خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- په کندهار کي د ملي پيوستون پروګرام د پروژو د ښه تطبيق او له درغليو څخه د مخنيوي په موخه غونډه جوړه سوه.

په هغه غونډه کي چې نن د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله خان شېردلي، د کليو پراختيا رئيس انجنېر عبدالقيوم، د اقتصاد رئيس محمدرحيم رحيمي، سکټوري رئيس عبدالحکيم حکيمي، د هبيتاتو موسسې او ملي پيوستون پروګرام استازو، د بولدک ولسوال حاجي سيدعلي او د ښورابک، غورک او شاوليکوټ ولسواليو د پرمختيايي شوراګانو رئيسانو ګډون کړى وو.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ملي پيوستون پروګرام د پروژو د ارزيابۍ په غونډه کي وويل، تر ملي پيوستون پروګرام لاندي په ميليونونو افغانۍ د بيارغوني په نامه راوځي، خو په کليو کي لکه څنګه چي ښايي هماغسي کار نه دى سوى او په عملي ډګر کي هيڅ هم نه سته. په داسي حال کي چي د ملي پيوستون د پروژو پيسې د کليو د خلکو دي. هغه وويل: “تر دې وروسته بايد پروژې د کليو خلکو ته ورکول سي، چي هغوى يې پخپله تطبيق کړي، نه دا چي له کلي څخه بهر يوه قرادادي ته ورکول سي. ځکه په دې سره به د کلي خلک هم پر کار سي او هم به د درغليو مخه ونيول سي.”

کندهار والي زياته کړه، د ملي پيوستون او هبيتاتو موسسې ټولي پروژې بايد له کليو پراختيا رياست سره په تفاهم او همږغۍ ترسره سي.  نوموړي ټينګار وکړ چي هيڅوک په ولسواليو او کليو کي پخپل سر پرمختيايي پروژې نه سي پلي کولاى. ځکه دوى وخت پر وخت د دې شاهدان پاته سوي چي په کليو کي د پروژو پر سر په ميليونونو پيسې راوتلي وي، خو نه خلک ورڅخه اګاه وي، نه ولسوال او نه اړوند رياست، نو تر دې وروسته به هره پروژه د خلکو په خوښه، د خلکو د اګاهۍ په صورت کي ترسره کيږي. هغه وويل: “موږ تاسي ټول د کندهار او د کندهار د خلکو لپاره خدمت کوو، خو خدمت په هغه صورت کي ممکن دى چي هر کار له ولايتي ادارې او خلکو سره په همږغۍ او د خلکو په خوښه وسي.”

نوموړي يو شمېر رئيسانو ته هدايت وکړ چي د پروژو ځيني مهم اسناد دي په پټو سترګو نه لاسليکوي، بلکي د هري پروژې او پرمختيايي چارو اسناد بايد په پوره دقت وکتل سي او اړوند رياست بايد د پروژو له تطبيق څخه په بشپړ ډول خبر واوسي.

د بولدک ولسوال حاجي سيدعلي له ملي پيوستون پروګرام څخه ناخوښي وښوده او ويې ويل، دې پروګرام دوى ته زياتي ستونزي رامنځته کړي دي. هغه وويل، يوه له لويو ستونزو څخه دا ده چي دا پروګرام ډېرى وختونه په داسي حال کي پر مخ وړل کېږي چي نه ولسوالي په خبره وي، نه د ولسوالۍ شوراګاني او نه خلک، خو ملي پيوستون په خپل سر پروژې عملي کړي، چي هم يې کيفيت ټيټ وي او هم ډېرى وختونه په کليو کي د پروژو پر سر پيسې راايستل سوي وي، خو پروژې نه وي عملي سوي. که هر څه روښانه او له ولايتي ادارې، خلکو او د ولسواليو له شوراګانو سره شريک سي، دا ستونزه به تر ډېره حل سي.

د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم له يادو ستونزو څخه يادونه وکړه او زياته يې کړه چې تر دې وروسته دي ملي پيوستون له خپلو پروژو څخه د ولسوالۍ خلک، د ولسوالۍ شوراګاني، ولسوال او ولايت مقام خبروي، تر څو په پروژو کي د درغليو مخه ونيول سي او خلکو ته په سم شکل خدمات وړاندي سي. نوموړي له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي په مياشت کي دي دا ډول غونډي جوړي سي، تر څو د کليو پروژې په سم شکل وارزول سي او د خلکو غوښتنو ته ځواب وويل سي.

د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان وويل، په دغه ولسوالۍ کي د کندهار والي د زيار او هلوځلو په پايله کي د ٢٠ کيلومتره سړک د جوړېدو چاري پيل سوي دي. نوموړي له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه يې د ياد سړک په جوړېدو او کار پيلېدو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې.

د ملي پيوستون استازو هم يادي ستونزي تاييد کړې، خو ژمنه يې وکړه چي تر دې وروسته به له هرې پروژې څخه د کليو خلک خبروي او د پروژو تر تطبيق مخکي به د خلکو د اګاهۍ لپاره تبليغات کوي. د ياد پروګرام استازي ولي امين وويل: “موږ هڅه کړې چې په کليو کي د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايو او د دوى په خوښه پروژې ډيزاين کړو، خو تر دې وروسته به د کليو خلک له هرې پروژې څخه خبروو، او داراز به ولايت مقام، کليو پراختيا رياست، ولسوال او د ولسوالۍ شوراګاني په جريان کي اچوو.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *