پوهيالي تورن عبدالخالق”حکیمی”  

د ملتپالنې اصطلاح د مدرني نړۍ په سیاسي ادبیاتو کې خورا ډېره کارونه لري چې تاریخي ریښې یې د ۱۷۸۹ کال د فرانسې هېواد ستر اوښتون (انقلاب) ته رسیږي، فرانسوي ستر اوښتون د سیاسي او ټولنیز بدلونونو ترڅنګ ځنیې افکار او نظریات هم وزېږول خو ملت پالنه د ملت جوړونې سره سم په اروپایي هېوادونو کې پیل شوېچې ستراتېژیکه موخه یې د ملي تاریخي متونو په رڼا کې د ملي واکمنۍ ساتنه، د ملي تاریخي او کولتوري ارزښتونو پالنه،د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ د خوندیتوب په موخه د ځواکمن ملي نظام رامنځته کول دي.

له هغه وخت څخه وروسته په نړۍ کې ټولو خپلواکو هېوادونو د خپل کورني، بهرني امنیت او سیاسي ټیکاو د خوندیتوب په موخه، د ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پریکړه وکړه چې پیاوړي وسله وال جوړښتونه رامنځته کړي ترڅو د دوښمن د تیري په وړاندې په ملي هوډ او ملي فکر سره  وجنګیږي. 

کله چېپه ۱۷۹۳ کال کې د عسکری مکلفیت دوره د فرانسې په هېواد کې له ستر اوښتون څخه وروسته اجباري شوه له دې سره سم د ملي پوځ اصطلاح په نوې بڼه وکارول شوه، همدارنګه هېوادونو پریکړه وکړه چې وروسته له دې به ملي وسله وال جوړښتونه د ملي خپلواکۍ د ساتنې لپاره رامنځته کوي دا ټولې کړنې د ملي پوځ د بشپړتیا او ودې لامل شوې سربېره په دې د ټولنې او پوځ ترمنځ یې اړیکې لا پیاوړې کړې.

په خورا ګړندیتوب سره ټولو اروپایي دولتونو د عسکري مکلفیت دوره د ملي دندې په توګه اجباري کړه؛ وسله والې سیالۍ چې د (۸۷۰-۱۹۱۴) کلونو په منځ کې یې په ټوله نړۍ سیوری غوړولی و د ملي پوځ د ځواکمنېدو او لوړوالي لامل شوې.

په شلمه زیږدیزه پېړۍ کې نااروپایي هېوادونه د ملي پوځ د رامنځته کولو او د عسکري مکلفیت دورې د پیلولو په تکل د ملي پرمختګ لپاره د سیالۍ ډګر ته راودانګل.

په منځنیو پېړیو کې دولتونه د بهرنیو او کورنیو ګواښونو سره مخ ول له همدې املهدوی ملي پوځ ته ملي اقتدار ور په برخه کړ ترڅو وکولای شي د ټولیزسیاسي، اقتصادي او مذهبي ملاتړ  په مرسته د هېواد ملي امنیت خوندي کړي. 

په ټولو ولسواکو، متمدنه هېوادونو کې ملي پوځ د ملي ځواک د سیمبول په توګه ارزښت لري او د پیاوړي، ځواکمن  ولسواک نظام د ملي هوډ او ارادې ښکارندويي کوي.

سرتېري

د (ملي) ورستاړی دوه ګوني مانا لري  لومړی ملي پوځ د وخت د غوښتنې او اړتیا سره سم باید رامنځته شي، ملي ژمنتیا ولري، دویم په ملي ژمنتیا سربېره باید وسله وال پوځ د ملت د ټولنیز جوړښتسره سمون ولري.

ملي پوځ که ملي ژمنتیا او ملي بڼه ونلري یوازې د یوې ځانګړې ډلې ګټو ته ژمن وي هیڅکله به د ملي ارزښتونو، تاریخي ویاړونو ساتنه او پالنه ونه شي کړای.

د ملي پوځ محاربوي وړتیا او پوځي ځواک په مسلکي، پوه، ژمنو افسرانو، ملي مشرانو پورې اړه لري دهمدې اړتیا پر بنسټ د ملي پوځ د رامنځته کېدو سره همهاله پوځي روزنیز مرکزونه هم د نړۍ په تاریخ کې رامنځته شوي دي.

زموږ ګران هېواد افغانستان یو لرغونی تاریخي هېواد دی چې د تاریخ په اوږد کې په دې تاریخي جغرافیاي چاپېریال کې ډېرې خپلواکې واکمنۍ تیرې شوي چې د خپل سیاسي ځواک د ساتلو لپاره یې منظم او غیر منظم پوځي جوړښتونه لرل ترڅو له دغې خاورې دفاع وکړي خو ملي بڼه یې نه لرله او ملي فکر پکښې مطرح نه ود لومړي ځل لپاره د امیرشیرعلی خان د دویم ځل ټولواکۍ پرمهال په (۱۲۴۸ لمریز لېږدیز) کال کې د کابل په بالاحصار کېد (سرکاري ښوونځۍ) د بنسټ ډبره کېښودل شوه؛ ترڅو زموږ ګران هېواد د خپلې راتلونکې لپاره غښتلۍ، ملي، دفاعي ځواک ولري.

پوځي ښوونیزو مرکزونو د تاریخ په تګلوري کې د ودې او پرمختګ لپاره چټک، اغیزمن ګامونه پورته کړي چې زموږ په هېواد کې یې غوره بیلګه د نادرخان د ټولواکۍ پرمهال د حربې ښونځۍ او سربېره په حربي ښوونځی، د پوځي لوړو زده کړو لپاره د حربي پوهنځۍ جوړول دي دویمه بیلګه یې د ظاهرشاه د ټولواکۍ پرمهال په (۱۳۴۰ ل، ل) کال کې د کابل په بلاحصار کې د پخواني حربي پوهنتون پرانیستل دي.

د پخواني حربي پوهنتون لومړی بولندوی ډګرجنرال غلام فاروق و، پخواني حربي پوهنتون شپږ پوهنځۍ درلودې چې نومونه یې په لاندې ډول دي.

۱. د پلي مسلک پوهنځۍ

۲. د توپچي مسلک پوهنځۍ

۳. د زغره وال مسلک پوهنځۍ

۴. د انجینري مسلک پوهنځۍ

۵. د لوژستیک او مخابرې مسلک پوهنځۍ

چې وروسته د وخت د اړتیا سره سم د حربي پوهنتون په جوړښت کې (سیاسی، سرحدي او د کشف مسلکي پوهنځۍ) هم ورډېرې شوې.

حربي پوهنتون د لوړو پوځي زده کړو د بنسټ په توګه د افغانستان په پوځي تاریخ کې ځانګړی ځای او ارزښت لرو، چې دغه مرکز په خپل وخت کې نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ په کچه د لوړو پوځي پوهنیزو مرکزونه په لومړي کتار کې یې د ستاینې وړ ځای درلود.

پخواني حربي پوهنتون د پوځي لوړو زده کړو د معتبر پوهنیز بنسټ په توګه وکولای شول چې د وسله وال پوځ د هراړخیز ملاتړ په موخه نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي.

حربي پوهنتون د خپل تاریخ په اوږدو کې د افغان وسله وال پوځ د لاپياوړتیا او ځواکمنتیا په موخه هغه میړني او با شخصیته پوځي شخصیتونه روزلې او د وسله وال پوځ لیکو ته یې وړاندې کړي چې ساری یې په تاریخ کې نه لیدل کیږي. 

کله چې په ګران افغانستان کې کورنۍ خونړۍ جګړې پیل شوې زموږ څخه یې هر ویاړ واخیست چې په دې کې د نورو کولتوري او تحصیلي مرکزونو په څېرزموږ د حربي پوهنتون نوم هم شامل دی، ځکه چې په دې ټوله جګړه کې د وسله والو شخړو د مرکز په توګه د دوښمنانو له خوا سلګونو درنې او سپکې وسلې پرې وکارول شوې او په ټولیز ډول دا پوهنتون د هېواد د دوښمنانو له خوا وران ویجاړ شو.

لوست خونې یې له منځه لاړې، ټول د لوست توکي د هېواد د دوښمنانو له خوا لوټ شول؛ پخواني حربي پوهنتون بډایه کتابتون درلود چې زموږ د وسله وال پوځ پوهنیزه پانګه شمېرل کېده په سیستماتیک ډول یې دا ټول له منځه یوړل، ترڅو زموږ د هېواد ملي وسله وال پوځ ته هراړخیزمادي او معنوي زیان واړوي.

په دونیمو لسیزو خونړیو پیښو کې حربې پوهنتون ته خورا ډېر زیانونه واوښتل چې په پایله کې یې د هېواد په  پوځي، پوهنیز پرمختګ کې خپل ارزښتمن رول له لاسه ورکړ او په (۱۳۸۳) کال کې د وسله وال پوځ له جوړښت څخه حذف شو.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د لنډ مهاله ادارې د رامنځته کېدو څخه وروسته د (بن-۲) تړون د پریکړو او غوښتنو پر بنسټ د افغانستان د ملي پوځ او د ځوانو افسرانو د پوځي ښوونې او روزنې لپاره د پوځي اکاډمۍ د جوړېدو لپاره هڅې پیل او طرحې جوړې شوې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هراړخیزو مطالعاتو او څېړنو په پایله کې پریکړه وشوه چې باید د پوځي پوهنیزو شخصیتونو د روزنې  لپاره باید ملي پوځي اکاډمي جوړه شي چې د پوځي پوهنتون بڼه ولري.

جنرال ایکن بیری د افغانستان سره د پوځي مرستو د دفتر بولندوی په غوښتنه د امریکا هېواد د ویست پوینټ د اکاډمۍ څخه د پروفیسرانو یو ټیم وټاکل شو ترڅو په افغانستان کې د ملي پوځي اکاډمۍ د جوړولو په طرح کار پیل کړي.

وروسته له هغې دویم ټيم چې مشري یې ډګروال شوب او آغلې ډګرمن برازیل پرغاړه درلوده افغانستان ته راغلو؛ دواړو ټیمونو د ملي دفاع وزارت د ټاکل شوي کمسیون چې (سترجنرال شیرمحمد “کریمی”، پوهاند برید جنرال محمد امین” وردگ”، پوهاند ډګروال حمدالله”یوسفزی”، ډګرجنرال همایون”ّپوځي”، تورنجنرال عبدالرزاق او تورنجنرال جمعه ناصر) یې غړې ول د ملي پوځي اکاډمۍ د جوړولو په طرحه یوځای کار پیل کړ.  

له هراړخیزو څېړنو او ارزونو څخه وروسته ټاکل شوي کمسیون د هغه هېواد په مرسته چې اوسمهال افغانستان سره سترتېژیکه ملګرتیا لري د ملي پوځي اکادمۍ د جوړولو طرحه په خورا ښه ډول جوړه او چمتو کړه.

پورتنۍ پریکړې عملي شوې د افغانستان ملي پوځي اکاډمي د ۱۳۸۴ کال د وري د میاشتې په دویمه نیټه د افغانستان د جمهوري دولت د دویم مرستیال له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه او په کړنلاریزه توګه یې خپل کار پیل کړ.

ملي پوځي اکاډمي د بڼې او جوړښټ له مخې زموږ د هېواد په تاریخ کې ساری نلري؛ ټول هغه هېوادونه چې د وسله والو ځواکونو د اغېزمنې ښوونې او روزنې لپاره یې پوځي اکاډمۍ جوړې کړي؛ د هغو هېوادنو تاریخي مخینه دا په ډاګه کوي چې د ځوانو افسرانو د پوځې ښوونې او روزنې لپاره تر پوځي اکاډمۍ بل غوره ښوونیز بنسټ نشته غوره بیلګه یې د امریکا ویست پوینټ پوځي اکاډمي ده چې په ۱۸۰۲ کال کې جوړه شوې ده او تر اوسمهاله یې بیلګه ییز پوځي شخصیتونه د وسله وال پوځ د لاپياوړتیا لپاره روزلي دي.

د پوځي اکاډمۍ له جوړیدو څخه لږ وخت تېریږي خو پوځي اکاډمۍ خورا ښې د ستاینې وړ اکاډمیکي اړیکې د امریکا د متحده ایالاتو د ویست پوینټ او هوایي اکاډمۍ سره ساتلي او په دې توانېدلي چې د لوړو زده کړو له وزارت او کابل پوهنتون سره خپلې پوهنیزې اړیکې پراخې کړي. 

د اکاډمیکو اړیکو د پیلېدو لپاره د لوړو زده کړو د وزارت او ملی دفاع وزارت ترمنځ د ۲۳/۷/۱۳۸۸هوکړه لیک لاسلیک شو. 

اوسمهال په پوځي اکاډمۍ کې د نجونو د زده کړې لپاره ټول شرایط او آسانتیاوې برابرې دي خو له بده مرغه یوازې د هزاره ټبر په استازیتوب نجونې راځي د نورو وروڼو ټبرونو په استازیبوب څوک نه لیدل کېږي…

د پوځي زده کړو زده کړیالان چې په اکاډمۍ کې روزل شوي په دې توانېدلي چې د پوځي سیالو په موخه په بهرنیو هېوادونو کې ګډون وکړي او د ویاړونو ډکې لاس ته راوړنې خپل هېواد ته وګټي، د بهرنیو هېوادونو په پوځي اکاډمیو کې اوسمهال هم د پوځي اکاډمۍ ډېری زده کړیالان په پوځي زده کړو بوخت دي او زمونږ د اتل وسله وال پوځ اود هېواد د یوازیني لوړ پوځي پوهنیز بنسټ (ملي پوځي اکاډمۍ) استازیتوب کوي له همدې امله د پوځي اکاډمۍ په هر فراغت کې د هېواد ټاکل شوی ولسمشر ګډون کړي ترڅو د ځوانو افسرانو د فراغټ په غونډه کې زموږ د هېواد په برخلیک پورې اړوند مهم پوځي مسایل تر بحث لاندې ونیسي. 

د ملي پوځي اکاډمۍ د جوړېدلو موخې:  

۱. افغان وسله وال پوځ ته د داسې ځوانو، مسلکي، زړه ورو، ماهرو افسرانو او پوځي مشرانو وړاندې کول دي چې هره کړنه یې د خپلواکۍ پالنې، هېواد پالنې او برابرۍ خوښونې پر بنسټ وي.

۲. د پوځي اکاډمۍ دویمه موخه په ملي فکر او ملي روحیه د ځوانو افسرانو روزل دي ترڅو د هېواد په هره خوا کې د پوځي او جګړه ییز ماموریت د ترسره کولو وړتیا ولري.

۳. په ملي پوځي اکاډمۍ کې د هېواد پالنې او هېواد ساتنې لوست تر هرڅه لوړ ګڼل کیږي ترڅو هر ځوان افسر د خپلې دندې د ترسره کولو په مهال د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې خپله دنده ترسره کړي او ټول عمر د اساسي قانون ملاتړي واوسي، ټولو عسکري قوانینو او ملي پرنیسپونه ته ژمن پاتې شي.

۴. د افغانستان په اوسني کړکیچن وضعیت کې هر څوک د خپلې دندې د ترسره کولو په مهال یوازې ټبر، ژبې، مذهب، خوا او سیاسي اړخنیونې په پام کې نیسي، خو په پوځي اکاډمۍ کې د افغانستان وروڼه قومونه نور هم نږدې کیږي، د زغم کولتور زده کوي، هر غړۍ یې د هیواد د هوساینې او ساتنې په فکر کې وي.

۵. ملي پوځي اکاډمي د ځوانو افسرانو په علمي او فکري وده کې د ستاینې وړ رول لوبوي، دا وړتیا ورپه برخه کوي چې وکولای شي د خپل هېواد، سیمې او نړۍ سیاسی، اقتصادي او نظامي وضعیت تر شننې لاندې ونیسي او په هر ډول وضعیت کې د هېواد د ملي ګټو او ویاړونو د ساتنې په موخه منطقي او عقلاني دریځ غوره کړي.

۶. پوځي اکاډمي د ځوانو افسرانو رواني روغتیا ته جدي پاملرنه کړي، ځوانو افسرانو ته د ملي او سوله ییز تفکر په ورکړه کې اغیزمنه ونډه لري، دا وړتیا ورکوي چې د سولې او جګړې په وخت کې عقلاني پریکړې چې د وضعیت سره سمون ولري وکړي.

۷. د وسله وال پوځ لپاره د هغو غښتلو پوځي شخصیتونو روزل چې د دندې د ترسره کولو پرمهال ورځ او شپه و نه ګوري، په هر ډول نظامي او سیاسي وضعیت کې د دندې د ترسره کولو لپاره په ټينګ هوډ تیار وي، په لوړ مورال او پیاوړي هوډ سره د دوښمن د ماتې په موخه د جګړې ډګر ته ورودانګي او ورسپارل شوی جګړه ییز ماموریت په زړورتیا او مېړانه سرته ورسوي.

د ملي پوځي اکاډمۍ د بولندویان نوملړ:

۱. تورنجنرال محمدشریف “یفتلي”

۲. تورنجنرال شیرمحمد “ځاځی”

  1. برید جنرال غلام سخی”میهن یار”
  2. بریدجنرال احمدالله” داور”

له بده مرغه باید ولیکم چې تر نن ورځې پورې په ملي پوځي اکاډمۍ کې ټولې د لوړو بستونو ګمارنې د ګوندي، قومي اړیکو او سیاسي مصلحتونو په رڼا کې شوي چې ناوړه پایلېیې د وسله وال پوځ ټولو اړوندانو ته له ورایه مالومې دي.

د پوځي اکاډمۍ د قوماندانۍ څخه د یفتلي د بدلېدو په غونډه کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال ښاغلي ډګرجنرال محمد اکرم د پوځي زده کړیالانو په حق کې د بې عدالتیو په هکله په یفتلي توندې نیوکې وکړې او د تالار حاضرینو ته یې وویل چې باید پوځي اکاډمي په ملي فکره شخصیتونو ډکه وی نه په متعصبه، لنډ فکره ګوندي څېرو له همدې امله دغه سترې ملي پوځي دندې ته د پوځي علومو ماسټر ښاغلي تورنجنرال شیرمحمد”ځاځی” د پوځي اکاډمۍ د بولندوی په توګه ټاکل شوی ترڅو په لنډ وخت کې پوځي اکاډمۍ ته ملي بڼه ورپه برخه کړي.

د ښاغلي تورنجنرال شیرمحمد”ځاځي”د لاس ته راوړونو څو مهمېبیلګې: 

۱. د زړه سواندي علمي او پوځي شخصیت په توګه یې وکولای شول چې د وسله وال پوځ لیکې په ملي فکره منصبوالو ډکې کړي.

۲. په پوځي اکاډمۍ کې یې ټولو بې عدالتیو ته د پای ټکی کېښود.

۳. ملي ژبو ته یې د اساسي قانون په رڼا کې وده او پراختیا ورپه برخه کړه.

  1. په دواړو ملي ژبو د لومړي ځل لپاره د لوست چپترونه او کتابونه چمتو شول.
  2. زده کړیالان د راتلونکو پوځي دندو یا د جګړه ییزو ماموریتونو د سرته رسولو په موخه په اوچت جګړه ییز مورال روزل کېدل؛ ترڅو د هېواد دوښمن ته په هر ډګر کې ماتې ورکړي.

۶. د افغانستان د واکمن نظام د دوښمنانو د افراطیت او توندلاریتوب د مبارزې په وړاندې یې تل هڅه کوله چې د ځوانو افسرانو د روزنې په برخه کې له اعتدال، معقولیت او احتیاط څخه کار واخلي.

۷. د سیمې د استخباراتي کړیو دوامداره هڅه دا ده چې په پوځي اکاډمۍ کې خپلې ټاکل شوې څېرې ځای پر ځای کړي له نیکمرغه د تورنجنرال شیرمحمد”ځاځي” په وخت کې پدې ونه توانېدل چې خپلو ټاکل شویو موخه ته ورسي. 

د پوځي اکاډمۍ په تاریخ کې داسې ورځ هم راغله چې یوازې د یوه پښتو نوم لپاره د تنظیمي جګړو جنرال بسم الله محمدي په ملنډو ویلي ول چې زه دا ټول پښتو نومونه په ډبرو غواړم ولیکم او ځاځي صیب ته یې ډالۍ کړم، له هغه لیدنې وروسته د جمعیت ګوند د پریکړو په بنسټ ښاغلۍ تورنجنرال شیرمحمد “ځاځی” له دندې ګوښه او په ځای ناولې، سپکه، ناملي څېره جنرال غلام سخی”میهن یار”چې یوازې خپلو شخصي غوښتنو ته یې لومړیتوب ورکاوه په خورا بې عدالتۍ سره د پوځي اکاډمۍ د بولندوی په توګه په دنده وګماروو.

د تورنجنرال شیرمحمد”ځاځي”ټولې لاس ته رواړنې د برید جنرال غلام سخي”میهن یار” د قوماندانیت پرمهال له منځه لاړې، اسلامي جمعیت ګوند په خورا لوړ مهارت سره پلورل شوې پښتنه څېره په لوړ پوځي پوهنیز بنسټ (ملي پوځي اکاډمي) کې د بولندوی په توګه ځای پرځای کړه او د نوموړي په وجود کې یې خپلې ګټې خوندې کړې. 

وروسته له دې په پوځي اکاډمۍ کېد ملي فکره نظامی شخصیتونو ځپل پیل شول، اکاډمي په متعصبه استادانو ډکه شوه، قومي انډول د زده کړیالانو، استادانو اداري کارکوونکو په منځ کې له منځه لاړ، د دین په نامه د اکاډمۍ د تباهۍ لپاره نوی لوبې او سیالۍ پیل شوې، د هېواد پالنې، خپلواکۍ پالنې سپېڅلۍ احساس په ټولو پوځیانو کې کمرنګه شو، د ملي اصطلاحاتو په ځاي پردي اصطلاحات دود شول، ملي بیرغ او ملي سرود ته په عمدي ډول د استادانو له خوا سپکاوی کېدو، د پوځي اکاډمۍ ملي ترانه بدله شوه، د دیپلوم درجې بدلې شوې، د ډګروالانو ګریوان ته چې کلونه کلونه یې خپل هېواد ته خدمت کړی و د پښتون په نامه لاس واچول شو، ځوان افسران د پښتون پالنې او پښتو پالنې په تور محکمه شول یا په روتشن کې هلمند ته بدل شول…

“میهن یار” د پوهنیزو څېړنو د هڅونې پرځای استادان لمانځه ته هڅول، زده کړیالان د زده کړې پرځای د جنت او دوزخ په فکرونو او تشویشونو کې ډوب ول، استادانو د خپل شخصي امنیت د نه خوندیتوب له امله وسلې ته اړتیا لرله خو “میهن یار” په علمي دلایلو استادانو ته قناعت ورکاوه او ویل به یې چې یوازې د آیة الکرسی شریف په ویلو سره تاسو ځانونه د دوښمن له بریده ساتلی شی نو د مسلمان په توګه وسلې ته څه اړتیا لرۍ.

ټولې فوق العاده پوځي رتبې او مډالونه یا د میهن یار یا د جلندرشاه د زامنو په نامه دفاعي پوهنتون ته په لیکل شوې بڼه راتلل چا نیوکه هم نشوای کولای ځکه تر شا یې د اسلامي جمعیت ګوند هراړخیز ملاتړ و، د تالار د ګډونوالو د وړاندې په خورا بې شرمۍ سره جلندرشاه د میهن یار د زوی په اوږو او میهن یار د جلندرشاه د زوی په اوږو فوق العاده رتبې نصب کړې. 

د دفاعي پوهنتون بولندوی تورنجنرال جلندر شاه بهنام د هیتلر لقب ځان ته وټاکو او د دې نامه په کارولو سره یې هڅه کړه چې د منصبوالو په زړونو او ذهنونو کې  ډار واچوي، هر پتمن پوځي شخصیت له دوی څخه ځان ساتو تر څو کورنۍ یې د لوږې او نیستۍ و نه مري، نه یې غوښتل له سپکو خلکو سره لاس او ګریوان شي.

ملي بنسټونه باید د ملي شخصیتونو په نوم ونومل شي؛ چې زموږ د هېواد په ملي تاریخ کې یې غوره بیلګه غازی وزیرمحمد اکبر خان ده خو له بده مرغه د ملي دفاعي پوهنتون لپاره د تنظیمي جګړو د بولندوی(قسیم فهیم) نوم وټاکل شو چې دا نوم اړونه ټولو ملي فکره افغانانو ته د منلو وړ نه وه.

په ملي پوځي اکاډمۍ کې د اسلامي جمعیت ګوند له خوا د مارشال قسیم فهم په نامه لوی منار د بریدجنرال غلام سخي”میهن یار” په مشوره جوړ شو؛ د دې منار په جوړېدو بې عدالتیو ته نوره هم لار هواره شوه او د وروڼو قومونو ترمنخ د کرکې او کینې غوټې لا پسې کلکې شوې. 

جلندرشاه او غلام سخي د دې پرځای چې محکمې ته کش شي ځکه د قانون سره په مخالفت کې یې علمي رتبې واخیستې او په مېړانه یې خپله قومي او سیاسي اړخنیونه د نظام د ګټو سره په ضدیت کې مطرح کوله؛د هغه ټولو ملي خیانتونو له کبله چې د دې خاورې او ملت په حق کې یې کړي و باید محاکمه شوي وای؛ خو په خواشینیۍ سره باید ووایم چې دوی با عزته تقاعد ته سوق شول چې دا زموږ دا واکمن نظام کمزوري ښیی.

په هر حال د خدای په فضل او رحمت سره  دا لړۍ د ښاغلي اشرف غني “احمدزی” په راتګ سره پای ته ورسېده؛ ښاغلي ولسمشر اشرف غني”احمدزي”بریدجنرال احمدالله داور د پوځي اکاډمۍ د نوی بولندوی په توګه وټاکو ترڅو یوځل بیا پوځي اکاډمي ته ملي بڼه ورکړي؛ خو تر اوسمهاله پورې کوم د پام وړ بدلون د اکاډمۍ په جوړښتونو کې نه دی راغلی ځکه د پوځي اکاډمۍ څخه د مهین یار د مرداریو پاکول وخت ته اړتیا لری، له همدې امله دا دولس کاله کېږي چې د زده کړیالانو د لوا بولندویي د پنجشیر ولایت په انحصار کې ده او څوک یې د بدلولو جرئت نه لري، د ښوونې او روزنې په مرستیالتوب کې غیرمسلکي ډګروال د قومي اړیکو پر بنسټ د بیلګه ییز پوځي او پوهنیز شخصیت پوهاند ډګروال حمدالله”یوسفزي”په ځای په دنده ګمارل شوی، نظامي اخلاق هم نه لري خو بیا هم د ځوانو افسرانو د مسلکي ښوونې او روزنې لپاره ټاکل شوی، د یوسفزي صیب ټولې لاس ته راوړنې یې له منځه یوړې؛ یوازې د ژبې او ټبر تر سرلیک لاندې کار کوي، ملي ګټې او پوځي ارزښتونه دوي ته هیڅ ارزښت نلري. 

وړاندیز: 

افغان وسله وال پوځ د ملي ارادې څرګندویه دی، د هېواد په کچه د ملي یووالي یوازیني سیمبول ګڼل کېږي، د سیمې د ستراتېژیکو او جیوپولیټیکي غوښتنو سره سم رامنځته شوی، او ټول غړي یې د ملي نظامي ستراتېژۍ او دفاعي ډکټورینو په رڼا کې دنده ترسره کوي،  په مسلکي وړتیا او ټينګ هوډ سره د خپلې مور د پت او حیثیت د ساتنې لپاره په هر ډول شرایطو کې چمتو دي چې په څومره والي او څرنګوالي کې یې د ملي پوځي اکاډمۍ ونډهد ستاینې وړ ده.

خو له بده مرغه د پښتون ټبر د ځوان کهولونډه په پوځي اکاډمۍ کې خورا ټيټ ده، په داسې حال کې چې پوځي اکاډمي د هېواد د دفاع لپاره ځوان افسران روزي او یوازینۍ د پوځي لوړو زده کړو بنسټ ګڼل کېږي خو بیا هم پښتنانه ځوانان له دغې اکاډمۍ څخه بې خبره دي.

له دې هم نه دي خبر چې ملي پوځي اکاډمي په پوځي مسلکونو(پلی، توپچي، زغروال، پوځي انجینري، مالي، لوژستیک، مخابرې، هوایي، کشف او استخباراتو) سربېره د (ساختماني انجینرۍ، عمومي انجینرۍ، کمپيوټرساینس، حقوقو، اقتصاد، تاریخ او پوځي ستراتېژۍ، ژبې او کولتور، او د ادارې او مشرۍ) په څانګو کې د وسله وال پوځ د اړوندانو د مسلکیتوب په موخه ځوان افسران روزي.

دوی فکر کوي چې په پوځي اکاډمۍ کې یوازې د پوځي مسلکونو زده کړه ورکول کېږي نورې اکاډمیکې څانګې نه لري، د اطلاعاتي تشې له امله پښتانه ځوانان پوځي اکاډمۍ ته ډېر زړه نه ښه کوي. 

په ځانګړې توګه په پوځي اکاډمۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان، فراه او پکتیکا، ولایتونو زده کړیالان ډېر لږ تر سترګو کېږي؛ همدا یې لامل دی چې د لږکیو په څېر د استادانو او اداري کارکوونکو له خوا ورسره توپیري چلند کېږي څوک یې د مخنیوي لپاره غږ هم نه پورته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *