی  له امله   دمړینو ګراف لا هم نا مطلوب وضعیت کی ساتلی دی، د وګړو منځنی عمر ډیر ټیټ ( اوسط ډول ۴۷ کاله) ښودل کیږی، معیوبیتونه، روحی ناروغۍ او په مخدره توکیو روږدی والی د صحت د برخی  لویه اندیښنه ده.  د ککړ چاپیریال ستونزی د افغانستان راتلونکی کول ته لویه اندیښنه پیدا کړی، کوم چی تیرو شلو کالو کی یی نه یواځی د مخنیوی تدابیر نه وو، بلکی د ژوند د چاپیریال ککړوونکو  فکتورونو  نوره هم پراختیا موندلی وه، حال دا چی د ژوند چا پیریال ساتنه د زریزی د اهدافو یو لومړیتوب و او باید (ANDS)دغه لومړیتوب ته  ډیره پاملرنه کړی وای. د یوه بله شرموونکی او بده ښکارنده په افغانستان کی د زیات شمیر معتادینو اوایدس د ناروغی  لیدل کیدل و، حال داچی  پخوا دغه افتونه زموږ هیواد کی بالکل یوه ناپیژندل شوی او د نه خپریدو وړ ګڼل کیدل. متاسفانه د افغانستان د اوبو زیرمی  خوندی  او پاکی ندی پاتې، د ښارونو ناوړه انکشاف  او د بدرفتونو د سیستم نشتوالی   او د ښاروالیو فاسد مدیریت تر ځمکی لاندی  پاکو اوبو ته لوی ګواښ متوجه کړی دی.  په  دی توګه  د روغتیایی خدماتو وضعیت نظر  شلو کالو پخوا ته ښه شوی دی، خو د راتلونکی لپاره د ګواښونو مخنیوی ته  لا زیات تدابیر باید ولرو.

 

کرنه او د کلیو پرمختیا  : د افغانستان په سلوکی له ۷۵ څخه زیات وګړی په سیده او ناسیده توګه په کرنه او مالداری بوخت دی ، د هیواد  زیات نفوس (په سلوکی د اتیا شاوخوا)په کلیو کی ژوند کوی. د کلیو پراختیا نه یوازی دا چی  ټولنیز هدف دی، بلکی اقتصادی ارزښت هم لری.  کرنیز محصولات ملی مجموعی عوایدو او د هیوا د  بهرنۍ سوداګری په برخه کی مهم اقلام دی.  په کلیوالی  سیمو کی د بیوزلی له منځه وړل او د کلیو پراختیا د ملی پرمختیایی  ستراتیژی  یو مهمه برخه وه، په دی برخه کی د ترانسپورتی ستونزوو یعنی  د لارو نه شتون، کچه سړکونو او پیچومو له امله  او  تر ډیره بریده د ناامنیو له امله پوره کار ونشو. د کلیو د پراختیا مدیریت  فوق العاده ضعیف او فاسدو،  کومه روښانه  او علما  تنظیم شوی پالیس  ورته  موجوده نه وه. کلیوال له  دولت، دولته سره له همکاری او ددولتی خدماتو له ساحی بهر پاتی شول، جنګونه هم په کلیو کی متمرکزو،  او تر ټولو زیات  د دولت او ولسونو  ترمنځ  واټن په کلیوالی سیموکی لیدل کیږی.  دی ناوړه حالت د ناامنی  خپریدو ته لا زیاته زمینه برابره کړه. د افغانستان کلیوالی سیمو کی  د محلی تشبثاتو پراختیا ته  فوق العاده امکانات موجود وو، مثلا  د کبانو روزنه، د چرګانو او شاتو مچیو روزنه، د وریښمو د چنجیوروزنه او لاسی محلی کارونه،  محلی صنایع لکه کلالی، ترکاڼی، لاسی ګن ګنډل او نور ټول هغه محلی تشبثات وو، چی د ودی فوق العاده امکانات یی موجود و، خو د بی کفایته او فاسدی اداری او ناامنی له امله  له دغو ریزرفونو او قوی پوتانشیل څخه هیڅ ګټه اوچته نه شوه. مالداری د هیواد یوه مهمه  تولیدی منبع وه چی د هیواد ډیره مالداری کوچیانو پوری اړه درلوده ، خو د سیاسی غرضونو او تعصبی ملحوظاتو له امله په مصنوعی توګه د دیشین او کوچیانو تر منځ  نفاق واچول شو او ددولت تر ټولو لوړو چارواکیو د ولسونو ترمنځ  درز او دښمنی ایجاد کړه او دکلونو کلونو ټولنیز نظم  او د ولسونو او قومونو ترمنځ یی  وینی بهول، یو دبل ګواښل  اویو بل ته په بد نظر کتل پراخه کړل، دې موضع ولسی علت ندرلود، بلکې د چارواکو  سیاسی غرضونه وو.  دی ستونزی کوچیان په اوړی کی ایلبندونو ته له تللو رواړول او د هیواد څړځایونه له مالداری تش شول ، څړځایونه قوماندانانو په زور غصب کړل او د هیواد دمالداری  سکتور له لوی زیان سره مخاموخ شو. په کلیو کی د طالبانو له خوا دعشر او زکات او نورو فشارونو له امله عادی  ژوند ګډوډ اونتیجه یی د کلیوالی  اقتصادی شیرازی مړاوی کیدل  او ښارونو ته  د جبری  مهاجرت ښکارنده وه، حال  داچی  ښارونولا پخوا خپل مشکلات لرل، د کلیوالو اجباری مهاجرت د ښارونو ستونزی نوری هم مضاعفی کړی.  په یو شمیر کلیو کی  د ملی پیوستون په نوم یو شمیری پروژی تطبیق شوی ، چی  ناسنجول  شوی وی.  د ملی پیوستون پروګرام، یو شمیر اقدامات داوو:   پرته له دی  ګی د کرنی  او ځمکو د خړوبولو لپاره د روانو اوبو او سیندونو د مهارولو لپاره  کومه  اساسی  برنامه  ولری، په بیلابیلو سیمو کی یی ژوری څاګانی  کیندلی چی   دی  کار د  ځمکی  لاندی اوبو سطح نوره هم ټیټه کړه او په پایله کی یی  شاوخوا کاریزونه  او عادی څا ګانی  وچی کړی، دی پیښی کلیوال له نارضایتی سره مخامخ کړل،  دوی پرته له دی چی د ځمکو نهه ډوله استعمال (زراعی، خدماتی، ترانسپورتی، تفریحی، تجارتی، مسکونی او رهایشی، صنعتی  اوکانی) په نظر کی ونیسی، د زراعتی  ځمکو په لوری یی د پلونو، لارو او سړکونو په جوړولو پیل وکړ، حال داچی  د اوسیدو  او خدماتولپاره د شاړو ځمکو او د غونډیو  د لمنو خواته باید انکشاف  رامنځته  شوی وای،  ددی پایله  دا شوه چی  زراعتی ځمکی تر نورو بیلابیلو استعممالونو  لاندی راغلی  او شنه ساحه  وار په وار کمه  شوه.  همدا اوس  تر کرنی لاندی ځمکی  ارقام  څرګندوی چی  د هیواد  تر کرنی لاندی ځمکی د ۱۳۵۷ أږ کال په پرتله څو ځله  کمی  شوی دی. حال داچی  باید  د ولت د میشت کیدو لپاره  د غونډیو لمنی  او غیر زراعتی سیمی  تخصیص کړی وای.  د کرنی او کرنیزو ځمکو او اوبو لپاره  نه  د کرنی اوبو لګولو او مالداری وزارت  او نه  هم د اوبو، بریښنا او انرژی وزارتونو یو هم  د اوبو د منابعو  او د ځمکو د تخصیص په برخه کی کومه  برنامه  او روښانه پالیسی  نلرله.  دکرنی د وزارت په سر کی بی کفایته  مدیریت  ګومارل شوی و، چی د کرنی  تولیدات  او طبیعی  منابعو ته  نه  یواځی  دا چی  انکشاف  ورنه کړل، بلکی  ضایع  او هدر هم شول(صرف په څلورو وروستیو کلونو کې دواړو وزوارتو ته توجه وشوه او مثبت بدلون پکې راغی). د کرنی وزارت  څو ځلی په ډیر  لوړ لګښت نمایشی  نندارتونونه د کابل ښار او یو شمیر نورو ښارونو کی جوړ کړل  او یو شمیر اجناس  او محصولات یی  پکی ننداری  ته ایښودل، خو هدف یی نه و معلوم، ډیر لګښتونه د ښارونو دننه  د ورکشاپونو،  ټریننګونو، سیمینارونو   او په نورو نومونو  تر سره شول، خو بزګر او مالدار  عملا  له هرډول خدماتو بی  برخی  او خبره پاتی و، کوپراتیفی غورځنګ وده  ونه کړه، ترویجی خدمات  نه یواځی چی پراخ نه شول، بلکی  تر پخوا هم  ضعیف شول، د زراعتی تحقیقاتی فارمونو محتوا  او شتمنی له منځه ولاړه  او ډیر ملکیتونه یی غصب شول، د ولایاتو تخنیکی یونټونه له منځه ولاړل او دولتی فارمونه وچ  شول یا هم ګڼ شمیر یی  د خصوصی  ملکیت لاسته   ولویدل  چی د کرنی لپاره  د استعمال پرځای د نورو مقاصدو لپاره وکارول شول. د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره کوم  تدبیر او تجویز نه و، او د کرنیزو محصولاتو د مارکیټنګ لپاره لازم تدابیر تر لاس  لاندی  ونه نیول شول(صرف دې ورستیو څلورو کلونو کی توجه ورته وشوه، خو ډیر ناوخته)، نوځکه  د کرنی د سکتور مولدین ( بزګر او مالدار ) کال په کال له ورشکستګی  سره مخامخ  شول. د تولید  دموسمی والی  برنامه نه وه، له بزګرانو څخه   د تولید په موسم کی په دولتی نرخ خریداری ونه شوه او د نورو موسمونو لپاره زیرمتون او نور تاسیسات  او د پروسس  آسانتیا باندی  فکر ونه شو. د کرنی  د پراختیا د بانک فعالیت او بزګرانو ته د کریدیت د ورکړی پروګرام په نشت حساب شو، د ځمکی  منبسطی  او تشدیدی استعمال ته  پاملرنه نه وه،  سیلوګانی چی باید د حاصلاتو د جمع آوری پر وخت یی غله خریداری، بیا یی اوړه کړی او دټول هیواد لپاره یی زیرمه او د عامه موسساتو لپاره یی ډوډي  پخولای له منځه ولاړی او وسایل  او ژرندی یی  لیلام شوی،  دخاوری ساتنی او اصلاح باندی اصلاً فکر ونه شو، اصلا د یوه پرمختیایی هیواد  د کرنی د پوهی  ظرفیت نه و موجود. په دی توګه  د کرنی  برخه  کی نه یواځی داچی  کوم پرمختګ رانغی، بلکی  پخوانی  عنعنوی  کرنه  او تولیدی طرز او تکنالوژی  هم له منځه  ولاړه.  حیرانوونکی ده چی د کندز خلک په بازار کی پاکستانی خټکی، د شمالی خلک چینایی انګورو د کامی خلک پیښوری  ګوړه او د کونړ خلک ایرانی کنسرو شوی پوځه  او ملایی پیری او استفاده ورڅخه کوی، د خوږیاڼو د پلیو تولیدات فوق العاده کم شول، جوار چی پخوا به خلکو د هغو تولید ته ارزښت نه ورکاو ، له  لاهور څخه راځی  او یو وږی  یی لس افغانی پلورل کیږی، بوس چی پخوا به خلکو اصلاً له پټیو څخه کورنو ته نه وړل او له یو کال څخه  به بل ته پر ځمکه براته وو،  اوس د یوی قیمتی متاع په توګه  په تجارتی لاریو کی په بسته بندی  شوی شکل  له پاکستان څخه  راځی .  په دی توګه افغانستان ته چی ( یک کشور زراعتی ) ویل کید،  اوس د یوی غوا لپاره بوس  له بهر څځه  واردیږی.

 

د اقتصاد ټینګښت او د خصوصی سکتور وده  : د طالبانو د واکمنی پر مهال  افغانستان  له یوه بیساری  انفلاسیون سره مخامخ شوی و، د افغانیو د خرید قدرت فوق العاده  راټیټ  شوی و،وروسته د موقتی  اداری  له جوړیدو څخه  د افغانستان بانک  یو پولی   ریفورم تر لاس  لاندی  ونیو، په دی توکه دپیسو ارزش کی دری  صفرونه کم شول، مخکی تر دی  ریفورم څخه  یو امریکایی ډالر د ۵۵۰۰  افغانیو په وړاندی  تبادله کید ، له ریفورم څخه  وروسته یو امریکایی ډالر د ۵۰ افغانیو سره معادل و، البته  دغه تبادله د نوسان په حال کی وه چی کله به    ۴۷، ځینی وخت ۴۹ او په دا راوروسته وختونو کی ۷۸ افغانی د یوه امریکایی ډالر په وړاندی  تبادله کیږی، مرکزی بانک هڅه کړی چی د بانک د زیرمو څخه په استفادی څه ناڅه د افغانیو(ثبات!)  وساتی، نوځکه په منځنی توګه هره میاشت کی  یوه اندازه ډالر لیلام ته وړاندی کوی ، او یو نوع کاذب ثبات یی رامنځته کړی، حال داچی  ددی  ثبات تر شا د ملی تولید ملاتړ نشته.  فعالی اقتصادی  تصدی او ملی تولید تر ټولو په ټیټه کچه کی دی،  اقتصادی څرخونه  ډب دی، ټولنه په یوه کاملا مصرفی ټولنه بدله  شوی، سوداګری مطلقا د یوه دلالی تجارت بڼه غوره کړی ده.  افغانستان چی د خپلو طبی بوټو له مخی نړیوال نوم لری، ونسو کولای حتا هغه پخوانی هوخست او د فارمسی  لابراتوارونه فعال وساتی، د ګنیو او جغندرو پروسس ته هم پاملرنه ونه شوه، د کلبهار او بګرامیو نساجی، د ولایاتو دسمنټو فابریکی ، جنګلک فابریکی، د کور جوړولو فابریکی او دداسی نورو مهمو تولیدی او ترمیماتی  واحدونو اساس  او بنسټ  د هغوی له تشکیل او تجربی سره له بیخه و ایستل شو او د خصوصی  سکتور په نوم یی  ډیر ملیکتونه او جایدادونه  لوټ شول،  پایله  دا شوه چی  د افغانستان  دولت  یواځی  خپله عادی بودجه هم له خپلو  داخلی عوایدو نشوه پوره کولای او د انکشافی  چارو او د پرمختیایی  ستراتیژی لپاره خو یی  وس  بیخی نه و. بیکاری په سلو کی تر پنځوس پوری وه او د مرکز،  کابل ښار فرهنګی څیره پریشانه  او اصلا دغه ښار د یوه لومپن ښار بڼه ونیوله چی په هیڅ  صورت یی  د یوه   داسی تاریخی  هیواد د پلازمینی  حیثیت  نشو پرځای کولای چی پراخ او ژور هڅوب  او ویاړلی  ملی کلتور لری.

 

کورنی مصونیت او د بیځایه شویو هیوادوالو بیرته  اسکان :  یوه لویه ستونزه دا وه چی  د پراخه ناامنی  او په لری پرتو سیمو  کی د قانون او مصونیت د نشتوالی له امله ګڼ شمیر هیوادوال ښارونو  یا هم د ښارونو څنډو  ته راغلل، دوی په خپلو سیمو کی  د حلال  او مشروع معیشت سرچینی او وسایل له لاسه ورکړل، په ښارونو کی یی  ددرویزه وو په بڼه ژوند غوره کړ، بالعموم  خلک  له ناامنی او بی قانونی څخه په ویره کی وو، دخلکو روحی سکون له منځه  تللی و،  نامتو متکررجنایتکاران لکه:  ت. ش.، ش.، ح. س.، ر. خ.، ج. ق.، ا.ګ.( دلته د بشپړو نومونو دذکر اړتیا ونه لیدل شوه)  او نورو نه یواځی  عادی وګړی، بلکی ملی سوداګر ګواښل  او آن د اختطتف او بربنډ تیری  او دلوټ  پیښی یی  تکرار کړی، خو د قانون د پنجو زور ورباندی  بر  نه و.  دجرایمو دکشف  ارګانونه  یا نه وو،  یا په خپله په فساد اخته و، ددولتی ادارو او موسساتو شاوخوا دوه – دری کتاره سمنټی دیوالونه  او څوطبقی  اغزن سیمان و پیچل شول، چی وار په وار یی  ښارونو  ته د جنګی کلاوو بڼه ورکړه او د خلکو روحی  سکون   او دملی ګټو او ملی امنیت په وړاندی یی  مشترک احساس، ملی روحیه او په دولت باندی یی  د خپل مالکیت حس له لاسه ورکړ، د افغانانو  ملی  غرور او عالی سجایا  وار په وار  کمزوری شوی. په دی توګه د ثبات او استقرار  لپاره کومه هسته نه وه موجوده او ترډیروخت پوری  د ثبات  او استقرار  فزیکی  – احساسی  نښی نه وی موجودی، ترڅو فزیکی او احساسی  امنیت نه وی،  اقتصاد  وده نشی کولای. نوځکه  د ملی پرمختیایی ستراتیژی ډیره برخه  ناموفقه  وشمیرل شوه  او په ګزارشونو کی  سترګی ورباندی پټی شوی. په پایله کی ددغی ستراتیژی  یواځی  کمه برخه تطبیق شوه. یعنی  د ستراتیژی  د تطبیق د مثبتو اړخونو  او لاسته راوړنو تر څنګ  یو څه ستونزی وی چی  د راتلونکی لپاره د یوی  ډیری پخی تجربی په توګه باید په پام کی ونیول شی.  داځکه چی په یوه ارزونه کی د مثبتو اړخونو او بریالیتوبونو تر څنګ  دنیمګړتیاوو موندل او په نښه کول هم یو مهم هدف وی. تیره موده کې  د عامه چوپړونو د بهبود او پراختیا لپاره  دافغانستنان د خلکو تقاضا  ډیره زیاته وه، مناسب ملی او نړیوال فرصتونه فوق العاده مناسب برابر شوی وو، خوضایع شول، عملا انکشافی مهم اهداف تر لاسه نه شول.د رسمی ګزارشونو له مخی دغه ستراتیزی د صحت او معارف برخو کې په سلوکی ۶۶ تطبیق شوی ده، په داسی حال کی چی د هیواد نیمایی  وګړی همدا اوس هم د فقر تر کرښی لاندی ژوند لری.

تر دې ټولو بد دا چې موږ دوو ډیرو ناوړو واقعیتونو سره مخامخ شولو:

۱)د چاپیریال ستونزی مو زیاتې شوې،

۲) فردی، اجتماعی، اداری –سازمانی او سیاسی اخلاق په ډیر  بد ډول  ولویدل( اخلاقی سقوط) په ټولنیز لحاظ هره ورځ دفجایعو تر حده شرموونکی اخلاقی بد خبرونه خپریږی، په سیاسی لحاظ د دوو تنو له خوا همزمان (د ولسمشرۍ لوړه) افغانستان یې لویې بیشرمۍ سره مخامخ کړ.

دچاپیریال ستونزوته به په خپل افغانی  SDGs سره حللاره پیدا کړو، مهمه داده چې سیاسی حیثیت او د دولت جوړونې ته هم پاملرنه وکړو، دا برخه پرته دافغانانوله ملی یووالی، تدبیر، استقامت او منطقی معقول چلند اود نړۍ له صادقانه مرستې نه کیږی.

وړاندیزونه

د راتلونکو  تدابیرو او اقتصادی تصامیمو لپاره د تیر وخت تحلیل یو ډیر ګټور اقدام  دی، نوځکه په پای کی لاندیني پیشنهادونه ضرور بولو:

۱.یوه ابرومندانه (دبرد-برد) ستراتیژی لرونکی سوله چی مخالفین ټولنیز ژوند ته راوګرځوی او دوی ته دمعنوی مهم حیثیت په ورکولو اجتماعی- معنوی درناوی ورپه برخه شی، وینی بهیدل پای ته ورسږی، یو خدمتګار دولت جوړ اوله موجود کړکیچ څخه قانون او نظام سلامت راوایستل شی، یو بادریته پاک حکومت جوړول،

۲.نوې عامه اداره او علمی مدیریت په ټول هیواد واکمنه، دتخصصیتوب، عملګرایی ، ایلایتیزم(نخبه ګرایی)، تکنوکراسی او ولسواکی له ترکیب څخه؛ د شرایطوله غوښتنی سره سم یو جوړوونکی بهیر جریان پیدا کړی،

۳.د تیرو څو کلونو تجارب باید د اقتصادی  تحلیل  کوونکو په اختیار کی وی او نور راتلونکی پلانونه باید  د دغو  تجاربو په رڼا کی جوړ او طرح شی. د متکررو جانیانو او مافیا کابوکول،

۴. که افغانستان  خپل SDGs ته د نړۍ پام راواړوی، لویه بریا به یې وی، په دې ترڅ کې  د بهرنیو مرستو د موثریت په خاطر به ښه وی چی  وروسته تر دی بهرنۍ  مرستی ددولتی ادارو په واسطه مصرف شی. دغه افغانی SDGs به هم لکه دنړۍ د  SDGs په شان سلګونه ضمایم لری.

۵.علمی تحقیق ته باید د اقتصادی راتلونکو پالیسیو او ستراتیژیو د مهم اصل په تو ګه اهمیت ورکړل شی،

۶.افغانستان بیا هم اړ دی چی د تیری ستراتیژی په دوام  یوه بله ملی پرمختیایی ستراتیژی یا هم یو جامع ستراتیژیک پلان طرح او په جدی ډول یی تطبیق کړی، ډیره به ښه وی چی دتیرو پنځه کلنو او یوه اوه کلن پلان تجارب هیر نشی.

۷.افغانستان ته په کار ده چی لکه هغسی چی نړیوالو د ( MDGs)په پایلو  کتنه او غور وکړ، که ناوخته هم ده، موږ هم باید دا کار وکړو.

۸.پیشنهاد کیږی چی کورنی تولیدات حمایه شی، د انحصار مخه ونیول شی، د سوداګرو او کاروباریانو او تولیدی تصدیو امنیت ډاډمن شی. په دی برخه كي دقانون حاکمیت ډیر مثبت تاثیر لرلای شی.

۹.افغانستان وروسته تر اوږدې مودې کورنۍ جګړې څخه د بيارغاونې په پړاؤ کې دى. له جګړې څخه وروسته اقتصاد ډېر پېچلي خصوصيات لري. خصوصي سکتور کافي تجربه نه لري. د قانون حاکميت او د اقتصاد په برخه کې اصولي او سالم مديريت ته ډېره اړتيا ده؛ نو پدغه مرحله کې باید دهیواد  دطبیعی منابعو او چاپیریال ساتنی ته هم کلکه پاملرنه  وشی، یعنی د طبيعي منابعو علمي څآرنه، ساتنه او له هغو څخه د معقولې استفادې لپاره د برنامو او پروګرامونو جوړول،

۱۰.له کورنۍ جګړی څخه د راپاتی دولتي اقتصادي موسساتو پياوړي کول او د هغو د کارکوونکو د کاري ظرفيت اوچتولو ته کلکه پاملرنه،

۱۱.د دولت ارشادي او رهنمايي کوونکى نقش ته کلکه پاملرنه،

۱۲.د قانون د لارښودنو سره سم د خصوصي سکتور حمايه، هڅونه او لارښوونه تر هغه برید پوری چی اقتصاد او ملی ګټوته اغیزمن او ګټور وی،

۱۱.د ملي انکشافي اقتصادي اهدافو د تحقق په برخه کې له داخلي ريزرفونو او امکاناتو غوره استفاده او له بهرنيو مرستو څخه موثر کار اخيستل،

۱۲.د مالياتو ټولولو ته اصولي پاملرنه او د ګمرکاتو د لوایحو کلک تطبيق،

۱۳.دافغانستان دولت باید په نوي ایجاد شوی وضعیت کې د هیواد ستراتیژیک (خصوصاً جیو پولیتیک او جیو اکونومیک) مهم موقعیت څخه ډیره ښه استفاده وکولای شی، د یو کمرنبد-لویی لاری، ټاپي، کاسازر، د لاجبرو دلاری، افغانستان د آسیا زړه، ریکارکنفرانسونو په شان نوی امکانات لټول، د اوبو مدیریت کول، د چاه بهار د بندر خواته د سوداګری متمرکز کول،  د ریل پټلۍ  سراسری شبکه جوړول او د ګاونډیو  هیوادو له شبکی سره یی نښلول،  د هیواد کانونو د پلټنی او استخراج ته   لومړیتوب ورکول  هغه  څه دی چی  زموږ د قوی پوتانشیل په توګه د امیدواری وړ دی.

۱۵.په کندهار کی د (TIR) او د (ECO) د یوی څانګی لپاره دودانیو او دفترونو جوړول، په هرات کی د تجارت نړیوال سوداګری سازمان او ټاپی لویې پروژې ته استازولۍ دفتر جوړول،په جلال  آباد کی د سارک  د ټولنی د استازولی دفتر، په سیمه کی د افغانستان  نوښت  او دغو سیمه ییزو سازمانو سره له نژدی دکار کولو موقع برابرولای شی. په تیره بیا افغانستان باید په سارک  کی  د خپل غړیتوب له ښیګڼو ځان ښه برخمن کړای شی.

۱۶.د کرنی په سکتور کی د اوبخور سیستم د بیارغونی او پراختیا له لاری د بڼوالی او مالداری  د توسعی خواته پاملرنه هم زموږ د کورنیو تولیداتو دزیاتیدو تضمین کوی  او هم د ټول وخت  لپاره داستخدام شرایط په فوق العاده  ډول مهیا کیدای شی.

یوه مشهوره خبره ده چی: تجربه د علم مور ده! په دې توګه به ان شاءالله افغانستان وکولاى شي دتیرو تجربو څخه په استفادی د خپل اقتصادي پرمختګ بهير ته ډېر ښه لورى ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *