د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د هېواد د ټولو ولایتونو د اصیل افغاني کلتور د پېژندنې نندارتون د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي، د عمومي زده کړو د مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري، د اسلامي زده کړو د مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم، د ولسي جرګې د یو شمېر غړو، د کابل ښار د پوهنې ریاست د مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون پرانېستل شو.
په دغه نندراتون کې د هېواد د ټولو ولایتونو اصیل افغاني کلتور، چې جامې، لاسي صنایع، کرهڼیز پیداوار، محلي خواړه، د موسیقۍ وسایل او یو شمېر نور توکي پکې شامل دي، نندارې ته ایښودل شوي دي.
د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د یاد نندارتون د لیدلو پرمهال د افغاني غني کلتور د پېژندلو په برخه کې د کابل ښار د پوهنې ریاست ددغه نوښت ستاینه وکړه او هغه یې د بېلابېلو ولایتونو له کلتور او فرهنګ سره د نوي نسل د معرفۍ په برخه کې مهم ګام وباله.
په دغه نندارتون کې دغه راز د کابل ښار د بېلابېلو لېسو زده کوونکو د تمثیلي ټوټو له لارې د هېواد د مختلفو سیمو اصیل افغاني کلتور په عملي ډول هم نندارې ته وړاندې کړ.
د یادولو وړ ده، چې د ملي افغاني کلتور د پېژندنې دغه نندارتون به د دوه ورځو لپاره د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست